لیکنه: مولوي محمد ادریس عاصم
په دې کې شک نشته چې د وفات شویو تذکره او حالات بیانول دهغوی یاد راژوندی کوي، ویل کیږي مات میت والذکر یُحییه . انسان مړ شو خو یاد یې بیرته راژوندی کوي.
شمس الدین محمد بن عبدالرحمن السخاوی فرمایي: من ورخ مومنا فکانما احیاه. چا چې د مومن تاریخ ولیکه دا داسې ده لکه هغه یې چې راژوندی کړی وي او چا چې یې تاریخ ولوست لکه ملاقات یې چې کړی وي.
مونږ الحمد لله په وطن کې په هر ډګر کې داسې علمي، سیاسي او جهادي څیرې لرو چې باید یادونه یې د تاریخ په زرینو کرښو ولیکل شي ، د همدې توریالانو او نومیالیو له قطار څخه یو هم زموږ ګران او مشر استاذ محترم شیخ الحدیث والتفسیر نعمت الله نعماني دی.
شیخ الحدیث مولوي نعمت الله نعماني د مرحوم شیر ګل زوی په خټه اخندخیل د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالی د دوبندي سیمه کې دې دنیا ته سترګې وغړولې، له هجرت روسته یې د اضاخیلو په کیمپ کې دښوونځي ابتدایي صنفونه ولوستل او بیا یې په دیني درسونو پیل وکړ، په کال ۱۹۸۷ میلادی کې یې د شهید نصرالله منصور په مدرسه نورالمدارس کې داخله وکړه، له یو کال درسو روسته یې په کال ۱۹۸۸ کې د چراټ په مشهورې مدرسې جامعه محمدیه کې داخله وکړه او له مشهورو استاذانو لکه شیخ الحدیث قدوس جان آغا، شیخ الحدیث مولوي محمد صادق رحمه الله، شیخ الحدیث نورمحمد ثاقب، شیخ الحدیث فضل الرحمن فضلي صاحب، الشیخ سید قریش بابا، مرحوم قاضي محمد امین صاحب او له نورو نامورو استاذانو زده کړې تر سره کړې چې شیخ صاحب د نوموړو په خاصو شاګردانو کې یادیده.
د لویې دورې لپاره یې د سیمې مشهورې مدرسې جامعه حقانیه کې داخله وکړه او په کال ۱۹۹۳مـ کې چې له ۱۴۱۳هــ سره سمون خوري له شیخ الحدیث مفتي محمد فرید رحمه الله څخه د حدیثو سند تر لاسه کړ.
شیخ صاحب په تصوفو کې د نقشبندې سلسلې بیعت د نوښار ضلعې پیر سباق کلي له محترم پیر صاحب لوی صوفي او عالم عبدالسلام رحمه الله څخه کړی و، چې تر اوسه پورې یې د هغوی له خاندان سره یو ځانګړی تعلق قایم دی.
د شیخ صاحب د وینا له مخې چې مونږ دری ملګري چې هغو کې شهید مولوي محمد خوشحال ملنګ هم و له حقانیې به د سه شنبې په شپه پیرسباق ته راتلو او مرحوم پیر صاحب به مونږ ته په یوه ځانګړې خونه او وطاق کې مکتوبات شریف لوستل.
له فراغت روسته نوموړی د شیخ الحدیث قدوس جان آغا او شیخ الحدیث محمد صادق رحمه الله په توسط باندې په لومړي کال په جامعه محمدیه چراټ کې مدرس وټاکل شو چې ورسره یې د امامت دنده هم تر سره کوله.
شیخ صاحب چې سر له وخته به یې مطالعه او درس کې له ډېر زیار څخه کار اخستلو او په پوره تحقیق سره به یې درسونه لوستل چې په همدې توګه ډیر زر د استاذانو د توجو وړ وګرځېد.
د افغانستان اسلامي امارت چې کله په لومړي ځل واکمن شو، نو شیخ صاحب د علماوو په غوښتنه د تدریس لپاره جلال اباد ته ولاړ او هلته یې د درونټې په مشهورې جهادي مدرسې کې تدریس پیل کړ، له دوه کاله درس روسته بیا د خوګیاڼیو ولسوالی کږې سیمې ته د درس لپاره ولاړ چې څه موده یې هلته تدریس وکړ او بیا د ملا عبدالسلام راکټي په غوښتنه د جلال اباد قول اردو مدرسې ته ولاړ چې په همدغه وختو کې په افغانستان باندې غربیانو یرغل راوړ او شیخ صاحب هم دهجرت کاله ته راستون شو.
شیخ صاحب په لومړیو کلنو کې داضاخیلو دکیمپ په یوه جومات کې د تکمیل درس پیل کړ چې په دغه کتابونو کې یې ډیر زیات شهرت درلود چې هر مهال به ورسره نږدې پنځه سوه طالبان په درس کې شریک ول.
داضاخیلو په کیمپ کې چې د شیخ صاحب امامت هم و، ورسره یې د مولوي محمد داود جلالی شهید په مدرسه منهاج العلوم کې درس پیل کړ چې د وړې دورې درسونه یې شروع کړل.
د وړې دورې له شپږ کاله تدریس وروسته یې لویه دوره شروع کړه چې سږکال یې د دورې شپاړسم کال و. شیخ صاحب به د کال درسونه چې خلاص کړل نو بیا به یې په رخصتیانو کې وړه دوره هم درسوله، چې په همدې ډول شیخ صاحب ۲۲ کرته وړه دوره او ۱۶ کرته لویه دوره درس کړله، او ډېر ځله به یې رمضان کې د تفسیر دوره هم ترسره کوله.
په اضاخیلو باندې له سیلاب روسته شیخ صاحب د کاهي مشهورې مدرسې سراج الاسلام ته وغوښتل شو او هلته یې څلور کاله د شیخ الحدیث په صفت د لویې دورې درس وکړ او بیا یې
په دې ورستیو کلونو کې د کوهی اضاخیلو په مسلم سټی کې د منبع العلوم مدرسې بنیاد کېښود چې تر سږکال پورې یې په یو سره ځانته د دورې کتابونه ټول درسول.
د شیخ صاحب علمي اوچتوالی او خواري له هیچا هم پټې نه دي ، دشیخ صاحب د درسونو په ښکیلتیا یواځې هغه څوک پوهیدای شي چې چا ورسره درس ویلی وي، لویه او وړه دوره یې په سیمه کې ډېره زیاته مشهوره وه چې سږکال هم ورسره په لویه دوره کې ۶۲ عالمان فارغ شول او په وړه دوره کې همدا اوس مهال ورسره ۱۷۰ طالبعلمان شریک ول چې قضا الهي رامخته شوه او دا درسونه په نیمایی کې نیمګړي پاتې شول.
د شیخ صاحب د درسونو پابندي ډیره زیاته مشهوره وه تر دې چې ویل کیږی شیخ صاحب د خپلې همشېرې د جنازې په ورځ هم درسونه لوستلي و او بیا جنازې ته تللی و.
که به څومره هم مریض و نو درسونه یې نه قضا کول او نه یې ستړیا ظاهروله بلکې په پوره شوق او ذوق سره به یې درسونه لوستل چې ان د مرګوني مرضتیا څخه دوه دری ورځې مخکې یې هم درسونه لوستلی وو.
شیخ صاحب په سیمه او قوم کې یو مدبر، زیرک، هوښیار او د قوم په نبض پوی عالم و چې ټول اولس ته ډېر قدردان و.
شیخ صاحب له یوې لنډې مریضتیا روسته خپل روح خالق ته په داسې حال کې وسپاره چې په خوبونو کې ورته له حقیقی مالک سره د ملاقات تذکرې شوې وې اود پنجشنبې په سهار په 11 دجنوری کال 2024 یې له دې فاني دنیا څخه د ۵۴ کالو په عمر په داسې حال کې سترګې پټې کړې چې په ژبه یې د الله، الله کلمه په جهر سره جاري وه.
انا لله وانا الیه راجعون
روح دې ښاد او یاد دې تل وي.
۱۲/۱/۲۰۲۴