ژباړن: احسان الله سعد
بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ
الحمد لله و الصلوات و السلام علی رسولالله و علی آله و صحبه و من والاه
ګرانو وروڼو او خویندو!
ثنا او ستاینه دې وي خاص الله لره چې د کائناتو پالونکی دی.د الله تعالی دربار ته لاسونه لپه کوم او وایم چې زما دا کوچنۍ هڅه په خپل دربار کې قبوله او نافع علم را نصیب کړي.
خپلې خبرې د راند مؤسسې (RAND Corporation)د راپور په یوه برخه پیلوم چې د ( د منځلارو مسلمانانو د شبکو رامینځ ته کول) تر عنوان لاندې په 2007 خپور شوی راپور وایي” په اسلامي نړۍ کې چې اوس کوم جنګونه او نښتې روانې دي دا په حقیقت کې د ایډیالوژیانو تر مینځ جنګ دی او دا به په آینده کې د مسلمانانو راتلونکی او سرنوشت ټاکي” نو بناء اوس په اسلامي نړۍ کې د ایډیالوژیانو جګړه روانه ده.
د امریکا د دفاع وزارت په خپل څلور کلن دفاعي راپور کې وایي” امریکا په داسې یو جنګ کې ښکیل ده چې نظامي او ایدیالوژیکي دوه اړخونه لري. پدې جنګ کې به آخري بریا هغه وخت تر لاسه شي چې په مقابلو هیوادونو کې توندلاري نظریات او د هغوی غیر مستقیم ملاتړ کوونکي بې ارزښته او له کاره ولویږي.
لکه څرنګه چې د راند راپور او د امریکا دفاع وزارت څرګنده کړه چې په اسلامي هیوادونو کې یو ایډیالوژیک جنګ روان دی، نو د مسلمانانو موقف به د دې جګړې په وړاندې څه وي؟ راجع هغو کسانو ته چې غواړي اسلام داسې تطبیق کړي لکه څرنګه چې په پیغمبر صلی الله علیه و آله و سلمباندې نازل شوی او هغوی چې غواړي د اسلام د فرامینو سره انتخابي چلند وکړي. البته دا ایډیالوژیک مخالفت یو نوې پدیده نده بلکې پخوا وختونو کې هم د اهل حق(هغه چې په سمه لار روان دي) او منحرفو ډلو تر مینځ جګړې او تضاد موجود وو. د بیلګې په توګه په بني اسرائیلو کې داسې کسان وو چې په حق ولاړ وو؛ خو داسې کسان هم وو چې د هغه په اړه الله جل جلاله فرمایي: ”هغوي به د الله تعالی د کلام معناګانې تحریف کولې” سورت مائده ۱۳ آیه .
یعني هغوی د تورات او انجیل کلمات د خپلې خوښې په اساس تعبیر او تحریف کول. له دغو تغیراتو څخه ځینې به د وخت د حاکمانو د رضایت لپاره تر سره کېدل، څرنګه چې پوهیږو بنی اسرائیلو د بیلابیلو ملتونو تر سلطنت لاندې ژوند کړی دی. د بیلګې په توګه بنی اسرائیل یو وخت د رومیانو تر سلطنت لاندې وو او د هغه وخت رومیانو په هیڅ اسلامي دین عقیده نه درلوده همدارنګه یو وخت یې د بابل د پاچاهانو تر سلطنت لاندې ژوند کړی او هغوي هم کفار او بې دینه وو. د یوې واقعې مطابق چې په تفاسیرو کې هم راغلې د بني اسرائیلو علماوو د بابل یو پاچا ته د هغه د رضایت تر لاسه کولو په پار فتوا ورکړې وه چې کولای شي نا مشروع اړیکې وساتي. هغوی به د انسانانو د رضایت تر لاسه کولو لپاره د الله تعالی قوانین تغیرول، نو د دغو ایډیالوژیکو شخړو څخه د کفري نړۍ موخه څه ده دوی اصلاً څه غواړي؟ د US News and World Report ویب سایټ د راپور په اساس” واشنګټن د خپلو اشتباهاتو په تعقیب د 11 سپټمبر وروسته خپل جنګ یو ځل بیا پیل کړی. پدې لار کې امریکا د سیاسي تبلیغاتو یو لوی زنځیر چې د سړې جګړې وروسته یې مثال ندی لیدل شوی په لاره اچوي.
له ډله ایزو رواني عملیاتو او پټو تورو کارونو واخله بیا د رسنیو او متفکرینو تر ښکاره تمویل پورې دا ټول هغه څه دي چې واشنګټن یې نه یوازې د مسلمانانو د ضعیف کیدو لپاره کوي بلکې پدې لاره کې په میلیونونو ډالر لګوي.
یو ځل بیا وایم”امریکا هڅه کوي تر څو اسلام تغیر کړي!!! هغوی په ډیره سپین سترګي نارې وهي چې یوازې په اسلامي ټولنو کې تغیر نه غواړو بلکې په اسلام کې هم تغیر غواړو. فکر نه کوم چې بني اسرایلو به په خپله زمانه کې چې د الله تعالی کتاب یې تحریف کړی وو هم داسې په سپین سترګی نارې وهلې وي او نه به یې داسې بې شرمانه اعتراف کړی وي. مګر دوی بدون له ډار او ویرې نارې وهی چې موږ غواړو اسلام تغیر، موږ غواړو اسلام تغیر کړو.
مقاله په ادامه کې لیکي” واشنگتن په شاوخوا څلورویشت هیوادونو کې د منځلاري اسلام د خپراوي لپاره رادیویي او تلویزوني برنامې، د مسلمانانو په هیوادونو کې درسي مضامین، مسلمان متفکرین، ورکشاپونه او نور ښونیز پروګرامو تمویلوي”
دوی څوک دي ؟ او دا جرائت یې له کومه کړ چې موږ ته ووایي دا په اسلام کې شامل دي او دا ندي، حتی د امریکا ولسمشران چې کله ویناوې کوي موږ ته د اسلام په اړه خطبه او ویناوې کوي په ۲۰۰۲ کال کې بوش په خپله یوه وینا کې د اسلام په اړه وایي” اسلام داسې دین دی چې د یو ملیارد انسانانو د ارامي سبب شوی دی او د بیلابیلو نژادونو خلک یې یو د بل وروڼه ګرځولي دي، په حقیقت کې اسلام د محبت دین دی نه د نفرت”
که څه هم دا جمله حقیقت لري، پدې معنی چې واقعاً اسلام د یو ملیارد انسانانو د ارامي سبب شوی او د بیلابیلو نژادنو خلک یې یو د بل خویندې او وروڼه ګرځولي دي او لار ښوونې یې په مینه او محبت ولاړې دي نه په نفرت؛ خو ولې باید دا د بوش له خولې واورو؟ دا صلاحیت هغه ته چا ورکړی چې د اسلام په اړه موږ ته لیکچر راکړي؟ او همدارنګه بارک اوباما هم ویل چې اسلام د صلحې دین دی.
د اسلام په اړه د بوش په دې خبرو باندې ځینې مسلمانان خوښ وو، پداسې حال کې چې دا د مسلمانانو په اړه د کفارو له کبر او سپکاوي ډک نظر څرګندوي. هغوی فکر کوي چې مسلمانان یو غیر مسلمان ته ضرورت لري تر څو د اسلام حقیقت هغه ته بیان کړي.
راند چې ۱۶۰۰ کارمندان لري او یو غیر انتفاعي موسیسه ده، د امریکا دفاع وزارت ته تحلیلي راپورونه وړاندې کوي. نوموړې موسیسې پنټاګون ته د «نوی اسلام» په موضوع ډیرې مقالې لیکلي دي چې د دې لیکنې په جریان کې به ځینې دلته رانقل کړو.
د دې موسیسې د راپورنو څخه یو راپورد ( ډیموکراتیک مدني اسلام) تر عنوان لاندې نشر شوی، دا راپور د یوې یهودي میرمنې شرل بینارد لخوا چې د زلمي خلیل زاد میرمن ده نشر شوی، د دې خاوند خلیل زاد د امریکا په لوړو پوسټونو کار کړی نوموړی یو وخت په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر وو همدارنګه په عراق او افغانستان کې هم د امریکا سفیر پاتې شوی. د شرل بینارد د خپاره شوي راپور له عنوان څخه معلومیږي چې هغوی څه ډول اسلام غواړي او څه ډول اسلام په موږ باندې تحمیل کوي! حتی د خپل نظر تحمیل په خاطرخپل فوځونه رالیږي تر څو د هغوي اطاعت او پیروي وکړو؛ نو ټول مسلمانان باید سره یو ځای شي او د دغو ډول کړنو په وړاندې مبارزه وکړي.
د یاد راپور په پیل کې مسلمانان په څلور ډلو ویشلي دی: بنسټپال، دودپال، عصري(نوي) او سیکولران او دا ویشنه په لاندې ډول ترسره شوې ده:
« دا هره ډله د ځینې مهمو مسایلو په اړه چې نن سبا په اسلامي نړۍ کې مطرح دي لکه سیاسي او فردي آزادي، تعلیم، د ښځو وضعیت، د جزاء حقوق، عدالت، د تغیر او اصلاحاتو مشروعیت او د غرب په اړه خپل ځانګړی نظر لري»
اول: بنسټپال دا هغه کسان دي چې د لودیځ په ځانګړي توګه د امریکا په اړه انعطاف نه منوونکی دریځ لري. هغوي د لودیځ معاصر فرهنګ او ارزښتونه ردوي او یو سوچه اسلامي دولت غواړي ترڅو د هغه په رڼا کې خپل افراطي نظریات پلي کړي د هغوی اجتماعي واحد قوم، ملت ، ګوند او دولت ندی بلکې اسلامي ټولنه او اسلامي امت دی.
دوهم: دود پال دوی محافظه کاره ټولنه غواړي تمدن، اختراع او بدلون ته د شک په نظر ګوري دوی په مجموع کې منځلاري نظریات لري، دا بیا په دوو ډولونو محافظه کاران او اصلاح غوښتونکو ویشل شوي دي چې په خپلو کې هم د پام وړ تغیرات لري.
دریم: عصریان دوی غواړي اسلامي نړۍ د معاصر تمدن برخه شي، د دې لپاره چې اسلام د ورځنیو تغیراتو سره یوشان شي نو دوی هڅه کوي چې نوي تغیرات په اسلام کې راولي. دوی په اسلامي متونو او مناسکو کې په فعال ډول د تغیراتو غوښتنه کوي. همدارنګه دوی د اسلام په تاریخي سیر باندې زیات باورمند دي د تاریخي سیر معنا د دوی په اند داده چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په دوره کې د اسلام تطبیق له تاریخي شرایطو سره سمون درلود، خو له اوسنیو تاریخي شرایطو سره مطابقت نه لري.
څلورم: سیکولرستان غواړي چې په اسلامي ټولنو کې لکه څنګه چې په پرمختللو لويديځو ټولنو کې، دين د شخصي کارونو په ډګر کې محدود وي، د جومات او حکومت تر منځ فاصله رامنځته شي. د دوی په اند د مسلمانانو دغه ډله په دې عقیده ده چې دین باید د ژوند له شخصي اړخونو سره تړاو ولري او له حکومت او سیاست څخه باید لرې وساتل شي او د دوي په وینا کله چې یو اړخ د بل په چارو کې لاسوهنه او نفوذ وکړي، ستونزې رامنځ ته کیږي.
د دوی د خوښې مسلمان منځلاری مسلمان دی، مخکې له دې چې بحث ته دوام ورکړو راځی چې د دوی له نظره منځلاری مسلمان څوک دی؟ دوی په دې برخه کې مفصل کار کړی او د یوه منځلاري مسلمان د تعریف لپاره یې یو اوږد لیست چمتو کړی دی. لاندې موږ د دوی له نظره د منځلارو مسلمانانو ځانګړتیاوې وړاندې کوو.
د منځلاري مسلمان مشخصات
۱ د لودیځ ډیموکراسي منل
منځلاری مسلمان هغه څوک دی چې په ډیموکراسۍ او جمهوري نظام باور ولري. ځینې مسلمانان هڅه کوي چې د شوری (د اسلامي حکومتدارۍ سیسټم چې د مسلمانو له غوره شویو استازیو څخه جوړ دی او د مسلمانانو امیر د دوی سره د مسئلو او ستونزو په اړه مشوره کوي) پر ځای د “ډیموکراسۍ” کلمه وکاروي. دوی استدلال کوي چې د اسلام مشورتي نظام د ډیموکراسۍ طریقې ته ورته دی او له همدې امله موږ کولی شو د ډیموکراسي اصطلاح وکاروو، ځکه چې د دوي په اند لویدیځوال د شوری له کلیمې سره بلد نه دي خو د ډیموکراسۍ کلمه دوی ته زړه راښکونکې ده. د دې ترڅنګ د مسلمانانو دغه ډله وايي، چې په دې ډول حل لارې سره به له غرب څخه مرسته او ملاتړ ترلاسه کړي او له دې لارې به د اسلامي نړۍ استبدادي حکومتونه نسکور کړي.
۲ د قوانینو لپاره د غیر دینې منابعو قبلول
د دې معنا دا ده چې په ارادي توګه به د انسان په لاس د جوړو شویو قوانینو متابعت کوې همدارنګه د راند په راپور کې یادونه شوې وه چې( د منځلاري او تندلاري مسلمان تر مینځ فرق د شریعت په تطبیق کې دی) نو هر هغه څوک چې د شریعت(د الله تعالی جل جلاله رالیږل شوي قوانین) تطبیقوي هغه ته تندلاری او بنسټپال وایي او منځلاری مسلمان هغه دی چې د فرانسې ، بریتانیا او یا نور نړیوال قوانین قبلوي.
۳ د ښځو حقوقو او مذهبي اقلیتونو ته درناوی
موږ ټول د ښځو او مذهبي اقلیتونو په حقوقو باندې باورمند یو؛ خو د هغوي د تعریف په اساس نه د دوي د تعریف په اساس کله چې حکومت اسلامي حجاب په قانوني بڼه اعلان کړي دا تندلاریتوب دی او که مسلمانان په عیسویانو او یهودانو باندې جزیه وضع کړي دا هم تندلاریتوب دی.
۴ د ترهګري او غیر قانوني تاوتریخوالي مخالف
هغه مسلمانان چې له خپلې خاورې څخه دفاع کوي، د اشغال په ضد لکه سپر ودریږي او غواړي د اسلامي اصولو پر بنیاد باندې ژوند وکړي هغوی ته افراطګران وایي، خو منځلاری مسلمان چې د متحده ایالاتو فوځونو ته دعوت ورکوي تر څو د دوی په خاوره تیری وکړي، د بشر په لاس د جوړو شویو قوانیو څخه پیروي کوي او په خاوره یې چې کوم یرغل شوی دی د هغوی څخه د دفاع هوډ نلري. دې ته دوی مډرن اسلام او منځلاری مسلمان وایي.
بناءً هر هغه څوک چې دوي منځلاری مسلمان ورته وایي په حقیقت کې مسلمان ندی، موږ د پورته څلور ذکر شویو مواردو په وایو ځکه هغه موارد کفر دي نه اسلام نو بناءً هغوی ته د منځلاري مسلمان پر ځای زما په اند ( ګوښه شوي مسلمان) مناسبه اصطلاح ده.
هغوي د منځلاري مسلمان او تندلاري مسلمان د معلومولو لپاره یو پوښتنلیک لري چې د هغه په اساس نومرې ورکوي او تندلاری او منځلاری مسلمان ترې معلوموي.
لومړی سوال: آيا تاسو(فرد/ډله) د جهاد لپاره اقدام او ملاتړ کوئ ، کچیرې اوس د خشونت ملاتړ نه کوی نو آیا پخوا مو دا کار کړی دی؟ بناءً هغوی مو حتی هغه وخت هم نه پریږي چې د جهاد سره مخالفت څرګند ګړی که چیرې تاسو د جهاد د دوی په اند تاوتریخوالی سابقه ولرئ هم تاسو د هغه مسؤل بلل کیږئ.
دوهم سوال: له دیموکراسي څخه ملاتړ کوی، که مو ځواب هو وي نو دیموکراسي د فردي حقوقو په حیث تعرفولای شی؟
دریم سوال: د بشر د حقوقو څخه چې په نړیواله سطحه پیژندل شوي دی ملاتړ کوی؟
څلورم سوال: آیا د بشر د حقوقو په نړیواله اعلامیه کې په کومه ماده یا مادو نیوکه لرئ؟ د بیلګې په توګه د دینې آزادي اړوند بناءً که تاسو غواړی د ارتداد قوانین تطبیق کړی نو تاسو تندلاري یاست.
پنځم سوال: آیا فکر کوی چې د دین تغیر یو فردي حق دی؟ د بیلګې په توګه که چیرې مسلمان غواړي یهودي او یا عیسوي شي او یا هم غواړي چې د غوا، شادي او مار عبادت وکړي د دوي په اند هغوی باید دا حق ولري چې داسې وکړي.
شپږم سوال: آیا باور لری چې حکومت باید جنایي قوانین چې د شریعت یوه برخه ده تطبیق کړي؟
بناءً حدود باید جاري شي(حدود د حد جمع ده چې قانوني محدودیتونو ته وایي کوم چې په اسلامي عدالت کې جزا په پام کې ورته نیول شوې)
اووم سوال: آیا باور لری چې دولت دې مدنی قانون چې د شریعت یو برخه ده عملي کړي؟
آتم سوال: آیا باور لری چې غیر شرعي انتخابونه هم باید آزاد وي؟
په نړۍ کې هیڅ هیواد د قوانینو په ارتباط خپلو افرادو ته د انتخاب حق نه ورکوي، هلته د هر څه په اړه یو قانون موجود دی، خو اما دوی له مسلمانانو څخه د انتخاب غوښتونکي دي.
پوښتنپاڼه په ادامه کې لیکي…
نهم سوال: آیا باور لرئ چې مذهبي لږه کي(اقلیتونه) باید د یو مسلمان سره یو ډول حقوق ولري؟ آیا باور لری چې د مذهبي اقلیت له جملې څخه یو کس دې په یو هیواد کې چې اکثریت یې مسلمانان دي یو لوړه سیاسي چوکي او بست تر لاسه کړي؟
او زموږ ځواب پورته پوښتنې ته نه دي، هغوي نشي کولای یو لوړ رتبه دنده ترلاسه کړي، ځکه الله تعالی فرمایي( ای مؤمنانو! هغوی چې ستاسې په دین ندي نژدې دوست او د راز شریک یې مه جوړئ، ځکه هغوی ستاسو د فاسد کیدو دریغه نه کوي هغوی دا هیله لري چې تاسو په عذاب کې وی، هغوی ستاسو سره په ژبه خپله دښمني ښکاره کړې او هغه څه چې په زړه کې یې لري تر هغه څه ډیر خطرناک دي چې په ژبه یې وایي، موږ نښې او علامې په ښه شکل درته بیانوو، که چیرې تاسو عقل څخه کار اخلئ.(سوره آل عمران آیه ۱۱۸)
نو پدې توګه ذکر شوی آیت موږ ته اجازه نه راکوي چې یهودي او مسیحي دوست او مشاور ولرو یا هغه ته لوی مسؤلیتونه ورکړو.
لسم سوال: ایا په هغو هېوادونو کې چې استوگن یې اکثریت مسلمانان دي، دیني لږه کیو ته حق ورکوي چې خپلې ځانگړې عبادتگاوې جوړې کړي؟
اسلامي قوانین پدې اړوند وایي چې کولای شي د کلیساګانو او عبادت ځایونو څخه ساتنه وکړي، خو نشي کولای چې نوي عبادتځایونه جوړ کړي.
یوولسم سوال: هغه تقنیني نظامونه چې په کې قانون جوړونه په غیردیني اصولو او مبانیو ولاړه وي، مني که نه؟ پداسې حال کې چې دا موضوع کفر دی، خو دا هغه څه دي چې منځلاری مسلمان باید په هغه باور ولري.
اوس راشئ د شرل بینارد وړاندیزونو ته غوږ شی چې څه وایي:
لومړی: موږ باید د منځلارو مسلمانانو لیکنې په خپلو نقدي مرستو او یا کمو مصارفو چاپ او نشر کړو.
دوهم: هغوی تشویق کړئ چې د ځوانانو او اوریدونکو په ډلو کې لیکل وکړي. ځکه هغوی دا ډلې پیژني په اسلامي نړي کې داسې کتلې شته چې د حقیقتونو تفکیک وکړي، هغوي پوهیږي چې اساسي خطر د ځوانانو لخوا موږ ته متوجه دی ځکه ځوانان دي چې د حق لپاره ودریږي ابرهیم علیه السلام یو ځوان وو چې مجسمې یې تخریب کړې او همدارنګه د اصحابو کهف په کیسه کې هم د ځوانانو له رول څخه پوهیږو، د پیغمبر له سیرت څخه هم پوهیږو چې د هغه صلی الله علیه و آله و سلم لمړي یاران ځوانان وو، بناءً هغوی غواړي چې ځوانان د انحراف خواته یوسي.
دریم: خپل باورونه د اسلامي زدکړو په نصاب کې ځای پر ځای کړئ. دوی پدې مورد له دې وړاندې اساسي ګامونه اوچت کړي دي، هغوی په ډیری اسلامي هیوادونو کې د جهاد او شرعي حدودو د جاري کولو اړوند مسایل له نصاب څخه لري کړي دي، همدا موضوع په اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون، الازهر پوهنتون او د نړی په نورو پوهنتونونو کې په همدې ډول تطبیق شوې ده.
څلورم: بل وړاندیز دا کوي چې د اسلامي هیوادونو خلکو ته د نصاب او عامه پوهاوي له لارې د اسلام څخه پخوا وختونو فرهنګ او د اسلام څخه وروسته فرهنګ په آسانۍ سره ورسیږي. د بیلګې په توګه راځئ فرعوني تمدن را ژوندی کړو، راځئ د فرعونیانو په اړه بحث وکړو او له مثبت لیدلوري یې خلکو ته معرفي کړو، راځئ د هغوی د تمدن او لاسته راوړونو په باره کې بحث وکړو چې په هغه وخت کې هغوی تر لاسه کړې وې، راځئ د اسلامي تمدن په ځای د فرعونیانو تمدن ځای پر ځای کړو، راځئ له اسلام څخه پخوا زمانې محلي تمدنونه را ژوندي کړو، راځئ له اسلام څخه پخوا عربو او د هغوی په نشنلیزم باندې بحث وکړو، راځئ د شمالي افریقا د بربریانو په اړه وغږیږو، راځئ د رومیانو او یونانیانو په تاریخ بحث وکړو؛ په همدې خاطر ده چې په منځني ختیځ کې له اسلام څخه مخکې زمانې لرغون پیژندنې ته فوق العاده کار روان دی. هغوی په بین النهرین او مصر کې د فرعونیانو په زمانه باندې ډیر تمرکز کوي.
په یو شي باید پوه وو چې موږ باید له اسلام څخه په مخکې تاریخ هیڅ افتخار ونکړو؛ ځکه چې ټول یې جهالت وو او حتی د تمدن نوم باید هغه ته ورنکړل شي ځکه په هیڅ صورت سره هغه تمدن نه وو. هغه لار د جهنم او تارکیو لار وه او فرعون د شیطان الګو وه نوموړی باید د مثبت پدیدې په توګه یاد نشي. یو وخت حضرت محمد صلی الله علیه و آله و سلمله خپل لښکر سره د ثمودیانو(هغه قبیله چې مخکې د خدای جل جلاله په عذاب باندې هلاک شوي) په سیمه تیریدو ځینې اصحابانو غوښتل چې د ثمودیانو د کورونو پاتې شوي آثارو ته ورشي؛ خو رسول الله صلی الله علیه و آله و سلمد هغوی مانع شو ولې؟ ځکه نه یې غوښتل چې اصحابان هغه ځای ووینې ترې متاثر شي او اصحابانو ته یې وویل: د ثمودیانو کورونو ته مه داخلیږی یوازې هغه وخت داخلیدای شئ چې ژړا کوونکي او فریاد کوونکي وی( دوی په سرنوشت باندې) لدې څخه باید درس او عبرت واخستل شي او کله چې هغوي د ثمودیانو په منطقه کې د څاه څخه اوبه راوکښلې او په هغه یې اوړه و اخښل پیغمبر صلی الله علیه و آله و سلمورته وویل له دغه اوړو څخه یوازې حیواناتو ته ورکړئ پخپله یې مه خورئ او د ثمود له څاه څخه اوبه مه څښئ ځکه دا زموږ او کفار په مینځ کې د یو سرحد حیثیت لري.
پنځم وړاندیز: د تصوف د ترویج او پراخیتا تشویقول.په همدې توګه هغوی د تصوف(صوفیزم) د ترویج په اړه زیاتې هلې ځلې کوي، د دوی د ا هڅې د دې لپاره ندی چې ګواکي دوی د اصلي تصوف عاشقان دي بلکې د دې لپاره دي چې دوی وایي د تصوف موقف د جهاد په وړاندې دی ځکه هغوی په عدم خشونت باور لري. اما هغوي به د عمر المختار تصوف ترویج کړي او یا ځینې نور خوځښتونه چې د افریقا په شمال کې مینځ ته راغلي وو هغه دوی ته د قبول وړ دي؟ هیڅکله نه.
او وروسته د بنسټپالو سره د مبارزې تر عنوان لاندې ځینې نور پیشنهادونه لري.
لمړی: د غیر قانوني ډلو او فعالیتونو سره د هغوي اړیکه پیدا کول.
دوهم: د هغوي د تاوتریخوالی کړنو او پایلو ته عمومیت ورکول. اوس هم په جنګ کې خلک وژل کيږي او د هغوي په مینځ کې بې ګناه کسان شامل وي دا د جنګ طبیعت دی، خو بیا هم مسلمانان تر ډیر هڅه کوي تر څو د بې ګناه کسانو د وژل کیدو مخه ونیول شي. زموږ خوږ لارښود حضرت محمد صلی الله علیه و آله و سلمموږ ته پدې برخه کې واضیح اصول وړاندې کړي دي د بیلګې په توګه هغه کسان چې په جنګ کې دشامل نه وي له زاړه، ښځې او راهبان هغه باید ونه وژل شي، ونې او نباتات باید پرې نشي او ونه سوځول شي. د دوی مطلب دا دی چې هغه غیر مترقبه او تصادفي پیښې له لوري رامینځ ته کیږي هغه باید جدي ونیول شي او تر هغه حد باید په رسنیو کې نشر شي چې عام خلک د مسلمانانو او او مجاهدینو له اعمالو څخه متنفر او بیزاره شي. د بیلګې په توګه که چیرې اتفاقاً د مجاهدینو د جهاد په پایله کې یو یا دوه ملکي افراد ووژل شي نو دوی دا موضوع ډیره لویوي او دخلکو په سترګو کې یې د بشر ضد جنایت تلقي کوي او مسلمانان او مجاهدین ترهګر معرفي کوي. خو کله چې امریکا، ناټو او بل متحد یې د اوسیدو ځایونه، کلي، مکتبونه، شفاخانې او د ودونو مراسم بمبارد کوي په هغه کې ماشومان، ښځې او زاړه وژني پدې اړوند باید هیڅ خبر نشر نشي او د خلکو له سترګو پټ وساتل شي او که چیرې خلک ترې خبر شي هغه باید یو عذر په شکل مطرح شي او مسئله همداسې غلې شي، د بیلګې په توګه داسې وویل شي چې په دغه کلي کې تروریستان پټ وو او یا هم د یو بل عذر په بهانه له مسئلې څخه تیریږي. عام خلک چې زیاتو معلوماتو ته لاسرسی نلري په همدې باندې باور کوي. تاسو سوریه وګورئ چې په یو بمبارد کې یې ۵۰۰ ماشومان شهیدان شول ولې تاسو به ډیر په ندرت سره له دغه جنایت څخه خبر شوي وی. د دوی تبلیغات دومره مؤثر دي چې اوس ډیری خلک داسې فکر کوي چې مسلمانان تند لاري دي او د انسانانو له وژلو څخه خوند اخلي.
په عراق د امریکا د یرغل او اقتصادي بندیزونو په پایله کې یو میلیون کسان ووژل شول، یو نسل یې د غربت سره لاس او ګریوان شو او په میلیونونو کسان په خطرناکو ساري ناروغیو اخته شول، همدې ته ورته پیښې په افغانستان، لیبیا، یمن، سوریه او نورو هیوادونو کې جریان لري؛ خو بیا هم امریکا او ناټو قهرمان او مسلمانان تروریستان بلل کیږي.
دریم:په یو بل وړاندیز کې وایي چې د بنسټپالو او تندلارو خشونت ډوله اعمالو ته هیڅ احترام مه لرئ تر دې عنوان لاندې لیکوال لیکي: هغوی د بې غیرته، ډارنو او رواني ناروغانو په ډول معرفي کړئ نه د بدو قهرمانانو په څیر. سبحان الله حقیقت خو دا دی چې که حتی دښمن دې هم ځینې ښه صفتونه درلودل هغه باید تقدیر شي د بیلګې په توګه که دې دښمن باجرئته او غیرتي وو هغه باید یاد شي که څه هم هغه زموږ دښمن دی خو دا حقیقت چې هغه باجرئته دی باید یاد شي. تر مخکې کلونو پورې به غربیانو د صلاح الدین ایوبي د شجاعت او زړورتیا یادونه کوله که څه هم یو د بل دښمنان وو؛ خو نن په ډیره بې شرمي سره هغوی خپلو پیروانو ته وایي چې د دښمن له شجاعت او ټولو ښیګڼو څخه سترګې پټې کړي او هغوي بیغرته، بې زړه او رواني ناروغان معرفي کړي.
د راپور د لیکوونکې(بینارد) د خبرو مطابق مسلمانو مبارزینو ته په هیڅ احترام مه قائل کیږي حتی هغوي شیطاني قهرمانان مه معرفي کوي بلکي بې جرئته او ډارن یې معرفي کړئ چې عام خلک ورڅخه متنفر شي. سبحان الله زه نه پوهیږم چې څنګه امکان لري چې اسرائیلي سرباز چې د مرمۍ ضد واسکټ په تن لري، اوسپنیزه خولۍ یې پر سر ده د خاورو او ریګ له ډکو بوجونو شاته یې سنګر نیولی او دفلسطیني ماشومانو د ډبرو له ګوزارونو تښتي قهرمان او فلسطینی ماشوم چې اسلحه یې ډبرې شکیدلی لباس یې په تن او تر غاښونو پورې مسلح اسرائیلي سره جنګیږي ډارن او بې جرئته وبولو! او همدارنګه څنګه مو دا عقل مني چې امریکایي عسکر چې په زغره والو ټانګونو کې ناست دي د مجهزترینو طیارو څخه استفاده کوي د مرمي ضد لباس یې په تن دی او مسلمانان د خالي لاس او عادي اسلحو سره ډارن او بې زړه وبولو او بالاخره څرنګه کیدای شي چې هغه مسلمان چې د شهادت په نیت په شور او شوق سره د خپل بادار د ملاقات لپاره الله تعالی ته ځان سپاري او په خوشحالي سره د اعدام کړۍ ته ور روان دي او له هیڅ شي څخه نه ډاریږي ډارن وبولو دا هغه څه دي چې نن په رسنیو کې آوریدل کیږي او ځینې مسلمانان یې هم لکه طوطیان ورسره تکراروي.
لیکواله په ادامه کې لیکي: ژونالیستان تشویق کړئ چې د تندلارو مسلمانانو د فساد قضیې، تورونه او منافقتونه نشر او رسنیز کړي. یعني که چیرې یو مسلمان کس یو کوچنی جرم وکړي د هغه قیصه فاش کړئ او عمومي یې کړي. شاید دا بهتر وی چې لیکوالې لیکلي وای چې رسنۍ باید په ښکاره ډول جعلي دوسیې جوړې کړي او هغوي رسوا او بې اعتباره کړي تر څو د هغه په ضد په محکمو کې دعوې وشي او هغوي زندانیان شي دقیقا همدا کار يې په امریکا کې د امام جمیل امین سره وکړ او هغه یې په عمري بند محکوم کړ، د مسلمانو فعالینو په اړه داسې ډیرې بیلګې شتون لري او هغوی یې په احمقانه بهانو له صحنې لرې کړي دي.
په یو بل راپور کې چې د US news and World ویب سایټ په وسیله خپور شوی وایي: CIA یا د امریکا استخباراتي سازمان په بیلا بیلو طریقو او لارو ډیرې پیسې مصرفوي تر څو د امریکا په وړاندې د مبارزې مخه ونیسي او کرایي مبلغین ونیسي تر څو د امریکا په ګټه او د مجاهدینو په ضد تبلیغات وکړي که چیرې مو ولیدل چې فلانی ملا د اسلام تبلیغ کوي او یا فعال مسلمان دی نو پس تاسو بل ملا ته پیسې ورکړی او یا یې رامینځ ته کړی تر څو د مخکیني ملا خبرې تقبیح کړي او د هغه په خلاف خبرې وکړي. یعني لکه څرنګه چې مسلمانان واقعي علما او قهرمانان لري موږ هم جعلي علماء او قهرمانان جوړو، وګورئ په افغانستان کې موږ تاسو د امریکا د پیسو په وسیله د لسګونو جوړو شویو علماوو او قهرمانانو شاهدان وو چې واقعي دین یې تحریف کولو او د کفر په ګټه یې د اسلام له ادرسه تبلیغ کولو یا هغه عالمان وګورئ چې پخوا وختونو کې یې د عین دښمن سره جنګ کولو خو امریکایان په بله څېره کې هماغه دښمن یې د صلح، امیت او بشریت ضامن معرفي کولو او ورسره شریکان وو.
لیکواله په ادامه کې لیکي د بنسټپالو مسلمانانو تر مینځ ډلې ټپلې جوړې کړئ.
مسلمانانو خویندو او وروڼو! موږ مسلمانانو یوازې د امریکا د جنګ او تجاوز قرباني نه یو بلکې د هغوي د دروغو او فریبونو قرباني هم یو، زموږ د وروڼو په اړه موږ ته دروغ وایي تر څو له هغوي څخه نفرت وکړو یو له بل څخه جدا شو او یو د بل په وړاندې وجنګیږو کله چې زموږ وروڼه د الله د دین د لوړولو ناره پورته کوي دوی موږ ته په سلګونو دروغ نشروي تر څو د هغه سره یوځای نشو، وایي جاسوس دی، د فلاني هیواد پروژه ده، د فلاني هیواد څخه پیسې اخلي، بې ګناه انسانان وژني تر څو له هغه څخه نفرت وکړو لکه د شل کلن اشغال په وخت یې چې په اسلامي امارت پسې په سلګونو دروغ نشرول خو وخت هر څه ثابت کړل. الله تعالی جل جلاله د حجرات سورت په ۲۶ آیت کې فرمایي: که چیرې فاسق تاسو ته خبر راوړي اول پلټنه وکړي، نو بناءً لمړی باید د فاسقو رسنیو د اخبارونو او راپورونو په اړه سم تحقیق وکړو او د حقیقت له پوهیدو وروسته تصمیم ونیسو.
د سپټمبر د ۱۱ له پیښې وروسته تاسو وګورئ چې د تروریزم سره د جنګ تر نامه لاندې هغوی څومره اسلامي هیوادونه وران کړل، په میلیونونو خلک یې شهیدان کړل او زموږ آبادې ځمکې یې ویرانې کړې خو بیا هم بایلونکي دي او فتح به د مسلمانانو په نصیب وي دا د الله تعالی جل جلاله وعده ده. الله تعالی جل جلاله د سوره انفال په ۳۶ آیت کې فرمایي: د خدای جل جلاله دښمنان به ډیره شتمني او ثروت مصرف کړي تر څو خلک د الله تعالی له لاري واړوي خو پښیمانه به شي او دوزخ یې ځای دی.