کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ تله، ۱۴۰۲ل)
افغان حکومت ويلي، چې د اسرائیلي اشغالګرو له خوا د غزې په تړانګه کې د بشریت ضد او جنګي جرمونو مخه بايد ونيول شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپله رسمي «اکس اکاونټ» ليکلي، چې د وحشي اسرائیلي ځواکونو له خوا د غزې په تړانګه کې د اوبو، خوړو، درملو او بریښنا قطع کول، او ۱۴۳ ماشومانو او ۱۰۵ ښځو په شمول د ۷۰۴ ملکیانو شهیدانول، تر ۲۰۰۰ زیات ټپیانول او په قصدي توګه د ملکیانو کورونه، مسجدونه، روغتونونه او امبولانسونه په نښه کول جنګي او د بشریت ضد جرم ګڼل کیږي.
ښاغلي بلخي، د نړۍ په هیوادونو او نړیوالو سازمانونو، په اسلامي هیوادونو او په ځانګړي توګه په ملګرو ملتونو غږ کړی او غوښتنه يې کړې، چې په عاجله توګه د صهیونیسټي رژیم له خوا د داسې نسل وژنې مخه ونسیی چې متأسفانه د متحده ایالاتو او يو شمير اروپايي هیوادونو له خوا بشپړ ملاتړ له ځانه سره لري.


















