حسان مجاهد
سلف صالحین چې په دین کې زموږ رهبران دي، موږ يې بايد پيروي وکړو او له سيرت او تاريخ څخه يې ځانونه اګاه کړو؛ ځکه هغوی په رښتيني توګه د الله دين پر ځان عملي کړی و، دا لامل دی چې هم الله تعالی ته ګران وو او هم يې زرګونه کاله وروسته زموږ په زړونو کې مينه ژوندۍ پاته ده. راځئ چې د روژې په مبارکه میاشت کې د دوی کړنې او حالات وګورو او موږ یې هم ترسره کړو.
*١_د قرآنکریم تلاوت کول*
عثمان رض به هره ورځ قرآنکریم ختماوه، اسود رض به په دوو شپو کې ختماوه، سعید بن حبیر رح به په دوو شپو کې ختماوه، قتاده رح به د رمضان په هرو دريو ورځو کې ختماوه، إمام ابوحنيفه رح او امام شافعي رح به شپيته ځله ختماوه، زهري رح به د رمضان په راتګ سره د احادیثو درس پريښود او د قرآنکریم تلاوت ته به يې مخه کړه، سفيان ثوري رح به بل هر عبادت پريښود او تلاوت ته به يې مخه کړه.
*٢_ دتلاوت پرمهال ژړا*
ابوهريره رض وايي: کله چې دا آيت نازل شو(أَفَمِنْ هَذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ (59) وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ) [النجم:60،59] أصحاب الصفة طالبانو ټولو په ژړا پيل وکړ او رسول الله ﷺ خپله هم ورسره وژړل. ابن عمر رض چې دغه آيت يَوْمَ يَقُومُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ [المطففين:6] ته راورسېده، دومره يې وژړل چې بې هوښه پریووت. مزاحم بن زفر رح وايي: سفيان ثوري رح د ماښام لمونځ را کاوه، کله چې إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ [الفاتحة:5] ته راورسېده؛ دومره يې وژړل چې قرائت يې بند شو.
*٣_د شپې لمونځ*
معتمر بن سليمان رح وايي: په رمضان کې به زما پلار دکورنۍ ټول غړي را پاڅول او ورته به يې ويل« پاڅئ! شايد له دې کاله وروسته بيا دا میاشت پیدا نه کړئ! حسن بصري رح به ويل: که د ورځې په روژه او د شپې په لمانځه قدرت نه لرې؛ نو پوه شه چې محروم يې او خپلو ګناهونو د خير له کاره تړلی يې!
*٤_کم خوراک کول*
ابي عمران الجوني رح وايي: که څوک د زړه نور غواړي، خوراک دي کم کړي. ابراهیم بن ادهم رح وايي: چا چې خیټه وساتله، دين يې وساتل او څوک چې په خپله لوږه برلاسه شو، د غوره اخلاقو څښتن به شي. حسن بن يحی رح وايي: که څوک له سترګو د اوښکو بهيدل او د زړه نرمیدل غواړي؛ خوراک او څښاک دي په نیمه خیټه کوي. امام شافعي رح وايي: ډير خوراک بدن درنوي، خوب پيدا کوي، ذهانت له منځه وړي او انسان له عبادته کمزوری کوي.
*٤_ له ریا څخه ځان ژغورل*
حماد بن زيد رح وايي: ستر محدث ايوب سختیاني رح به چې کله د يو حديث په اوریدلو زړه نرم شو او وبه يې ژړل، مخ به يې واړول، پوزه به يې پاکه کړه او وبه يي ويل: څومره سخت زکام دی؟! محمد بن واسع رح وايي: داسي کسان خو ډير وو چې له ميرمنې سره په يوه بالښت به يې سر ایښی و او د الله تعالی له ويري څخه په ژړا به يې ميرمن هم ورباندي نه وه خبره! داسي کسان ډير وو چې په لمانځه کې به يې ژړل او په څنګ ولاړ کس به پرې نه و خبر. إبن أبي عدي رح وايي: د داؤد بن ابي هند رح په څلويښت کاله نفلي روژه څوک نه شو خبر، سهار مهال به يې له کوره ډوډۍ واخیسته، په لاره به يې خيرات کړه، بازار کې به خلګو ګمان کاوه چې کور يې خوړلې ده او د کور غړیو به ګمان کاوه چې له کوره بهر يې خوري!
*٥_ له لهو لعب څخه ځان ژغورل*
حسن بصري رح په روژه کې ځيني کسان ولیدل، چې خندل يې، نوموړي وويل: روژه الله تعالی د نیکو اعمالو د مسابقې او سیالیو میدان ګرځولی دی، هغوی چې عبادت يې وکړ، کامیاب شو او هغوی چې له عبادته پاته شو، ناکام شو، هغه انسان لره حيرانتيا ده، چې د سیالیو په ورځو کې نور خلګ کامیاب شي او دی خاندي. نوموړی وايي: له بنده څخه د الله تعالی د خفګان علامه داده چې بنده په عبثیاتو لګیا شي.
سهل رح وايي: هغه څوک له تقوا بې برخې دی چې په عبثیاتو اخته شي.
*٦_ خلګو ته روژه ماتي ورکول*
ځینو سلفو به ويل: د لسو کسانو مړول راته د لسو عربي غلامانو تر آزادولو غوره ده. حماد بن ابي سليمان رح به په روژه کې پنځه سوه کسانو ته روژه ماتی ورکاوه، عبدالله بن عمر رض به همیشه له یتیمانو او بې وزلو سره روژه ماتی کاوه. حسن بصري رح او عبدالله بن مبارک به ملګرو ته د روژه ماتي بندوبست او خدمت کاوه. أبو السوار عدوي رح به ويل: دلته په مسجد کې به چا يوازي روژه ماتی نه کاوه، يابه بل څوک ورسره ناست و، یا به یې روژه ماتی له مسجده بهر خلګو ته ور ويستل.
*٧_ ژبه ساتل*
عمر بن الخطاب رض به ویل: روژه يوازي له خوراک څښاك څخه ځان ساتلو ته نه وايي، بلکې رښتيني روژه داده چې له دروغو او بې ګټو خبرو څخه ځان وژغورې! مجاهد رح به ويل: روژه هغه چا له ضایع کیدو وژغورله چې له دروغو او غيبت څخه يې ځان وژغورل. إبن کثير رح وايي: ځينو کسانو له حلال رزق څخه روژه نیولې وي، خو په حرام مال(د مسلمان ورور په غوښو) يې هغه مهال بیا ماته کړي چې غيبت يې وکړي.
الله تعالی دي موږ تاسو ته د سالمې روژې نیولو توفيق راکړي.