دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د روسيې انتخابات او لاس وهنې

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مارچ 18, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
17
ځلې شریک شوی
207
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکنه: حميدالله بسيا

روسیه د نړۍ تر ټولو پراخ هېواد ،چې د ۱۱ (ټايم زونونو) درلودونکی دی يانې په دې مانا چې که په يوه سر کې یې د سهار ۶ بجې وي په بل سر کې به یې د ماښام ۵ بجې وي، د اسيا او اروپا په دواړو لويو وچو کې پرته ده او له ۱۴ اسيایي او اروپايي هېوادونو سره پولې لري. شاوخوا ۱۴۶ ميليونه نفوس لري او پرون د مارچ (۱۷ مه) یې د ولسمشريزو ټولټاکنو وروستۍ ورځ وه، د ولسمشر لپاره د خلکو د مستقيمو او پټو رايو دې لړۍ دری ورځې دوام وکړ او دا د روسيې په تاريخ کې لومړی ځل وو چې د رايو ورکولو پروسې دری ورځې وخت ونيو ، د رايو صندوقونو ته د رايو اچولو پروسه د مارچ په ۱۵ مه سهار پيل شوه او د مارچ تر ۱۷ ماښام پورې یې دری ورځې دوام وکړ، چې پکې د روسيې پر اوسني ولسمشر ويلاديمير پوتين سربېره دریو نورو کانديدانو نيکولای ښارتينوف ( د کمونيسټ ګوند لخوا)، ليونید سلوتسکي (د ليبرال ډيموکراټ ګوند کانديد)، او دوانکوف ( د نوي خلکوګوند) لخوا کانديدان وو. شاوخوا ۱۱۴ ميلیونه روسان د رايو ورکولو لپاره واجد شرایط وو چې د هغو له جملې څخه ۱۱۲ ميليونه په روسيه کې ژوند کاوه.ګټونکی کانديد چې د روسيې د انتخاباتو د ادارې له لارې به په رسمي ډول اعلانېږي د ولسمشري د لوړې مراسم د مې مياشتې پر اوومه نېټه ترسره کوي.

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دا ټاکنې د ۲۰۲۰ کال د روسيې په اساسي قانون کې د تعديل وروسته لومړۍ ټاکنې دي او که په دې ټاکنو کې د روسيې اوسنی ولسمشر ولاديمير پوتين بريالی شي هغه به له ستالين وروسته د روسيې دويم حاکم وي چې تر ټولو اوږده موده په واک کې پاتې کېږي.

د تېرې شپې د لومړنيو شمېرو له مخې تر اوسه پورې په انتخاباتو کې د روسيې اوسنی ولسمشر ويلاديمير پوتين مخکښ دی او د شمېرل شويو رايو شاوخوا ۷۸ سلنه یې خپلې کړې دي او تر څنګ یې سيالو کانديدانو هم هر يوه تر اوسه پورې له دوه تر دری ميلیونه رايې ګټلې دي، د روسيې د انتخاباتو د ادارې د څرګندونو له مخې د معمول خلاف او د تېرو ټاکنو برعکس سږکال په انتخاباتو کې د خلکو ګډون ډېر او پراخ وو او ډېرو خلکو په دې انتخاباتو کې ګډون کړی وو، که څه هم امريکا او اروپا دا انتخاباتو په برخه کې ډېر ناخوښه او مايوسه دي او وايي چې دا د دوی د ډيموکراټيکو اصولو پر بنسټ نه دي ترسره شوې او يوځل بيا پوتين په واک کې د پاتې کېدو چانس ډېر دی نو بالاخره یې وار له مخې دا پروسه يوه ډرامه ګڼلې ده.

د روسيې د خارجه وزارت د راپور له مخې لويديځ په ميلياردونو ډالر پانګونه کړې ده ترڅو د روسيې انتخاباتو پروسه سبوتاژه او خرابه کړي ، خو د دوی په وينا ددې مخه ونيول شوه او انتخابات له توقع ښه سرته ورسېدل ،له بله اړخه د انتخاباتو په ورځو کې د اوکراين لخوا د ډرون حملې او نورې چريکي حملې هم ډېرې شوې دي او په دې تېرو دريو ورځو کې یې له بېلابېلو لارو هڅه وکړه چې د انتخاباتو مرکزونه په هغو ځايونو کې په نښه کړي چې روسیې تازه په خپل هېواد پورې تړلي دي تر څو خلک په رايو اچولو کې برخه وانخلي.

له بله اړخه امريکا او اروپا چې له پوتين سره یې سياسي اړيکې تر وروستۍ کچې خرابې دي او د روسيې او اوکراين دشخړې له امله په غيرمستقيم ډول يو د بل په مقابل کې یې د جنګ سنګر نيولی دی دا ټاکنې جعلي پروسه بللې ده ځکه د دوی د خوښې کار او هغه کار چې دوی غوښتل په روسيه کې ترسره نشو او يو ځل بيا د دوی جدي سيال پوتين د روسيې د ولسمشر په توګه مخکښ نوماند دی او اروپا او امريکا نه غواړي روسیه د پوتين تر ادارې لاندې وويني.

خو يوه خبره واضح او څرګنده ده چې له دويمې نړيوالې جګړې او ان له هغه مخکې چې روسيه په دومره پراخوالي او ستروالي متحده پاتې شوې ده هغه د دوی د يووالي او ملت پالنې احساسات دي، دوی ټول په يوه روسيه سره راټول او متحد دي او په ټولو کې نشنلستي احساسات چې هغه روسيه په دې دومره ستروالي او پراخوالي يوه ګڼي تازه دي، او لا تر اوسه پورې یې په غوږونو کې هغه سندرې ازانګه کوي که موږ متحد يوو او موږ سره يو ځای يوو د نازي المان غوندې قوي پوځونو ته هم ماتې ورکولی شو، نو زما په نظر يوازينی مهم شی چې روسيه یې يو تر بل هر وخت متحده ساتلې هغه د روسانو يووالی او ملي احساسات دي چې د خپل هېواد پر وړاندې يې لري او د تاريخ له پاڼو يې زده کړي دي چې ناپليون او هېټلر د موږ د ټينکالوجي له امله شکست نه دی خوړلی بلکې د موږ د ملي احساساتو او يووالي او اتحاد په پايله کې مات شول.

په هر حال معلومه به شي چې د روسيې د انتخاباتو اداره د بريالي کانديد اعلان په څومره فيصدي او څوک اعلانوي خو د اوسنيو شمېرو له مخې چې د رايو تر ۵۰ فيصده کمې شمېرل شوې دي او ابتدايي شمېرې دي پوتين يوځل بيا بريالی ګڼل کېږي. چې دا د اروپا او امريکا لپاره ښه خبر نه دی او نه غواړي چې روسيه دې د پوتين تر رهبري لاندې يوځل بيا د شپږو کلونو لپاره پاتې شي.

لوی ټکي: روسیه، ټاکنې، لاسوهنې، امریکا،
مخکینې مطلب

ذبيح الله مجاهد: موږ د اوږدې مبارزې تاريخ لرو او هيچاته ته د تيري اجازه نه ورکوو

بل مطلب

د غزې جګړه د صهیونیستي رژیم ستراتیژیکه ماته!

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com