( تاريخ 29 سلواغه 1394هـ ش )
د کابل څخه خپرېدونکو ورځپاڼو خپلې سر مقالې بېلابېلو موضوعاتو ته ځانګړي کړي دي. «ماندګار» غیر دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي« د طالبانو امارت د روسیې سره ګډې ګټې نه لري»
ورځپاڼه لیکي: روسیه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر خلاف د روانې مبارزې څخه ناهیلې شوې ده او روسیه اوس په منځنۍ اسیا کې خپلې ګټې د خطر په حالت کې ویني. د ورځپاڼې په باور، روسیه د داعش تر شاه د سعودي او ترکیې لاس ښيي او د داعش په وسیله د روسیې ګټې له ګواښ سره مخ کوي.
ماندګار په خپله سرمقاله کې لیکلي دي، روسیه د هغه ناستو نه هم نا هیلې شوې ده، چې د سولې په اړوند د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا له لوري ترسره کېږي؛ خو تراوسه یې کومه ښکاره لاسته راوړنه نه ده لرلې. روسیه په دې باور ده، چې واشنګټن په افغانستان کې د جګړې اوږیدل غواړي او ددغه جګړې له لارې ځان د روسیې سرحدي سیمو ته رسوي.
د ماندګار په باور، روسیه د افغانستان سره ګډې ګټې لري او په افغانستان کې باید د سولې لپاره هلې ځلې وکړي؛ خو ورځپاڼه وايي، ترڅو چې طالبان د «امارت» داعیه لري، نو روسیه د طالبانو سره جوړه نشي کولی، ځکه روسیه په خپل څنګ کې امارت نشي زغملی.
د کابل څخه بله خپریدونکې خپلواکه ورځپاڼه «سرنوشت» هم خپله سرمقاله د سولې موضوع ته ځانګړې کړې ده. سرنوشت د سرلیکنې عنوان« سوله د بغاوتونو ښکار» لاندې لیکلي:«له تېرې نږدې یوې نیمې لسیزې راهیسې په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره د دولت او نورو بېلابېلو بنسټونو او هېوادونو له خوا هڅې روانې دي، خو تر اوسه یې کومه عملي پایله نه ده ورکړې، ځکه د سولې لپاره د دې هڅو پر وړاندې په مختلفو وختونو کې خوا نا خواه یا د ښکېلو اړخونو، دخیلو هېوادونو او یا هم د ځینو کړیو او اشخاصو له خوا خنډونه او چلېنجونه رامنځته شوي دي او په هر ځل یې دغه هڅې له ناکامۍ سره مخ کړې دي. دا چې په دغه کار کې ولې ستونزې رامنځته کېږي او نتیجه نه ورکوي؟ خبره واضح ده، له یوې خوا د ګاونډیو په ګډون ځيني بهرني هېوادونه لکه امریکا او نور هڅه کوي په افغانستان کې د خپلو شومو اهدافو لپاره روانه کړې جګړه په یو ډول نه یو ډول وغځوي او له بلې په کور دننه په نظام کې او له نظامه د باندې هغه کړۍ او اشخاص چې د تېرو دریو لسیزو په ګډوډیو او جګړو کې یې په بېلابېلو نومونو جنایات او سرغړونې ترسره کړي او د بې ګناه خلکو د وینو په تویولو یې د ځان لپاره شتمنۍ او جایدادونه برابر کړي، اوس نه غواړي په اسانۍ دا هر څه له لاسه ورکړي، د همدې لپاره غواړي د سولې روانه پروسه سبوتاژ او خنډونه یې پر وړاندې را پیدا کړي؛ ځکه دوی پوهېږي چې که سبا سوله راشي حتماً به همدا مظلوم ملت دوی له ګرېوانونو راکش کړي او د عدالت محکمې ته به یې ودروي.»
د سرنوشت په باور، ځینې کړۍ یوازې د سولې مخنیوی نه کوي، بلکې په افغانستان کې د یوه قوي دولت رامنځته کېدل هم نشي زغملی او دغه کړۍ د بهرنیو پر مټ په هېواد کې یو کمزوری نظام غواړي، چې همدغه کړۍ ورته سرخوږی جوړي او ددوی د جنایاتو څخه پرده پورته نه کړي.
ورځپاڼه په روانه اوونۍ کې د احمدضیاء مسعود او د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور هغه خبرو ته اشاره کړې، چې په شمال کې په خپلو خلکو وسلې ویشلي او دسولې د خبرو مخنیوی یې کړی او عطاء محمد نور د سولې خبرو ته شرطونه ایښي. د سرنوشت په باور، د سولې خبرو لپاره شرایط باید نه وي، ترڅو چې د سولې خبرې عملاً پیل شوي نه وي.
«هشت صبح» خپلواکې ورځپاڼې خپله سرلیکنه د ګډحکومت مشر اشرف غني ته ځانګړې کړې ده. هشت صبح لیکي« هېڅ ولسمشر به د خپل هېواد په حق کې داسې ونه کړي»
ورځپاڼه لیکي« د ګډ حکومت مشر اشرف غني څو ورځې وړاندې وویل، چې په افغانستان کې جګړه کورنۍ نه ده، بلکې دغه جګړه د سیمه ییزو هېوادونو پاکستان، چین او روسیې څخه را وارد شوې جګړه ده، چې په هېواد کې ورځ تر بلې ستونزې ډېریږي. ورځپاڼه پوښتنه کوي، چې تراوسه په دغه جګړه کې کوم روسی او چینايي نیول شوي دي او یا یې دلته حملې کړې وي؟
د هشت صبح په باور، د افغانستان په جګړه کې ټول ښکېل لوري افغانان دي او د ګډحکومت مشر اشرف غني باید په دې پوه وي، چې ددغه جګړې لامل بهرنی دی، خو جګړه کوونکي افغانان دي.
د سرخط په نامه دولتي ورځپاڼې خپله سرلیکنه« ایا ملي پولیس د شرم له فهرسته وتلی شي»؟ موضوع ته ځانګړې کړې ده.
سرخط لیکلي دي، د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې د «شرم فهرست» تر سرلیک لاندې خپور کړی دی. په دغه راپور کې د هغه دولتونو او ډلو نومونه یاد شوي، چې کوچنیانو سره بد سلوک پکې کېږي او ماشومانو څخه په جګړه کې کار اخلي. د سرخط په حواله، د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې د ۵۱ ډلو او د ۸ هېوادونو نومونه یاد شوي، چې له اتلس کلنۍ کم عمره ماشومان د جګړې په کرښه کې جنګیږي او افغانستان په دغه راپور کې اتم مقام خپل کړی دی.
له دې وړاندې هم د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ټولنې، بشرحقوقو او شمېر نورو نړیوالو ادارو په خپلو راپورونو کې ویلي وو، چې د افغانستان په اردو او پولیسو کې له اتلس کلنۍ کم عمره ماشومان هم شامل شوي دي او په وینا یې دغه کار د ماشومانو سره زیاتی دی.