کابل ټکي کام (جمعه، ۲۱ تله، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې چې پر غزې تړانګې د اسراییلي اشغالګرو وحشیانه بریدونه دوام لري د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې القسام لېوا ویاند “ابوعبیده” د یو ویډیویي پیغام په خپرولو سره خبرداری ورکړی که اسراییلي نیواکګر پر غزې د ځمکنیو عملیاتو د پیلولو لیونتوب وکړي دوی یې ځپلو ته پوره چمتوالی لري.
ابوعبیده وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې صهیونیستي ریژیم غزې سره پر پوله زرګونه ځواکونه ځای پر ځای کړي او ګواښ یې کړی، چې ډیر ژر به د حماس تر کنترول لاندې پر دغې کوچنۍ سیمې ځمکني عملیات پیل کړي.
په ورته مهال الجزیرې تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د اسراییلو د پلازمینې تل ابیب په ګډون په ګڼو ښارونو د حماس توغندویي بریدونه په شدت سره روان دي چې تر ټولو ډیر ځپل شوي ښارونه یې سدیروت او عسقلان دي. اسراییلي رسنۍ وایي، چې عسقلان کې د اسراییلي پوځ او فلسطیني جهادیانو ترمنځ کوڅه په کوڅه خونړۍ نښتې روانې دي. له ښار څخه یې وګړي په تېښته دي او ښایي دغه ښار د فلسطیني وسله والو لاسونو ته ولویږي.
د ویلو ده چې د تیرې شنبې په ورځ د فلسطین د اسلامي مقاومت د ډلې “حماس” مجاهدینو د “طوفان الأقصی” په نوم په یهودي مېشتو سیمو هیښونکي عملیات پیل کړل چې د اسراییلي رسنیو په خبره تر اوسه پکې ۱۶۶۰ صهیونیستان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي. چې اسراییلو یې پر ځواب کې پر غزې تړانګې وحشیانه هوایي بریدونه پیل کړي چې تر دې دمه پکې سلګونو فلسطیني ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















