د لويو سيندونو، حاصلخېزو ځمکو، شنو غرونو او قيمتي معدنونو تر څنګ؛ افغانستان ته الله تعالی ډېر با ارزښته او قيمتي موقعيت ورکړی، داسې موقعيت چې که سم کار ترې واخيستل شي، تر هر څه زياته ګټه له خپل موقعيته تر لاسه کولی شو. احمدشاه بابا (رحمه الله) چې موږ ته کومه سيمه د افغانستان په نوم را پرې ايښې، هغه کې د هېڅ شي کمی نشته، سمندر ته هم لاره لرو او وچه کې هم له ګڼو هېوادونو سره نښتي يو، خو دا زموږ کمزوري ده، چې اوس زموږ نيمه ځمکه (پښتونخوا) زموږ له لاسه وتلې او په دې سره مو د سمندر لاره له لاسه ورکړې، مګر سربېره پر دې؛ زموږ اوسنی موقعيت بيا هم انتهايي قيمتي او ارزښتمن دی.
هو! زموږ د هېواد موقعيت د نړۍ په نقشه کې دومره زيات ستراتيژيک اهميت لري، چې که موږ ترې کار وانخيست، نور خلک یې د اشغالولو او کار ترې اخيستلو هڅه کوي. يعنې یا به خپله موږ له خپل موقعيته سالمه استفاده کوو او يا به همدغه موقعيت زموږ لپاره اور جوړېږي.
له بده مرغه موږ تر اوسه نه يو توانېدلي، چې له خپل موقعيت او نورو خدای راکړو نعمتونو څخه سالمه استفاده وکړو، له همدې امله موږ هېڅوک ارام ته نه پرېږدي. په تېره شاوخوا يوه پېړۍ کې درې ځله پر موږ يرغلونه شوي او په دې وروستي ځل خو تقريباً د ټولې نړۍ راسره جګړه وه، ځکه چې ټول پياوړي هېوادونه هڅه کوي، چې خپل اهداف له دې خاورې تعقيب او تر لاسه کړي.
له انګرېزانو څخه تر خپلواکۍ تر لاسه کولو وروسته موږ نسبتاً ښه روان وو، خو د پرمختګ سرعت مو بيخي کم و، آن دومره کمزوري وو، چې تقريباً په ۶۰ کلونو کې هم موږ ونه توانېدو چې خپل نظام مستحکم او هېواد مو له احتمالي خطراتو څخه په امن کړو. تر دې چې شورويانو په ډېره اسانۍ وکولی شول، چې خپل لاسپوڅي زموږ په نظام کې د ننه او پوځي کودتا ته زمينه برابره کړي او بيا خپله مستقيماً يرغل وکړي. بيا مو له ډېرو زياتو تکاليفو او زيانونو وروسته له شورويانو څخه هم بيرته ازادي تر لاسه کړه، خو متأسفانه چې د آزادي غوښتونکو مجاهدينو ډلې متعددې وې او واحد قيادت یې نه درلود، نو له همدې امله د شوروي ځواکونو له ماتې وروسته په خپلو کې نه سره جوړېدل، خپلو کې سره ونښتل، هغه نادودې یې وکړې، چې خلک یې تر ننه ښکنځي او رټي، بالاخره له کندهاره ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله راپورته شو، د طالبانو تحريک یې جوړ او ورو، ورو يې پر ټول هېواد واکمني تر لاسه کړه، کراره کراري شوه، خو اسلامي امارت ته هم د نظام د استحکام او پرمختګ فرصت پاتې نه شو، ډېر ژر له غربه د صليبي يرغلګرو يو لښکر راپورته شو او افغانستان يو ځل بيا اشغال شو. شل کاله له صليبي يرغلګرو سره وجنګېدو او ايله مو هغوی هم مات او بيا مو آزادي تر لاسه کړه. اوس نو الله تعالی موږ ته یو بل فرصت راکړ، خو دا له موږ پورې اړه لري، چې له دغه فرصته څنګه او څومره استفاده کوو؟
البته دغه ټولې جګړې او ناخوالې يوازې له همدې امله راپېښې شوې، چې موږ قوي او مستحکم نظام نه درلود او له خپل موقعيت څخه مو سمه استفاده نه وه کړې، نو هغه خپل ښايست بېرته له موږ پورې اور شو، هر يرغلګر غوښتل چې دغه موقعيت په خپله ولکه کې راولي.
په هر صورت؛ اوس چې الله تعالی موږ ته یو بل فرصت راکړی، بايد چې دا ځل يوه شېبه غفلت هم ونه کړو، له تېر تاريخ څخه پند واخلو، د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټې وپالو او په خورا اخلاص او جديت کار ته مټې راونغاړو. موږ بايد د کلونو کار په مياشتو او د مياشتو کار په اوونيو کې وکړو، موږ سره وخت بيخي کم دی، که مو په دغه لنډه موده کې ځان قوي نه کړ، خدای مه کړه؛ ښايي بيا له کومې بلې ناخوالې سره مخ شوو.
نو د دې لپاره چې هم له خپل موقعيته سمه ګټه واخلو او هم مو نظام قوي او خوندي پاتې شي، لازمه ده چې هم ترانزيټي لارو ته پاملرنه وکړو او هم بهرنۍ پانګونه را جلب کړو.
ترانيټي لارې:
افغانستان د اسيايي هېوادونو لپاره د اتصال له ټولو غوره نقطه ده او له همدې امله د اسيا زړه بلل کېږي،نو که چېرې موږ د سړکونو او اوسپنې پټلۍ د ليکو له لارې د سيمه ييز نښلون لپاره واقعي هڅې وکړو او د شاوخوا هېوادونو لپاره ترانزيټي لارې برابرې کړو، نو دا کار زموږ لپاره دوه عمده ګټې لري:
لومړی دا چې د دغو ترانزيټي لارو له درکه هم له نورو هېوادونو څخه د حق العبور پيسې تر لاسه کولی شو او هم به زموږ هېواد په يوه واقعي څلور لارې بدل شي، نو په دې توګه به زموږ صنعت او تجارت هم ښه پرمختګ وکړي.
دوهمه ګټه به یې دا شي، چې اوس مهال خو موږ په وچه کې راګير یو، سمندر ته لاره نه لرو، نو له همدې امله موږ د نورو هېوادونو لارو ته اړ یو، هغوی سره مو که تعلقات ښه وو، نو لاره راکوي او که تعلقات مو ورسره خراب وو یا مو د هغوی شرایط ونه منل، نو لارې راباندې بندوي. مګر که چېرې موږ هم په خپل هېواد کې ترانزيټي لارې جوړې کړو، بيا دا ستونزه حلېږي، بيا به يوازې موږ هغوی ته نه یو محتاج، بلکې هغوی به هم موږ ته محتاج وي، ځکه د هغوی اقتصاد او تجارت به زموږ له ترانزيټي لارو سره تړلی وي. نو بيا مو هېڅکله نه شي ځورولی، بلکې هغوی به زموږ تر رحم او کرم لاندې وي.
د بهرنۍ پانګونې راجلبول:
د بهرنۍ پانګونې را جلبول هم موږ ته ډېر مهم دي، آن تر دې چې بهرني پانګوالو ته بايد د نورې نړۍ په نسبت زيات امتيازات ورکړو، سهولتونه ورته برابر کړو، امنيتي تضمين یې وکړو او له هرې خوا یې ونازوو. ځکه موږ اوس په ابتدايي پړاو کې يو، چې په هر قېمت وي، بايد خپل هېواد ته پانګه وال راجلب کړو.
بالمقابل د پانګه والو لپاره هم افغانستان ډېر غوره ځای دی، ځکه دلته بشپړ امنيت تأمين دی او د پانګونې فرصتونه ډېر زيات دي، دلته ډول، ډول مواد شته، په مختلفو برخو کې خلک پانګونه کولی شي. که دلته د صنعت په برخه کې پانګونه وشي، نو له ټولو ښه پېر او پلور هم دلته کېدی شي، ځکه افغانستان د يوې څلور لارې مثال لري او د ډېرو هېوادونو تر منځ د اتصال نقطه همدا افغانستان دی.
د ميرويس عزيزي په شان نور افغاني پانګه وال خو بايد په هر صورت را جلب کړو او پوره ناز یې واخلو، خو د بهرنيو پانګه والو راجلبول تر داخلي پانګوالو زيات مهم دي، ځکه موږ دومره زيات شتمن پانګوال نه لرو، خو که بهرني پانګوال مو راجلب کړل، نو افغانستان تر دوبۍ زيات پرمختګ کولی شي.
البته؛ د شخصي پانګه والو تر څنګ بايد د حکومتونو په کچه کار وشي، سيمې او ګاونډ د پرمختلليو هېوادونو دولتي شرکتونه هم بايد په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوو، تر شخصي پانګوالو د دولتي شرکتونو د پانګونې ګټه زياته ده.
د پانګوالو په راجلبولو سره زموږ په لکونو هېوادوالو ته په خپل هېواد کې د کار زمينه برابرېدلی شي، د دولت عوايد ورسره زياتېږي، نړيوال اعتماد تر لاسه کولی شو او د ځان بسياينې کچه مو هم ورسره لوړېږي.
د امنيت برخه کې د ترانزيټي لارو او بهرنيو پانګه والو رول:
د ترانزيټي لارو جوړول او د بهرنيو خصوصي او دولتي پانګه والو راجلبول موږ ته د اقتصادي ګټو تر څنګ؛ په امنيتي برخه کې هم مهم رول لري. هغه داسې چې که موږ نورې نړۍ ته ترانزيټي لارې برابرې کړو او د هغوی اقتصاد او تجارت زموږ له ترانزيټي لارو پورې وتړو او بهرني پانګوال راجلب کړو، نو هغوی به د خپلو اقتصادي ګټو په خاطر دلته امنيت او ثبات غواړي او چا ته به دا اجازه نه ورکوي، چې زموږ امنيت اخلال کړي او بې ثباتي رامنځ ته کړي.
که موږ له دغو دوو لارو؛ له نورې نړۍ سره د اقتصادي ګټو پر اساس مشارکت پيدا کړ، نو حتماً به د اقتصادي پرمختګ تر څنګ؛ زموږ امنيت هم تر ډېره حده پياوړی شي، ځکه د همدې اقتصادي شراکت پر اساس زموږ د هېواد د ثبات او د نظام د استحکام تضمين زياتېږي.