ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله
ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)
د جهاد او جګړې ترمينځ توپير
په سپيڅلي اسلام کې د اسلامي جهاد (جګړې) هدف د جګړې پاى ته رسول وي، اسلامي اردو او په عقيده مين اتلان يواځې په دې خاطر په جګړه ﻻس پورې کوي ترڅو د جګړې ټغر ټول شي، د امن امان د سولې او سلامتيا فضاء رامنځته شي او د هر ډول وسلوال تيري امکان له منځه ولاړ شي، کله چې د اسلامي دعوت په ﻻر کې حنډونه رامنځته شي په دغه صورت کې اسلام مؤمنو افرادو ته دستور ورکوي چې وسلې را واخلي او تر هغه وخته وجنګيږي تر څو حرب خپلې وسلې په ځمکه کيږدي، د حرب احتمال له منځه وﻻړ شي، تيرى پاى ته ورسيږي او د دعوت لمن پراخه شي، سر بيره پر دې چې وسلوال اسلامي جهاد د دعوت د ﻻرې موانع له منځه وړي، شر او فتنې ته خاتمه ورکوي او د دين د حاکميت لپاره زمينه برابره وي، د دين دلمنې د ﻻ خپراوي په برخه کې ځينې نړيوال اهداف هم لري او هغه دا چې په ګرده نړۍ کې به د شر او فساد له قواو سره مقابله کوي او بندګان به د بندګانو له عبادت څخه خلاصوي، او د خداى تعالى د عبادت خوا ته به يې را بولي، د هر راز محدوديت څخه پرته به په ګرده نړۍکې الهي دين حاکموي.
د جهاد حقيقت د قران په رڼا کې :
څه ډول جگړه او د څه لپاره؟
)وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبِّ الْمُعْتَدِينَ، وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ( [البقرة. (آية١٩٠ ١٩١]
ژباړه: د خدای تعالی په ﻻر کې له هغوکسانو سره چې له تاسو سره جګړه کوي وجنګيږئ او له ټاکليو حدودو څخه تيرى مه کوئ، ځکه خدای تعالیتيری کونکي نه خو ښوى، او وئې وژنئ په کوم ځاى کې يې چې بيا مومى اوباسئ دوى له هغه ځايه چې تاسې يې کښلي ياست او فتنه له وژلو څخه هم سخته ده، لوى خدای تعالیپه پورتني امر سره هر مسلمان وګړي مسلمانې ټولنې او ټول اسلامي امت ته امر کوي چې تيرى مه کوئ )خو مظلوميت هم مه منى( که چا در باندې تيرى کاوه تاسو سره جنګيدل تاسو هم جګړه ورسره وکړئ او ظالم له خپل کور، کلي او هيواد څخه چې تاسې يې ورڅخه را ايستلي ياست وباسئ، او ويې وژنئ چرته يې چې بيا مومى، او بايد چې وپوهيږى چې د قتل او مرګ له جنايت څخه بده پيښه دا وي چې مسلمانان له اسلام څخه شرک او ارتداد ته اړه ول کيږي.
په پورتني مبارک آيت کې مسلمانانوته تاکيداً امر کوي چې د خدای تعالی په ﻻر کې د اسلام پر اصولو متکي او د خدای تعالی د خوښۍ د تر ﻻسه کولو په خاطر وجنګيږئ.
دا جګړه بايد د خدای تعالی په ﻻر کې پر اسلامي اصولو مبتني جګړه وي خپل سري نه مني.
دا جګړه بايد هدفمنه وي، بې ځايه او له حکمت څخه خالي جګړه مقبوله نده.
دا جګړه بايد د سولې او امنيت لپاره وي، د عدم امنيت او نا ارامۍ فضاء رامنځته نکړي.
دا جګړه بايد د ظالم د ظلم د مخنيوي لپاره وي، هيڅ کله پکې ظلم او تيري ته اجازه ور نکړاى شي.
دا جګړه بايد د حقوقو د تحفظ او د خپلواکۍ د ساتلو لپاره وي، د محکوميت، محروميت او مظلوميت د ايجاد سبب نشي.
دا جګړه بايد دالهي احکامو د تنفيذ لپاره وي، په شخصي اغراضو هيڅ کله بناء نه وي.
دا جګړه يو داسې عبادت دى چې دنيوي او اخروي ستر اجرونه تر شا لري.
دا جګړه د مؤمنانو جګړه ده، د کفارو جګړه نده.
دا جګړه د خدای تعالید رضاء د حصول جګړه ده، هيڅکله د بل چاپه خدمت کې نده.
هوکې : دا جګړه ) جهاد فى سبيل الله ( يو مقدس عبادت او د اسلامي امت پر غاړه يوه خورا لويه فريضه ده، له پورتنی محتوى څخه دا ترﻻسه کيداى شي چې (جهاد فى سبيل الله) د ظلم، استکبار، استعمار پر وړاندې د عمل او نظر يوه اصولي مبارزه ده، د خدای تعالیپه ﻻر کې جهاد د خپلواکۍ د تضمين لپاره يوه عملي وسيله ده )جهاد فى سبيل الله( د نړيوالې سولې، امنيت، بشري مصئونيت او پايښت لپاره په نظري او عملي ډول يوه اصولي مدافعه ده )جهاد فى سبيل الله( د حق او ټولنيز عدالت د تامينولو په لار کې يوه ځانګړې طريقه ده، د خدای تعالیپه لاره کې جهاد پر مخلوق باندې د الهي حکم د نافذولو او د اسلامي دعوت په لارکې يوه عملي مبارزه ده، د خدای تعالیپه لار کې جهاد د عبادت يوه خورا ستره فريضه ده.