پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

د سوریې- اردن پر پوله د امریکا پر اډې بریدونه‎؛ د عراق د اسلامي مقاومت ډلې یې مسؤلیت ومانه

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جنوري 29, 2024
کټګوریانې: خبرونه, مهم, نړۍ
0
18
ځلې شریک شوی
219
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

د اردن په شمال کې د سوریې پولې ته نږدې پروني برید ته سپینې ماڼۍ، د هغه هیواد د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو توند غبرګونونه ښودلي دي.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پرون شنبه ماښام د (سلواغې اتمه) د اردن په شمال کې د سوریې خاورې ته نږدې یوې بې پیلوټې الوتکې د امریکایي پوځیانو پر اډې برید کړی، چې په پایله کې یې درې امریکایي پوځيان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.

داسې ویل کېږي چې ځیني امریکایي پوځیان د مغزي ضربي له کبله له دغه پوځي اډې ویستل شوي او روغتونونو ته وړل شوي دي.
دغه راز په یاد برید کې ۷۰ تنه نور امریکایي ځواکونه هم ټپیان شوي، چې واشنګټن یې ټپیونه برسیرن بولي او په وینا یې چې بېرته چوپړ ته ورګرځېدلي دي.

بل پلو، په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي په یوه بیان کې اعلان وکړ چې اسلامي جمهوریت د اردن او سوریې پر پوله د امریکايي ځواکونو له بریدونو سره چې په پایله کې یې ۳ امریکايي پوځیان وژل شوي؛ اړیکه نه لري. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په سیمه کې جنګېدونکې ډلې له دوی دستور نه اخلي او نه هم د تهران په خوښه جنګیږي؛ خو په خبره یې چې دا بریدونه هغو ډلو کړي، چې تهران یې د مقامت جنګیالي بولي.
اعلامیه وړاندې وایي: (( دغه برید په ایران پورې مستقیم تړاو نه لري. امریکا په سیمه کې د مقاومت له ډلو سره په جګړو بوخته ده.))
ایران پلوو جنګالیو ډلو په دې وروستیو کې په سیمه کې پر امریکایي او اسراییلي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ګواښ کړی چې ددې برید ځواب به ورکړي. بایډن ویلي چې دا برید د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو کړی چې په سوریه او عراق کې فعاله دي.
سپینې ماڼې د جوبایډن له قوله په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: (( امریکا خواشینې شوې. د اردن په شمال کې د سوریې پولې ته نږدې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې مو د خدمتي عسکرو درې مړه او لسګونه نور ټپیان دي. موږ لا هم د حقایقو پر ټولولو بوخت یو، خو پوهیږو چې دا برید ایران پلوو جنګیالیو کړی، کوم چې په سوریه او عراق کې فعالې دي.))

په ملګرو ملتونو او افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د ایران پلوه وسله والو په برید کې د دریو امریکایي پوځیان د وژلو په غبرګون کې د برحاله ولسمشر جوبایډن پالیسې غندلې ده. خلیلزاد وایي چې د بایډن پالیسي ناکامه شوې او اوس یې وخت دی چې ایران د دغه برید دروند پور پرې کړي. خلیلزاد جمهوریت پلوی دی او له خپلو مشرانو یې غوښتي چې د ایران اهداف دې په نښه شي.

اوسمهال شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري په عراق او شاوخوا ۹۰۰ نور په سوریه کې پراته دي. امریکا په ښکاره داسې ښکاروي چې ګوندې ځواکونه یې د خپلو متحدانو د ساتنې او د داعش او کرد جنګالیو د ځپنې په موخه په سیمه کې مېشت کړي؛ خو د کتونکو په باور امریکایي پوځیان په سیمه کې د داعش خلاف نه بلکې د اسرائیلو د ګټو ساتلو لپاره میشت دي.

د ویلو ده، چې د عراق د اسلامي مقاومت سازمان په نامه وسله والې ډلې، چې په عراق اوسوریه کې فعالیت کوي. د یادو بریدونو مسؤلیت منلی دی او ادعا یې کړې ده، چې سلګونو امریکایي پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

لوی ټکي: اردن، امریکا، اډه، برید،
مخکینې مطلب

د یمن وسله والو ځواکونو سور سمندرګي کې یوه برېتانوي بېړۍ ویشتلې

بل مطلب

متقي: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره پر مثبت تعامل ټینګار کوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026

وروستي

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com