حسان مجاهد
الله تعالی فرمايي: (ای رسوله!)يهود او نصارا به تر هغه وخته له تاڅخه خوشحاله نه شي؛ تر څو چې تا د دوی د باطل ملت پيروي نه وي کړې. همداراز بل ځای فرمايي: همیشه به تل له دوی(دښمنانو)څخه د ضرر خبرې اورې!
کله چې کفارو او دهغوی غلامانو جګړه وبایلله، نو همهاله يې د اسلامي نظام پر ضد رسنيز فعالیت ته مخه کړه او تر پخوا په څو چنده یې د پوچو تبلیغاتو او پروپاګند خپرولو ته پاملرنه کړې ده. یو څو کرایه شوي ليکوالان او ژورنالستان يې له هیواده بهر ددې لپاره ګمارلي دي چې په امارت باندي د خلګو د بې باوره کولو او د امارتي غړو د بدنامولو لپاره کار وکړي او په دې کار پراخ لګښتونه ځکه کوي چې له دې پرته اوس بل څه ور پاته نه دي.
له دې امله د امارت په ملاتړ رسنيز فعالیت زموږ ټولو وجیبه بلل کیږي، باید دفاع ترې وکړو، مخالفینو ته غاښ ماتونکي ځوابونه ووایو، په امارت د تپل شويو تورونو وخت په وخت وضاحت څرګند کړو، د افغان اولس أذهان له شکونو او شبهاتو ومینځو او په افغان حکومت د ولس او نړیوالو باور لا پياوړی کړو.
لکه څنګه چې په ټولنيزو رسنيو کې د ډيرو اسلامپالو مبارزینو وروڼو تر څنګ يو شمېر خویندې هم رسنیز فعالیت کوي او په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر ادرسونه لري، نو دوی هم باید رسنيزه مبارزه د ځان لپاره یو مسؤلیت وګني؛ ځکه دوی کولای شي نړیوالو ته د افغان میرمنو لخوا استازيتوب وکړي او له افغان میرمنو سره چې د طالبانو لخوا د ناسم وضعیت او تاوتریخوالي وخت په وخت له غربي رسنیو څخه کوم راپورونه ور کول کیږي، په اړه یې باید نړيوالو ته پوره قناعت او وضاحت ورکړي او د طالبانو حکومت خلګو ته داسي د عدالت او انصاف حکومت معرفي کړي، چې ميرمنې لا څه، بلکې د هیواد د څارويو حقوق هم پکې خوندي دي. داشان نارينه هم د ښځينه وو له رسنیز فعالیته ډېر اغیزمن کیږي او کيدای شي دوی هم د امارت ملاتړ ته وهڅوي.
خو د رسنیو ښځينه فعالانو ته مناسبه نه ده چې د رسنیز فعالیت له امله د ثواب پر ځای د عذاب مستحقې وګرځي او فعالیت يې خلګو ته د فتنو لاره هواره کړي.
ځيني خويندې پر خپل پروفایل خپل عکس ايږدي؛ ښه به دا وي چې خپل رسنيز آدرس يوازي په خپل نوم او یا په حجاب پټ عکس مشهوره او پر مخ بوځي.
ځينې بيا د وړې خبرې ترڅنګ هم خپل عکس پر خلګو ويني او ځيني خو حتی د خپل ژوند شخصي چارې له خلګو سره شریکوي، د مثال په توګه: نن مي کور کې دا او نن مي دا وکړو. ځيني خويندې بيا له لوستونکو او لیدونکو څخه ذهني پوښتنې کوي چې د هغوی لخوا د پرلپسې ځوابونو پر مټ اوږدې خبرې اترې روانې وي؛ حال داچې د پردي سړي او ښځې تر مينځ بې ضرورته خبرې لیکل هم جواز نه لري.
اسلام د ژوند په ټولو اړخونو کې د پردي نارينه او ښځې تر مينځ په پوره بېلوالي امر کړی، تر څو تر مينځ يې هيڅ ډول اړيکې رامنځته ته نه شي.
له اسلامي قوانینو سره سم د خدمت او اخلاص په هیله.