پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

افغان سولییز مشر تابه او هڅې

kabull نشرونکی: kabull
فبروري 23, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
12
ځلې شریک شوی
146
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

خالق یار احمدزی

څوکاله دمخ کله چې امریکایی او افغان ملګرو یی دطالبانو له توندو بریدونو سره مخ شول،  او له دې سره یی داخلي اختلافاتو هم پرمختګ وکړ نو یی د لویی عنعنوي جرګې په ترڅ کې په داسې څه سلاشول چې ظاهرا حکومت ځان سولې او پخلاینې ته ژمن. وښایی خو دا ژمنتیا او هڅې هغه وخت بربنډې او افشا شوې کله چې د سولې عنقا ناببره راښکاره شوه او ښکارزن حامد کرزي په بې رحمانه ګذار له منځه یووړه نو د دې پروژې ټول مدارک او مستورې هڅې بربنډې او ظاهري ښکلایی هم خړو اوبو یوړه 

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

څلور کاله وړاندې تېر جمهور رئیس حامد کرزي له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره د سولي عالي شورا جوړه کړه، خو د دغې شورا یو شمېر غړي وايي چې   په تېرو څلورو کلونو کې یې د خپلو امتیازاتو لپاره هڅې کړې دي.

په مرکز کابل کې د سولې د عالي شورا له غړو، د سولې د عالي شورا د ولایتي کمېټو له غړو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګو له غړو او ځینو نورو دولتي چارواکو او امنیه قومندانانو سره  مرکې ښيي چې د سولي عالي شورا په مرکز او ولایتونو کې په دې نه ده توانېدلې چې د سولې د راوستو لپاره ډېر څه وکړي.

د دغو چارواکو او مبصرینو په خبره د سولې عالي شورا په تېرو څلورو کلونو کې فقط معاشونه او امتیازات اخستي او د خلکو له پاره ښه زیری نه لري.
د سولې د عالي شورا یو غړی وايي:(( موږ یوازې پیسې او وخت مصرف کړی)).

د موندنو پر اساس د سولې عالي شورا په غړو كې ځینې داسې كسان هم شته چې د لكونو ډالرو په ارزښت موټر يې په خدمت كې دي او پر بېلابېلو امتیازاتو سربېره میاشتنۍ تنخوا یې هم له درې زره امریکايي ډالرو اوړي.

د سولې عالي شورا هغه شمېر خلک چې دطالبانو په نامه  ورغلي هم ناهیلي نه دي پريښي، دغې شورا هر يو ځاى شوي طالب نومي ته شپږ میاشتې پرله پسې هره میاشت ۸۰۰۰ افغانۍ په جیبونو کې اېښي دي.
اوهمداراز هغه دلوپوړو چارواکو بیکاره اولادونه  بيا په بله ګټګورۍ كې ځاى لري، دوى ته شپږ مياشتې هره مياشت تر ۱۳۰۰۰ افغانيو وركړل شوې شوي.
چې طالبانو په وار وار دخپلو ملګرو یوځای کیدل رد کړی  او او س دوی هم ډاګیز اعتراف کوي چې هغه طالبان نه بلکه د دوی خپلوان او خواخوږي وو.

د سولې عالي شورا وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې د سولې له پروسې سره یو ځای شویو  طالب نومو دولتي کړیو  ټول ټال ۴۶۹ ملیونه او ۸۷۲ زره افغانۍ له دوی څخه اخستې .

د سولې د عالي شورا تشکیل او معاشات

الف_ مركزي كمېټه:

د سولې عالي شورا د دندو په داخلي لايحه كې ذكر شوي چې د دې شورا غړيتوب معنوي امتياز دى او د معاش په نوم كوم څه نه لري)).
خو د دې شورا غړي پر نورو ډېرو امتیازاتو سربېره د دسترخوان او ټرانسپورټ په نوم له ۵۰۰ تر ۳۰۰۰ امريكايي ډالرو پورې اخلي.

د سولې عالي شورا یوه مرکزي کمېټه او ۳۳ ولایتي کمېټې او د دارالانشاء ریاستونه لري. د سولې د عالي شورا د ویاند مظفري په قول مرکزي کمېټه تر۷۰ تنو غړي لري چې ۱۸ تنه یې اجرائیه هیئت، ۵ تنه یې اداري هیئت او پاتې نور یې د شورا د عمومي مجمع غړې دي:((هغه كسان چې په عمومي مجمع كې دي، هره مياشت يو ځل راغونډيږي او هر یو یې د میاشتې تر ۵۰۰ امريكايي ډالرو اخلي.)) د نوموړي په خبره اجرائیه پلاوی چې ۱۸ تنه غړي لري، په اوونۍ كې يو ځل غونډه کوي او د میاشتني معاش اندازه یې تر ۹۰۰ امريكايي ډالرو رسيږي.

خو له دې ټولو که را تېر شو بيا په جلا شكل د ادارې هيئت معاشات او امتيازات خورا ډېر هېښونكي دي  د معلوماتو له مخې د اداري هيئت په تشكيل كې د شورا او دارالانشاء رئيسان، دوه مرستيالان او دوه منشيان شامل دي.

د رئيس مياشتنى معاش تر ۳۰۰۰ امريكايي ډالرو دى، مرستيالان بيا ۲۰۰۰ امريكايي ډالر اخلي او منشيان يې تر ۱۵۰۰امريكايي ډالرو ترلاسه كوي.))

پر معاشونو سربېره د سولې د عالي شورا اداري پلاوی له هغو موټرو ګټه پورته كوي چې د همدې شورا په مالي لګښت د لكونو امريكايي ډالرو په بيه رانيول شوي او اوس د دوى په خدمت كې دي.  د ساتونكو لګښت يې هم د شورا له جيبه دى او هر ساتونكي ته د میاشتې ۲۰۰ امريكايي ډالر وركول كيږي.

ب_ ولايتي كمېټې:

لکه څنګه چې پورته وویل شول د سولې عالي شورا په كابل سربېره په پاتې ۳۳ ولايتونو كې هم ولايتي كمېټې او د دارالانشاء رياستونه لري.

دوی چې په هر ولايت كې د مركز په څېر يوه عمومي مجمع موجوده چې ۲۹ تنه يې غړيتوب لري. نوموړی زیاتوي چې دغه ۲۹ کسیزه ډله میاشتنۍ غونډې لري او هر غړي یې د ټرانسپورټ او کریډت کارت په نوم لږ تر لږه هره میاشت ۶۰۰۰ افغانۍ اخلي.

د معلوماتو له مخې په ولایتونو کې د دارالانشاء ریاستونه پنځه تنه غړي لري چې د ولایتي کمېټې مسوول او دارالانشاء رئیس او منشیان په کې شامل دي.  د ولايتي كمېټې او دارالانشاء رئيسان تر ۹۰۰ او پاتې غړي يې هره میاشت ۵۰۰ امريكايي ډالره تنخوا اخلي. خو په ۱۱ ولایتونو کې د کلید خبریالانو د ولایتي کمېټو له رئیسانو سره د مرکو له لارې موندلې چې هر یو ته یې ۱۲۰۰ امریکايي ډالر ورکول کېږي.

د کابل په څېر په ولایتونو کې هم د سولې عالي شورا غړو ته د ورکړل شويو موټرو، ساتونکو، د مامورینو او اجیرانو د لګښتونو په اړه د سولې عالي شورا ویاند زموږ خبریال ته معلومات نه دي ورکړي. دغه راز د سولې د عالي شورا د ولایتي دفترونو د کرایې لپاره د سولې عالي شورا په میاشتنۍ کچه ۲۰۰۰ ډالره ځانګړي کړي، خو مظفري دا په ګوته نه کړه چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو له جملې په کومو ولایتونو کې دوی دفترونه کرایه کړي او په کومو ولایتونو کې په دولتي ودانیو کې ځای پر ځای دي.

د سولې د عالي شورا لګښتونه څوک ورکوي؟

د سولې د عالي شورا ویاند امین الدین مظفري وايي چې (( دغه شورا په دولت كې كومه بودجه نه لري))، بلکې نړیوال ډونران یې مالي ملاتړي دي. دی وايي چې مرسته شوې پیسې نېغ په نیغه د سولې عالي شورا ته راځي، خو بیا وروسته په مالیې وزارت کې ساتل کېږي. 
دوی په پراخه کچه پروژې لري او پیسې هم د شورا له لوري ورکول کېږي:(( پروژې سكټوري وزارتونه ترسره کوي، خو پيسې يې ماليې وزارت زموږ له بودجې وركوي او دا پروژې د هغو كسانو لپاره دي چې د دې پروسې له لارې له دولت سره يو ځاى شوي.)) 

بهرني سفرونه

د سولې عالي شورا استدلال کوي چې د افغانستان د سولې پروسه نړیواله او سیمه ییزه کشاله ده او اړتیا لیدل کېږي چې د دغې شورا غړي بهر ته سفرونه وکړي. خو په خبره یې دغه سفرونه تر ګاونډیو هېوادونو محدود دي:((په كال كې تر دریو پورې سفرونه لرو، چون سوله سيمه‌یيزې او نړيوالې همكارۍ ته اړتيا لري، نو ځكه موږ دغو سفرونو ته اړتيا وينو.)) که څه هم دوی بهر ته د شویو سفرونو بودجه او لګښتونه نه په ګوته کوي، خو وايي چې د دغو لګښتونو یوه افغانۍ هم له بیت المال څه نه ده ورکړل شوې.

د دې شورا مشرتابه

دا شورا د پخواني فقید مشر برهان الدین رباني په مشرۍ رامنځته شوه چې ورپسې یی دا څوکۍ ځوی ته میراثي پاتې شوه دګډ حکومت له راتګ دا پروسه د اتمر تر قیادت لاندې راوسته له دې سره نوموړی په غوړ پوسټ ونازول شو چې دخارجه وزارت کلیدي څوکۍ یی اشغال کړه .
اوس چې دې شورا مشرتابه ته د ګیلاني نومونه شوې نو دابه دسولې دپرمختګ په برخه څه ډول رول ولوبوي دا به وخت ثابته کړي
خو د طالبانو په نوم په ټولو جوړوو شوو ناستو کې داشورا هیڅ ونه پوښتل شوه
چې ترې د لاسته راوړنې طمعه کول هم داشباحو څخه د خیر هیله ده

مخکینې مطلب

کابل بېرته په برېښنا باندې روښانه شو

بل مطلب

مقدونیا د افغان کډوالو پر مخ دروازې تړلې دي، چې له وجې یې لوی انساني بحران رامنځ ته شوی دی

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com