کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۲ل)
نن سهار شاوخوا پېنځه بجې د هرات ولایت د مر کز اړوند سیمې یو ځل بیا یوې زورورې زلزلې ولړزولې. د دغې زلزلې له کبله د ګلران، کشک رباط سنګي، زندهجان او غوريان ولسواليو خلکو ته زيات مالي زيانونه اوښتي دي.
د امریکا د زلزلې پېژندنې ادارې د زلزلې شدت د رېښتر په کچه ۶.۳ ښودلی دی. دا زلزله په مشهد کې هم احساس شوې. د هرات ښار له شاوخوا سیمو څخه هم ویل شوي چې په ځینو ځایونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي او د هرات – تورغندي لویې لارې په اوږدو کې د غره ډېرې برخې نړیدلې دي.
د هرات د حوزوي روغتون امبولانسونه اړوند سيمو ته رسېدلي او ویل کیږي، چې له ۵۰ ډېر کسان ټپیان دي او يو کس مړ شوی دی.
















