پر يمن د امريکا بريد او سيمې ته يې ناوړه پايلې؟!

د غزې له غميزې دا دی له ۱۰۰ ډېرې ورځې تېرېږي، اسرائيلي اشغالګر د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف وحشتونه ترسره کوي او ورځ تر بلې د شهيدانو، زخميانو او بې کوره وګړو شمېر زياتېږي.
نړيواله ټولنه او په ځانګړي ډول لوېديځ، چې تل د‌ بشري حقونو ښايسته شعارونه زمزمه کوي، د دې پر ځاي چې د دغه ناوړه حالت مخنيوی وکړي، په ډېره سپين سترګۍ د اسرائيلو ملاتړ کوي او نه غواړي چې دغه جګړه دې پای ته ورسېږي.
د سيمې هيوادونو او په ځانګړي ډول منځني ختيځ کې مهمو مسلمانو هيوادونو هم له توقع ډېر پڅ او نا مناسب دريځ نيولی او همدا لامل دی، چې د غزې جګړه يو داسې خونړي حالت ته ورسېده. د امريکا په مشرۍ لوېديځ نه يوازې د غزې د جګړې او په مجموع کې د فلسطين په قضيه کې د اسرائيلو سياسي او نظامي همکاري کوي، بلکې دا دي، مخامخ يې په دغې جګړه کې ځان دخيل کړ او پر يمن يې پوځي بريدونه پيل کړل.
دغه بريدونه به د منځني ختيځ لا له وړاندې خراب وضعيت لا ډېر پيچلی کړي او د فلسطين او اسرائيلو جګړه به د سيمې نورو هيوادنو ته وغځوي. اوس هم دغه جګړه لبنان، عراق او دا دی اوس يمن ته غځېدلې ده.
د سياسي چارو د کارپوهانو په باور که څه هم دغه حالت به د امنيت او اقتصاد په برخو کې د اسلامي هيوادونو په زيان وي، خو په مجموع کې به د فلسطين قضيه راژوندۍ کړي او نړۍ به اړه شي، چې دغې ستونزې ته د حل يوه داسې لاره وګوري، چې د فلسطينيانو لپاره د يو خپلواک دولت جوړښت ته لاره هواره کړي او فلسطيني ملت د اشغال شويو سيمو واګي بيا ترلاسه کړي.
که اسلامي نړۍ په دغې جګړه کې خپل ديني او اخلاقي مسئوليت درک او ترسره کړي، نه يوازې د جګړې رخ د فلسطيني ملت په ګټه بدلولی شي، بلکې پر سيمه يې نفوذ او واک هم پراخېږي او له خپلو منابعو په ګټې اخيستنه کې هم خپلواکي ترلاسه کولی شي.

مربوطه مطالب

Back to top button