په داسې حال کې چې د اشغال د خاتمې تړون په نړيواله کچه لاسليک شو خو بيا هم مختلف لوري او هغه لوري چې ځانونه تر بل هر چا زيات سولې ته ژمن بولي، د سولې پر وړاندې خنډ دي…
په کابل کې د کابل ادارې د مرستيالانو له لوري د داعش تر چپنې او پوښ لاندې مرموز او پر عام المنفعه ځايونو باندې خونړي بريدونه او له دې وروسته د کابل ادارې له لوري د دې پر ځای چې د بريدونو اصلي عاملين پيدا کړي؛ د طالبانو پر وړاندې د هر ډول اصولو پر خلاف د تعرضي عملياتو اعلانول هغه څه دي چې په دې وروستيو کې سوله بلکل په ټپه درولې او د سولې لپاره يې د مخلصينو هڅې او هلې ځلې له پوښتنې سره مخ کړي دي…
بې پرې شنونکي همېشه وايي چې په افغانستان کې په هيڅ صورت جګړه نشي کاميابېدای او د جګړې له لارې د افغانستان نيول او بيا يې کنټرولول هغه څه دي چې دلته يې ډېرو امپراطوريو دغه ارمان له ځان سره وړی او هيڅکله يې بشپړېدو ته نه دی پريښی…
خو دلته جګړه اييز اړخونه او هغه ډلې چې ګټې يې د افغانانو په وينو تويېدلو کې نغښتې وي او په افغانستان کې د خپل واک غځېدل او بقا غواړي، جګړې ته لمن وهي او په پوره زور سره يې همېشه داسې هڅې روانې کړې وي چې په افغانستان کې جګړه جاري وساتي…
د دغوجګړه خوښو ډلو له جملې څخه يې هم د امريکا نظاميان دي چې که څه هم د خپل حضور دوېستلو او جګړې د پای ته رسولو لاسليک يې له افغانانو سره کړی دی، خو بيا هم دوی له خپلو جنګي ستراتيژيو څخه مجبور دي چې له غير مستقيمې او پټې لارې څخه دجګړې د اور تېزېدو ته لمن ووهي…
د کابل ادارې د عملیاتو له اعلان سره سم ليدل کيږي چې امریکايي نظاميانو دغې ادارې د عملياتو د ګړنديتوب او د افغانانو د وژلو لپاره ځينې الوتکې ورکړي دي، چې دا پخپله د امريکا د هغو تجربو تکرار دی چې يو وخت دغه مشن روسانو ډاکټر نجيب ته هم ورکړی ؤ چې بلاخره له ناکامۍ سره مخ شو…
دا ځل امريکايان هم هماغه د روسانو ترخې او ناکامې جګړه اييزې تجبرې تکراروي.
همداشان د کابل اداره هم دغه ډول ناکامې او جګړه اييزې تجربې تکراروي او د ډاکټر نجيب په څېر د جګړې له لارې غواړي خپل واک وغځوي…
بل لور ته هندوستان د ښه ګاونډيتوب او يا هم د افغانستان د يوه ستراتيژيک ملګري او دوست هېواد په څېر بايد رول ولوبوي او د افغانستان سولې ته بايد ښه راغلاست ووايي، خو دغه هېواد همېشه د افغانستان د ملت پر ضد دريځ لرلی او تل يې د داسې چا ملاتړ کړی دی چې د هغه په خلاف د افغانستان غيور ملت توره يا توپک را اخيستی.
د مثال په ډول کله چې روسي کمونستان پر افغانستان باندې حاکمان شوی نو هندوستان د دې پر ځای چې د افغانستان د مظلوم ملت ملا وتړي او د روسانو او کمونستانو هغه ظلمونه چې پر ګران هېواد يې کول، وغندي؛ بلکې لا يې د افغانستان د مظلوم ملت پر خلاف دظالمانو ملاتړ کاوه…
خو د سولې مخه چې ډب کړې هغه د امريکا د د ناکامو تجربو تکرار او د جګړه اييزو پاليسيو دوباره تکرار دی…
د امريکا د سي ای اې اداره غواړي چې د روسانو په څېر هغه تجربې تکرار کړي چې څو لسيزې يې افغانان خپل منځي جګړو ته ورټېل وهل، او شر او فساد په څېر يې پر افغانستان باندې يوه هولناکه دوره رامنځته کړه…
په وروستيو کې د کابل ادراې د دوو مخالفو اړخونو تر منځ معامله، د يو ميليارد ډالرو امريکايي مرستو بېرته ورکول، د کابل ادارې له لوري د طالبانو په خلاف بې موجبه عملیات اعلانول، د هندوستان له لوري پر طالبانو بې اغېزې او بې مسؤوليته شرطونه، د امريکا له لوري د کابل ادارې د طالبانو پر خلاف غير مستقيمې لارښوونې او د بنديانو د خلاصون چارې ټکني کېدل او د امريکا له لوري ورته پوره توجه نه کول هغه څه دي چې د سولې مخه يې ډب کړې ده…