حسان مجاهد
رسول الله ﷺ فرمايي: هغه څوک چې خپل نېک اعمال(دنېکو اعمالو خبرې) په خلګو اوري، الله تعالی به يې ور واوروي او څوک چې خپل نېک اعمال په خلګو ویني، الله تعالی به يې ور وویني[بخاري ج ٢ باب الرقاق]
محدثینو ددغه حدیث څلور ډوله تشریح کړې ده:
١_ الله تعالی به د رياکار نېک اعمال په دنيا کې خلګو ته ور وویني، خو په آخرت کې به يې هيڅ ثواب په برخه نه وي.
٢_ الله تعالی به په آخرت کې رياکار ته خپل ټول نېک اعمال ور وویني، خو ثواب به ځيني وګرځوي.
٣_ الله تعالی به په آخرت کې خلګو ته د رياکار اعمال ور وویني چې دغه سړي په دنيا کې زما لپاره نه، بلکې د خلګو لپاره اعمال کاوه.
٤_ په رياکار که تر یو وخته د خلګو هر ډول ښه ګمان وي، خو اخر به يې الله تعالی خلګو ته رسوا کوي چې دغه سړی رياکار دی.
ریا څه ته وايي؟
خپل عبادت خلګو ته ددې لپاره ښکاره کول چې هغوی دده درناوی او ستاینه وکړي؛ دې ته ریاء ويل کېږي او که څوک له عبادت پرته نور کارونه خلګو ته د همدې هدف لپاره ور ویني لکه خلګو ته خپله ځیرکتیا، شاعري، مالداري، دنیوي أسباب، او…. ښیي، دې ته ریاء نه ويل کېږي، البته دې ته فخر او تکبر ویل کیږي چې دا هم د ریاء په شان خطرناک مرض دی.
د ریاء صورتونه
١_ یو عبادت سراسر د خلګو لپاره وي او د الله تعالی لپاره په کې هيڅ نيت نه وي لحاظ.
٢_ په یو عبادت کې د خلګو نيت هم وي او د الله تعالی نيت هم وي خو د خلګو لپاره نيت غالب وي، يعني په یو کار کې هم د ثواب نيت وي او هم د خلګو، خو که خلګ نه وي بيا عبادت نه کوي.
٣_ په یو عبادت کې د خلګو او الله تعالی نيت دواړه یو برابر وي.
٤_ په عبادت کې د خلګو نيت نه وي، بلکې نیت د الله تعالی لپاره وي، خو د خلګو په ليدلو خوشحاله کیږي.
٥_ په عبادت کې د خلګو نيت نه وي، خو که په عبادت يې خلګ وویني؛ نو په دغه نيت نه شي خوشحاله چې خلګ به مي صفت او عزت وکړي، بلکې خوشحاله له دې امله شي، چې اوس که يې پټ په ګناه ليدلای وای. د ریاء لومړی درې صورتونه مردود دي، په څلورم کې د ثواب امید شته او پنځم غوره صورت دی.
دریاء ډولونه
١_ په بدن کې ریاء: د مثال په توګه؛ یو څوک ځان ډنګر کړي او خلګو ته په پام کې دا ورکوي چې زه د ډېر عبادت له امله دومره ډنګر شوی یم.
٢_ په شکل کې ریاء: دمثال په توگه؛ یو څوک ځان په سنت طريقه برابر کړي، اوږده کالي، لوړې پايڅې، اوږده ږيره، زړې جامې، ببر سر او سترګې سرې، دا ټول په دغه نيت چې خلګو ته ځان ښه سړی معرفي کړي.
٣_ په خبرو کې ریاء: د مثال په توگه؛ یو څوک حديثونه، عبرتناکه کیسې او د بزرګانو خبرې يادوي او په هر مجلس کې یې په دغه نيت بيانوي چې خلګو ته ځان نېک او عالم سړی معرفي کړي.
٤_ په عمل کې ریا: چې په عبادت کې الهي نيت له سره نه وي او عبادت سراسر د خلګو لپاره وي.
٥_ په تعلق کې ریا: د مثال په توگه یو څوک له نیکانو او علماوو سره تعلق ساتي، یا هغوی خپل کور ته را بولي او یا دی دهغوی مجلسونو ته ورځي او په دغه ډول تعلق سره خلګو ته ځان ښه سړی ور پيژني.
د ریا علاج
د ریا کار هدف دا وي چې خلګ زما درناوی او ستاینه وکړي؛ نو د ریا یوازینی او غوره علاج دا فکر کول دي چې که د نړۍ ټول خلګ ما په نیکو کړنو وستايي او دغه کړنې الله تعالی ته د قبول وړ نه وي؛ نو ددوی ستاینه به ماته په آخرت کې د ذرې په اندازه ګټه ونه ورسوي او که ددنيا ټول خلګ ما په داسي حال کې وغندي چې زما نيکې کړنې الله تعالی ته قبولې وي؛ نو ددوی غندنې او غيبتونه به ماته هيڅ زيان ونه رسوي.