سرمقاله
څلور کاله وړاندې د کب په لسمه نېټه له شاوخوا يو کال سختو خبرو اترو وروسته د ګڼ شمېر هيوادونو او نړيوالو معتبرو سازمانونو د استازو په حضور کې د قطر پلازمينه دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت او د امريکا د متحدو ايالاتو تر منځ يو داسې تاريخي تړون لاسلیک شو، چې افغان ملت ته يې د آزادۍ، سولې او اسلامي نظام په څېر سترې برياوې له ځان سره راوړې ،له اوږدې جهادي مبارزې او د رنګا رنګ کړاوونو له ګاللو وروسته افغان ملت ته هغه څه چې غوښتل یې په لاس ورغلل.
کله چې امریکا او متحدینو یې پر افغانستان ناروا تجاوز وکړ؛ نو په وړاندې یې افغان باشهامته ولس د اسلامي امارت په مشرۍ لکه بنیان مرصوص ودرېد، اشغال تیت پرک کړي صفوف یې بېرته منظم او پر سپېڅلې جهادي مبارزه یې لاس پورې کړ.
څه باندې نولس کاله یې په دې لاره کې قربانۍ ورکړې، زحمتونه یې وګالل، تر ګوانتانامو او مختلفو زندانونو ورسېدل، شکنجه شول، په دار وځړېدل ،خو له برحق دریځ څخه یې يوه ذره شاتګ هم ونه کړ او خپلې برحقې مبارزې ته یې دوام ورکړ؛ تر دې چې نن په نړیواله کچه فاتحین بلل کېږي.
له نولسو کلونو وروسته امریکا او متحدین یې پر دې وپوهېدل چې نور د دې خلکو په وړاندې جګړه کول حماقت دی، که څه هم په دې ټکي یې لا مخکې اقرار کړی و، چې بیا د دوی خپلو رسنیو په هغه وخت کې سرخط هم و ګرځاوه؛ خو له پوځي لاري پرله پسې ماتو، له بري نا اميدۍ او د ګڼو نورو لاملونو په سبب مجبوراً د موضوع سياسي حل ته رامخته شول او له اسلامي امارت سره مخامخ مذاکراتو ته کښېناستل.