یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

پاکستان کې سبانۍ ټاکنې؛ د روڼتیا په اړه یې سر له اوسه ګونګوسې روانې دي

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
فبروري 7, 2024
کټګوریانې: خبرونه, مهم, نړۍ
0
18
ځلې شریک شوی
221
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

ټاکل شوې، سبا پنجشنبه د فبروري په اتمه په پاکستان کې سرتاسري ټاکنې وشي؛ خو د روڼتیا په اړه یې سر له اوسه ګونګوسې خپرې شوي دي.
سبا پنجشنبه د فبرورۍ په اتمه به پاکستانیان د دغه هېواد د مرکزي او ايالتي پارلمانونو د غړو د ټاکلو لپاره د رايې ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي.
د پاکستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې دوی سبانۍ ورځې ته چمتووالی لري او تر دې دمه دغو ټاکنو ته تر ۱۲۰ میلیونو کسانو نوملیکنه کړې ده.
بل خوا، د چارو شنونکي او د پاکستان عامه وګړي پر دغو ټاکنو ډېر باوري نه دي. د یوې پوښتل شوې ټولپوښتنې په ترڅ کې ویل شوي چې په پاکستان کې له لسو تنو اووه تنه قدغن پر ټاکنو باور نه لري.
که څه هم د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د رڼو ټولټاکنو د ترسراوي هیله ښکاره کوي، خو له ټاکنیزو کمپاینرانو، کاندیدانو او نورو ګوندونو سره دوه ګونی چلند پر دې ټاکنو څوک ډېر نه باوري کوي.
د ګالپ څېړنیز مرکز هم په یوه نوي راپور کې ویلي چې په دې وروستیو کلونو کې د دغه هېواد پر ټاکنو د پاکستاني وګړو بې باوري ډېره شوې او له لسو څخه اووه پاکستانيان باور نه لري چې ټاکنې دې رښتینې وي.
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان په زندان کې دی او د هغه په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند هم په انتخاباتو کې له ګډون منع شوی دی.
ښاغلی خان له ټاکنو منع او زندانی دی، همداراز د نوموړي د ګوند کاندیدان ډول ډول ځورول کیږي او په یوه نه یو ډول یې اوسمهالی حکومت په مخکې خنډونه رامنځته کوي.
عمران خان د قیمتي دولتي ډالیو د پلور، د پټو دولتي اسنادو په ښکارونه او له شرعې سره د ټکر واده له کبله په کلونو کلنو حبس محکوم شوی دی.
د تحریک انصاف ګوند ګڼ کاندیدان یا هم په خپلو کورونو کې پټ دي او یا هم په ښکاره خپل ټاکنیز کمپاینونه نه شي کولی. دوی ګیله کوي چې ټاکنیزې تابلوګانې او بینرونه یې شکیږي او یا یې هم په پټه کمپاینونه ترسره کیږي. د تحریک انصاف ګوند څخه ټاکنیزه نښه(بېټ) هم لیري شوې. ددغه ګوند معترضین وایي چې د انتخابي نښې په بدلون به خلکو ته دا پوهاوی سخت وي چې د تحریک انصاف ګوند کاندیدانو ته رایه ورکړي. د هغه هیواد په ګڼو ایالتونو کې د عمران خان ملاتړي شته او ګڼ ځوانان یې ننګه کوي.
که څه هم د نواز شريف په مشرۍ د مسلم ليګ ن ګوند ښه کمپاین کړی چې نواز شريف يوځل بيا د پاکستان صدراعظم شي، خو د کارپوهانو په اند د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند په ګټه کاندیدان او د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پیپلز پارټۍ استازي به هم په دې ټاکنو کې مهم رول ولوبوي.
په پاکستان کې دا ټولټاکنې په داسې حال کې ترسره کیږي چې په دغه هیواد کې امنیتي پېښې او بریدونه هم تر پخوا څو چنده زیات شوي دي.
تازه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې چاودنې ۱۴ تنه وژلي او شاوخوا ۲۰ تنو نورو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
ویل کیږي چې دا چاودنه کویټې ته نږدې په پښین ښار کې د پارلماني ټاکنو د یوه نوماند په دفتر شوې ده. په خبر کې نه دي ویل شوي چې دا چاودنه د کوم نوماند پر ټاکنیز دفتر شوې، خو یو شمېر خبریالانو لیکلي چې د برید موخه د اسفندیار کاکړ په نوم د یوه خپلواک کاندید دفتر و.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د بلوچستان ایالت د مطبوعاتو د ویاند جان اڅکزي په قول ویلي چې په دې برید کې شاوخوا ۲۰ ته مرګ ژوبله اوښتې ده. اڅکزی زیاتوي چې ددې چاودنې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی او ښایي د مړینې کچه لوړه شي.
ددې برید مسوولیت لا هېڅ ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
بل خوا، په بلوچستان کې د انتخاباتو د کمیسیون مشر محمدفرید اپريدي نن مشال راډیو ته وویل چې په دې ایالت کې امنیتي ستونزې شته خو هغه ډاډ ورکړ چې چارواکو پوره امنیتي تدابیر نیولي دي.
اپریدي زیاته کړه: ((پوره تدابیر نیول شوي دي. ټاکنې به د امن په فضا کې ترسره شي. د بلوچستان د هر کاندید او ټاکنیزې حوزې امنیت پوره پوره نیول شوی. خلک کولی شي، ډاډه د رای اچونې مرکزونو ته ورشي.))
د سبا په انتخاباتو کې د ګډون لپاره له ۱۲۰ میلیونو څخه زیاتو پاکستانیانو نوملیکنه کړې ده. د پاکستان ملي پارلمان ۳۳۶ څوکۍ لري چې ۲۶۶ استازي یې د مستقیمو رایو له لارې ټاکل کېږي.
د پاکستان د پارلمان په پاتې اویا څوکیو کې شپېته څوکۍ د ښځو او لس څوکۍ د غیر مسلم اقلیتونو لپاره ځانګړې شوې دي.
دا ټاکنې په داسې حال کې ترسره کیږي چې ډېری کاندیدان لا له وړاندې ناراضه او ګیله من دي.

دا هم ولولئ

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

لوی ټکي: پاکستان، ټاکنې، تحریک، انصاف،
مخکینې مطلب

سوریه؛ د اسرائیلو بریدونو کې ۴۰ پوځيان وژل شوي

بل مطلب

ورزش د نړيوال سياست په لومه کې

ځانګړي مطالب

افغانستان

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com