دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د ګټل شوې خپلواکي ساتل او ګډ مسولیت!

سرمقاله

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
فبروري 15, 2024
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
25
ځلې شریک شوی
316
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دا دریم کال دی، چې افغان ملت له شوروي اتحاد اخيستل شوې ازادي داسې مهال لمانځي، چې هيواد مو د امپرياليستي اشغالګرو له منګولو آزاد شوی او ملت مو د الله تعالی په مرسته او د بې سارو قربانيو په بدل کې د آزادۍ اوهوساينې ساه اخيستې.
که څه هم د اشغالګرو پر وړاندې د مبارزې او مقاومت په محاذ کې مو ګڼ شمېر هيوادوال شهيدان، ټپيان او تري تم شول، ښارونه او کلي مو ويجاړ شول او د ترقۍ او پرمختګ له کاروانه کلونه-کلونه وروسته پاتې شوو؛ خو معنوي ارزښتونه مو وساتل، آزادي مو واخيسته او اوس الحمدلله د يو بشپړ خپلواک او اسلامي نظام څښتنان يو.
د ۱۳۵۸ل کال دجدي مياشتې په شپږمه نېټه د هغه وخت شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ، هغه مهال شوروي اتحاد د نړۍ په کچه ستر ځواک ګڼل کېده او د هيوادونو د استعمار او استثمار فکر کرارکېناستلو ته نه پرېښوده. شوروي ځواکونو د خپل څه دپاسه ۹ کلن اشغال پر مهال له هېڅ راز وحشت څخه دريغ ونه کړ، د مېرمنو او کوچنيانو په ګډون يې سلګونه زره بې ګناه افغانان شهيدان، زرګونه نور يې تري تم او ميليونونه يې هجرت کولو ته اړ کړل، د هيواد زيربنا، ښارونه او کلي يې هم ويجاړ کړل.
خو افغان ملت يې پر وړاندې تسليم نشو، بلکې د هيواد د آزادۍ او خپلواکۍ د بېرته اعادې لپاره يې د تن په وينو سخته مبارزه وکړه، نږدې يونيم ميليون هيوادوال موشهيدان شول، د همدغو بې سارو قربانيو برکت او د متعال خدای نصرت و، چې د ۱۳۶۷ل کال د دلوې مياشتې په ۲۶مه نېټه د سرو لښکرو وروستی عسکر هم د افغانستان له سپيڅلې خاورې ووت.
نن افغان ملت له شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ اخيستلو ۳۵ مه کليزه په داسې حال کې لمانځي، چې امريکا او ناټو ته د ماتې ورکولو ستر وياړ هم لري، په ټول هيواد کې سرتاسري امنيت تامين دی، د ظلم او وحشت مخه نيول شوې، پر ټول هيواد يو مرکزي اسلامي نظام حاکم دی، د بيا رغونې او پرمختګ کارونه په چټکۍ سره روان دي.
د ازادۍ او خپلواکۍ له سروکي سره د قربانۍ او کړاو توري هرو مرو ذهن ته راځي، اوس چې افغانستان خپلواک او امن هيواد دی، دا د ميليونونو مخلصو افغانانو د قربانيو پايله او نتيجه ده او ازادي موږ ته په ډېر لوړ قيمت تمامه شوې ده؛ اوس زموږ ټول افغان ملت او حکومت مسؤليت او دنده ده، چې دغه خدای راکړې ازادي وساتو، د حکومت مسؤليت دادی، چې د ظلم او فساد مخنيوی وکړي، د چارو واګې د اهليت له مخې خلکو ته وسپاري، د ملت ټول مشروع حقونه ورکړي، په ځانګړې توګه د هوسا ژوند او د علم او پوهې ترلاسه کولو حق، دين، هيواد او خپلواکۍ سره د مينې او تل پاتې اړيکې لپاره بايد ښوونيزو نصابونو کې دغو مضامينو ته ډېر ځای ورکړل شي. او ملت مسؤليت دا دی، چې د موجوده اسلامي نظام کلک ملاتړ وکړي، د قانون په تطبيق، د جرمونو مخنيوي، د امنيت تامين او د ټولګټو پروژو ساتلو کې امنيتي ځواکونو سره اوږه پر اوږه ودريږي.
لوديځه نړۍ او ځينې نور هيوادونه به خامخا د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو او دغه راز له افغان ملت څخه د خپلې ماتې د کسات اخيستو په پار يو ځل بيا د افغانستان د نا امنه کولو هڅې کوي؛ خو موږ ټول افغانان بايد د قوم، سمت، ژبې او ګوند له توپيرونو پرته د هيواد د ازادۍ ساتلو او دغه راز د هيواد د ځان بسياينې لپاره په ګډه هڅې او کوښښونه وکړو.
لنډه دا چې موږ بايد يوازې له انګريزانو، شوروي اتحاد او ناټو څخه د خپلواکۍ اخيستو د ورځو په لمانځلو بسنه ونه کړو، بلکې د هيواد د ازادۍ او خپلواکۍ ساتلو او پاللو لپاره عملي ګامونه پورته کړو. په سياسي ، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د نورو اغېز او اثر ته اجازه ورنه کړو. د خپل هيواد د ځان بسياينې او پرمختګ لپاره په هماغه کچه هڅې وکړو، لکه د خپلواکۍ اخيستو لپاره مو چې کولې.

لوی ټکي: ۲۶ دلوه، کلیزه،
مخکینې مطلب

آذربایجان کابل کې رسماً خپل سفارت پرانیست

بل مطلب

اسلامي امارت: د هيوادونو ازادي او هويت د هغوی، د همت، مجاهدې او شهکار پورې اړه لري

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com