دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د غزې اتل يحيی سنوار څوک دی!؟

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جنوري 27, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
81
ځلې شریک شوی
1k
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عطاءالله مبارز

يحيی ابراهيم حسن سنوار په ۱۹۶۲م کال د اکتوبر په ۲۹ مه نېټه د غزې اړوند د خان يونس د کډوالو په يوه کمپ کې زېږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې يې په ياد پنډغالي کې ترسره کړې، ثانوي زده کړې يې د غزې عزيزالدين قسام ښوونځي کې سر ته رسولي او لوړې زده کړې يې د غزې پوهنتون کې پای ته رسولي دي. په عربي ژبه کې دکتورا لري او په انګليسي او عبراني ژبو روانې خبرې کولی شي.
يحيی سنوار د حماس اسلامي غورځنګ له بنسټګرو مشرانو څخه ګڼل کېږي او کلونه يې د ياد غورځنګ په استخباراتي څانګه کې بريالي فعاليتونه کړي دي. نوموړي يو له هغو کسانو څخه هم ګڼل کېږي، چې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” بنسټ يې کېښود. په ۱۹۸۰م کال کې يې د حماس ګوند بسټګر مشر “شهيد شيخ احمد ياسين رحمه الله” ته مشوره ورکړه، چې د فلسطين د خپلواکۍ او فلسطين کې د موساد جاسوسانو د پيژندلو او له منځه وړلو لپاره دې يوه فعاله اداره رامنځته کړي، چې شيخ رحمه الله يې مشوره ومنله او د القسام په چوکاټ کې يې يوه اداره رامنځته کړه چې په نتيجه کې يې سلګونه اسرائيلي جاسوسان چې ډير يې فلسطينيان وو ونيول شول او په پوځي محکمو کې له محاکمې وروسته اعدام شول.
دغه راز يادې څارګرې ادارې ورځ تر بلې پرمختګ کاوه او داسې مهال هم راغی، چې د اسرائيلو په منځ کې يې مهم صهيونيستي مشران په نښه او له منځه يو وړل او له ۱۹۹۰م کال څخه يې تر ۲۰۰۰م کال پورې د اسرائيلو د پلازمېنې تل ابيب په ګډون په ګڼو صهيونيستي ښارونو کې له ۵۰۰ زيات بريدونه ترسره کړل چې زرګونو اسرائيليانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
يحيی سنوار په ۱۹۸۸م کال کې د صهيونيستانو د څارګرې ادارې “موساد” له خوا ونيول شو او تر ۲۰۱۱م کال پورې د اسرائيلو په بند کې و، چې وروسته د يو اسرائيلي سرتېري په بدل کې سره له ۱۰۰۰ تنو نورو فلسطيني بنديانو خوشې شو.
له خوشې کېدو وروسته يې د حماس اسلامي غورځنګ په داخلي ټاکنو کې برخه واخيسته او يوځل بيا يې د ياد غورځنګ غړيتوب ترلاسه کړ او د “القسام” پوځي څانګې مشر وټاکل شو.
يحيی سنوار په ۲۰۱۷م کال کې يوځل بيا د حماس غورځنګ په داخلي ټاکنو کې بريالي شو او د غزې تړانګې لپاره د حماس سياسي مشر وټاکل شو او د ياد غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا د مشري موده يې هم وغځول شوه، چې وخت نا وخت يې په اسرائيلي ښارونو باندې توغنديز بريدونه او د اسرائيلو په منځ کې کاري بريدونه پلان او ترسره کړل.
يحيی سنوار د تېر ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷ مه نېټه د “طوفان الاقصي” په نامه پر اسرائيلو ستر بريدونه پلان او ترسره کړل، چې په پايله کې يې زرګونو اسرائيليانو ته مرګ ژوبله واوښته او سلګونه نور يې د حماس ځواکونو له خوا له نيولو وروسته غزې تړانګې ته يووړل شول، چې تر اوسه هم ورسره بنديان دي. که څه هم اسرائيلو د يادو بريدونو په غبرګون کې پر غزې تړانګې پراخ هوايي او ځمکني عمليات پيل کړي. غزه پر کنډوالو بدله شوې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵۰۰۰ ولسي فلسطينيان شهيدان او زرګونه نور ټپيان شوي؛ خو اسرائيل خپلو موخو ته نه دي رسيدلي او د هيڅ کوم زنداني په خوشې کولو نه دي بريالي شوي، د ۳ مياشتينۍ جګړې پرمهال يې ۱۱۰۰ پرمختللي زغروال ټانکونه ويجاړ شوي، د اسرائيلي رسنيو د راپورونو له مخې زرګونو پوځيانو ته يې مرګ ژوبله اوښتې او فکر کېږي، چې، يحيی سنوار، محمد ابو ضيف او د مروان ابو عيسی په ګډون د حماس غورځنګ مهم پوځي مشران لا هم په غزه کې دي او دغه خونړۍ جګړه رهبري کوي.

دا هم ولولئ

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

لوی ټکي: یحیی، سنوار، غزه، اتل،
مخکینې مطلب

د غزې جګړه؛ تېره اوونۍ کې ۱۸۰ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

بل مطلب

لوی درستیز پاکستان ته: د خپلو نېمګړتیاوو پړه پر نورو مه اچوئ

ځانګړي مطالب

راپور تاژ

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 27, 2026
خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 27, 2026
0

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com