کابل ټکی کام (شنبه، ۱ ثور، ۱۴۰۳ل)
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي: په هيواد کې يې د انټرنټ بيې ټاکلي او په وينا يې هڅې رواني دي ،چې د انټرنټ بيې نورې هم راټيټې شي.د دغه وزارت وياند د نوري فايبر په تړاو وايي: دغه پروژه تر اوسه په هيواد کې څه باندې ۸ زره کيلومتره غځول شوې او په وينا يې هڅې روانې دي ،چې ټول هيواد د نوري فايبر له لارې سره ونښلول شي.د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وياند، عنايت الله الکوزي وايي : (( اوسمهال افغانستان په اوو ځايونو کې له ګاونډيو هيوادونو سره نښلول شوی او مخابراتي شبکې له همدغو ځايونو انټرنېټ واردوي، چې ډېری يې د منځنۍ آسيا او سويلي آسيا هيوادونو سره دي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هڅه کوي ، چې د افغانستان ګڼې سيمې له نوري فايبر سره ونښلوي.))له دې سره سم، د کابل يو شمېر اوسېدونکي د انټرنټ د بيو له لوړوالي شکايت لري.دوی وايي: سره له دې، چې په لوړه بيه انټرنټ فعالوي؛ خو بيا يې هم کيفيت ټيټ وي.دوی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارته غواړي ،چې د انټرنېټ د بيو راکمېدو او همداراز دکيفيت لوړولو ته په جدي توګه پام وکړي.د کابل اوسېدونکي، اميد وايي: (( د انټرنيټ بيه ډېره لوړه ده، په افغانستان کې د يوه، دوو او لسو جي بي انټرنيټ بېه د نورو هيوادونو په پرتله ډېره لوړه ده.))د کابل يو بل اوسېدونکي، علي رضا وايي: (( د نورو هيوادونو په پرتله، د انټرنېټ کيفيت ډېر ټيټ دی ،خو هغه شرکتونه چې انټرنټي خدمتونه وړاندې کوي، د خپلې عرضې کيفيت دې لوړ کړي.)) اخوا، د کانونو او صنايعو خونه وايي : پر مخابراتي او انټرنټي چارو په پانګونې سره به د هيواد اقتصاد هم وغوړېږي.د کانونو او صنايعو خونې مرستيال، سخي احمد پيمان وايي: (( دوه انتخابه موجود دي، يا دې خپله حکومت، د مخابراتو وزارت او سلام شبکه يو نوي شرکت جوړ کړي او پانګونه دې پرې وکړي او يا دې انټرنټي خدمتونه وړاندې کړي ، چې عوايد يې د خلکو نصيب شي او د دولت خزانې ته ولاړ شي.))له دې مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست له طلوع نيوز سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، دمګړۍ په ټول هېواد کې څه باندې ۱۸ زره مخابراتي سايټونه فعال دي او د لومړنيو شمېرو له مخې۶۱ سلنه افغانان مخابراتي خدماتو ته لاسرسي لري.