لیکوال: محمد فاروق قریشي
مقدمه:
حامدا و مصلیا أما بعد: انساني ارتباط یو طبیعي فطرت ګڼل کیږي چې الله ﷻ د انسان پيدایښت سره رامینځته کړې دی، د آدم علیه السلام پیدایښت نه وروسته د هغه (ع) لمړنۍ دنده ابلاغ، وضاحت او پوهول وه، همدارنګه د انسان اړیکه لمړۍ له ملائکو سره ونیول شوه او هغوي ته یې ابلاغ وکړ، ددې په اړه الله ﷻ فرمایي:( قال يا آدم أنبئهم بأسمائهم) [البقره: 33].
ژباړه: الله ﷻ وویل: ای آدم (ع)! ملائکې په خپلو نومنون خبرې کړه ( یعنې د اشیاوو په رازونو یې خبرې کړه.
نن د ابلاغ او ارتباط لپاره تر ټولو غوره وسیله رسنۍ دي.
د انساني ژوند تاریخ کې د اشخاصو، ډلو او ملتونو ترمنځ اړیکې او تړاوونه په یو لړ علومو او پوهې سره ترسره کېدل چې د هغو نه رسنۍ هم دي.
رسنیو د یوه شخص یا اشخاصو څخه نورو ته د معلوماتو لیږدول پیل کړل، ترڅو دا معلومات د خولې څخه مستقیم غوږ ته د کومې وسیلې نه پرته ورسيږي، سربیره پردې دا کلمه په مستقیم ډول د مشاهدې له لارې هم لیږدول کیږي.
سترګې او غوږونه (اورېدل او ليدل) د معلومات ادارک لپاره اساسي وسیلې دي،
دغه دواړه اعضا د تفاهم او د معلوماتو زیاتېدو مهمې وسیلې بلل کېږي.
پخوا د یو شخص نه بل شخص یا اشخاصو ته د معلوماتو انتقال یواځنۍ وسیلې غوږ او سترګې وې، البته په معاصره نړۍ کې دغه کار په ډېره چټکتیا او پرمختک سره د یوې بلې وسیلي له لارې مخته ځي چې دغې وسیلي ته راډیو وایي.
راډیو کولای شي چې پر یوه وخت میلیونو خلکو ته معلومات ورسوي.
پخوا به معلومات د مشاهدې له لارې هم خلکو رسېدل البته اوس په معاصره نړۍ کې دغه کار د یوې ډېرې پرمختللې او قوي وسيلې لخوا سرته رسول کېږي چې د تلویزیون نومېږي.
رسنۍ یواځې د پیغام لېږد وسیله نه ده بلکې د سترو دیني، سیاسي، ټولنیز او نظامي اهدافو تر لاسه کولو یوه مؤثر ځواک دی، نو ځکه اوس رسنیز تبلیغات د یوه حکومت څلورم قوت بلل کېږي.
رسنیز جهاد اهمیت:
په نړۍ کې د زموږ پر وړاندې د دښمن جګړه یواځې نظامي نده، بلکې دښمن زموږ پر وړاندې یوه بله ډېره خطرناکه او پټه جګړه روانه کړې، چې په یاده جګړه کې د نظامي جګړې وسائل نه کارول کېږي بلکې په کې رسنۍ او دېته ورته د معلوماتو انتقال اسباب کارول کېږي.
لکه څنګه چې موږ د دښمن مقابله په نظامي جګړه کې په نظامي وسائلو کوو نو همدارنګه په فکري جګړه کې موږ اړ یو چې د یادې جګړې مقابله په خپلو وسائلو د دښمن پر وړاندې وکړو ځکه چې د نظامي جګړې وسائل د فکري جګړې په ډګر کې دښمن ته هېڅ ماته نشي ورکولای.
البته د فکري جګړې وسائلو باندې کولای شو چې د دښمن دغه پټه او زهرجنه جګړه پاۍ ته ورسوو ځکه چې فکر په فکر ماتېږي نه په تبر او د فکري جګړې په وسائلو څخه تر ټولو مهمه وسیله رسنۍ دي.
لکه څنګه چې د دښمن پر وړاندې د اسلام مبارک دین د دفاع او اعلاء کلمة الله لپاره پر موږ جهاد فرض دی، همداسې د جګړې او قتال وسائلو چمتو کول، زده کول او کارونه پر موږ واجب ده.
لکه څنګه چې اصولي قاعده ده: :(بما لا يتم الواجب إلا به، فهو واجب)
په هر هغه څه چې واجب سرته رسېږي هغه په خپله واجب دي.
اوس لکه څنګه چې موږ ته رسنیز جهاد اړین دی همدارنګه د هغه وسائلو مهیا کول او د مؤثر استعمال لپاره يې مسلکي زده کړې پر موږ واجب ده.
په هغه څه چې زه غواړم ټینګار وکړم هغه د جهادي رسنیو فعالول دي، دغه رسنۍ د جهاد یوه نوع بلل کېږي، دا پدې مانا ده چې جهادي رسنۍ باید لغوه نشي او نه یې فعالیت وځنډول شي او نه هم له پامه وغورځول شي، په هر ډول شرایطو کې باید د دښمن پر وړاندې اعلامي جهاد وشي، ترڅو د جهاد درې ګونه انواع متحقق شي، چې پر دښمن د بریا راز هم په دغه درې ګونه جهاد کې دی چې باید په یوه وخت کې وشي.
رسول الله ﷺ وایي: وعنْ أنس، أنَّ النَّبيَّ ﷺ قَالَ: جاهِدُوا المُشرِكينَ بِأَموالِكُمْ وأَنْفُسِكُم وأَلسِنَتِكُم. رواهُ أَبُو داود بإسنادٍ صحيح
ژباړه: د مشرکینو سره په خپل مال، نفس او ژبې سره جهاد وکړئ.
محدثین د پاس حدیث شریف په شرح کې وایي چې لساني جهاد د اسلام مقدس دین ته د دعوت، تبلیغ، د اسلام نه د لساني دفاع او د ملحدینو سره مجادلې نه عبارت دی ۱.
حافظ ابن حجر رحمه الله د جهاد فرضيت په اړه وایي: جنس د جهاد چې مسلمان د کفارو پر وړاندې کوي هغه تعین شوی دی چې عبارت د لساني، مالي او ځاني جهاد څخه دی۲.
په اوسني عصر کې لساني جهاد لپاره ترټولو مؤثره وسیله رسنۍ دي، نو ځکه رسنۍ په اسلام کې خواره اهمیت لري.
الله ﷻ وایي: ( و أعدوا لهم ما استطعتم من قوة و من رباط الخیل ترهبون به عدو الله و عدوکم) سورة الأنفال/ 60
د صفوة التفاسیر مؤلف مولانا صابوني (رح) په خپل تفسیر کې په ذکر شوي آیت شریف باندې یوه فایده لیکلې او وایي: په دغه آیت شریف کې د (قوة) کلمه نکره ذکر شوې چې ورنه مراد هر هغه قوت دی چې دښمن پرې وېرېدلای شي، هغه نظامي قوت وي که مادي قوت او که رسنیز قوت.۴
د زموږ دښمن هلته زموږ نه وېرېږي کله چې دوئ زموږ پر نظامي قوت خبر شي او د دوئ خبرولو لپاره تر ټولو غوره وسیله رسنۍ دي.
ـ د جهاد او رسنیو ترمنځ مشترک ټکي:
دا مسلمه خبره ده چې جهاد او رسنۍ یوازې د اسلامي شریعت د مقاصدو لاسته راوړلو، د شر او مفاسدو څخه د مخنیوی لپاره مشروعه شوي، ځکه د شرعي مقاصد ترلاسه کولو لپاره جهاد او رسنۍ تر ټولو مهمه وسیله ده چې یو پر بل بشپړېږي.
جهاد او رسنیو مفاهیم یو پر بل مبتني دي او د همدې امله یې ترمنځ ډېر مشترکات شته چې څه یې په لاندې ډول دي:
1- د اسلامي تاریخ په ټولو غزواتو کې مسلمانانو له یوه قوم او ډلې سره جګړه نه ده کړې، بلکې د هغو شریره قوتونو سره یې هم جګړه کړې ده چې د اسلامي دعوت پر وړاندې خنډ وه.
جهاد د کفر او استبداد هغه قوتونه له منځه وړي چې د اسلامي لارښوونو او احکام د تبلیغ مخه نيسي او دا کار اسلامي رسنيو ته لاره هواروي چې اسلامي مفاهیم او احکام خلکو ته بيان کړي او هر چا د اسلام دین دعوت ورسوي.
د دعوت او شرعي احکامو د نافذولو لپاره جهاد ضروري دى، د همدې امله الله ﷻ جهاد د دين له مهمو او ډېر ستر اجر لرونکو عباداتو څخه ګرځولی.
الله جل جلاله فرمايي:﴿ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴾ [البقرة: 216].
ژباړه: پر تاسو باندې جهاد فرض شوې دی خو تاسو خپل ځان لپاره ښه نه ګڼۍ، ډېر وخت یو شي تاسو بد ګڼئ، په داسې حال کې چې هغه ستاسو لپاره ښه وي، کېدای شي چې تاسو یو شی خوښ کړی او هغه ستاسو لپاره بد وي، الله ﷻ ښه پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ.
۲ – ثابته شوه چې اسلامي رسنۍ او جهاد کول د مؤمنانو تر ټولو ستر او نهايي هدف دی، له جبر څخه د ازادۍ او استقلال فضا برابرول د اسلام او مسلمانانو اصلي دنده ده، کله چې رسنیو لپاره ازاد او مناسبه فضا چمتو شي نو کولای چې د اسلام مقاصد او احکام خپاره کړي او تر هر چا یې ورسوي.
جهاد بیا د دعوت پر وړاندې هر خنډ لمنځه وړي او رسنیو کولای شي چې اسلامي دعوت هر چاته ورسولای شۍ.
الله سبحانه وتعالی فرمايي:
: ﴿ وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَآمَنَ مَنْ فِي الْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا أَفَأَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ ﴾ [يونس: 99]
ژباړه: «او که ستا رب غوښتلي وای نو د ځمکي ټولو خلکو به ايمان راوړی وه، ایا ته خلک مجبوروي ترڅو هغوی مؤمنان شي.
د جبر، د ظلم او تېري د مخنيوي او د رسالت رسولو ته د زمينې برابرولو لپاره جهاد کېږي، ترڅو خلک په جبر باندې په کفر پاتې کېدو ته اړ نشي او د رسول ﷺ رسالت رسول لپاره زمینه ورته برابره شي.
الله ﷻ وایي: ﴿ وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ فَإِنِ انْتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴾ [الأنفال: 39]
ژباړه: د کفارو سره تر هغه جهاد وکړئ ترڅو فتنه لمنځه لاړه شي او دین یواځې د الله ﷻ شي….
په جهاد کې اصل دا دی چې دعوت او خلکو سره ارتباط ته لاره هواره کړي، ترڅو خلک د الله ﷻ کلام واوري او مبلغینو ته زمینه برابره شي ترڅو د اسلام مبارک دي ټولو خلکو ته ورسوي، د داعیانو لپاره د دعوت په مجال کې اوس تر ټولو اسانه وسیله رسنۍ دي چې ددوئ غږ د دنیا ګوټ ګوټ ته رسوي.
۳ – جهاد د انبیاوو او ریښتینو داعیانو لپاره د دعوت ته لاره پرانیزي، ځکه حق کوم صامت او منفي شی ندی، بلکې ناطق او واضح دی، چې باید د رسنیو لخوا ټولو خلکو ته بیان شي،البته په داسې توګه ترڅو خلک حق وپېژني او د منلو لپاره یې قناعت حاصل کړي.
د اسلامي عقیدې روښانه کولو او د اسلام مبارک دین احکامو ابلاغ لپاره تر ټولو غوره وسیله رسني دي، نو ځکه رسني په اسلام کې ډېر اهمیت لري.
۴ – د نړیوال اسلامي وحدت تأمين لپاره د جهاد او بیان نه پرته بله لار نشته ځکه جهاد د اسلامي مطبوعاتو لپاره لاره هواروۍ ترڅو خپل فعالیت وکړي، ځکه چې رسنۍ یوازې په یوه اسلامي ټولنه کې ازاد فعالیت کولای شي.
اسلامي رسنۍ د مسلمه امت ترمنځ د یووالي او د الله ﷻ پر دین د تمسک او منګولو روحیه خپروي، او دا پیغام مسلمانانو او ټولو خلکو ته رسوي چې په اسلام کې پر یو بل امتیاز او غورولی نشته مګر د تقوا او پرهېزګارۍ پر بنسټ.
۵ – اسلامي رسنۍ د مسلمانانو په منځ کې د مقاومت روحيه پياوړي کوي او هغوئ خپلو بشري حقوقو، ازادۍ او کرامت دفاع لپاره هڅوي، د همدې امله رسول الله ﷺ الله تعالی رسنیز فعالیت جهاد ګڼلی دی.
رسول ﷺ فرمايي: (قاتلوا المشركين بأموالكم وأنفسكم وألسنتكم) رواه احمد و ابو داود.
ژباړه: له مشرکانو سره په خپلو مالونه، نفسونو او پر خپلو ژبو جهاد وکړئ!.
۶ – د دښمن د پلانونو شنډول په څو ډوله کیدای شي، تر ټولو مهمه وسیله یې جهاد او رسنۍ دي، زموږ او د دښمن تر منځ جګړه د ذهنونو، زړونو او مواقفو ګټلو او همدارنګه د ځمکو، مالونو، منابعو او بازارونو د ګټلو باندې ده.
نو د جغرافیاوي تسلط لپاره جهاد کېږي او د فکري اصلاح او تسلط لپاره د رسنیو پر مټ دعوت کېږي.
رسنۍ او نړیواله جګړه:
د سياسي او ټولنيز ژوند پرمختګ سره هيوادونه زيات شول، اکثره هيوادونه په بيلابيلو عقایدو، افکارو او ارزښتونو ولاړ وو، هر هيواد په دې هڅه کې و چې پر نور خپل اصولو، افکار، نظریات او فرهنګ ومني، نو ځکه یې په ډېرې چټکتیا سره د خپلو افکار خپرول یې پېل کړل، ترڅو نور په خپل فکر، عقیده، قوت او ځواک قانع کړي، په مرور د زمان سره دغه کشمکش د یوې نړیوالې نظامي جګړې بڼه واخیسته.
رسنۍ په دې نړيواله جګړه کې د يوې خطرناکې وسلې په توګه راڅرګندې شوې او په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې د رسنیز ډګر مخته وړلو لپاره پرمختللې وسيلې اختراع شوې، دغو وسیلو په ډېر اسانه او ساده ډول هرې ټولنې افرادو او ډلو ته د لاسرسي وړتيا پيدا کړه، په دې توګه په اوسنۍ نړۍ کې رسنيو د هيوادونو، ټولنو او سازمانونو ډېر پام ځان ته اړولى دى.
په معاصره نړۍ کې رسنۍ د پیغام لېږونکي فکر او ايډیالوژۍ نورو ته د انتقالولو لپاره یوه اغېزمنه وسیله وګرځېده، رسنۍ د بشري فعالیتونو په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، هنري او ټولو برخو کې فعالیت کوي.
په دې توګه رسنۍ په معاصره نړۍ په یو اغېزمن ځواک بدلې شوې ځکه رسنۍ یو فعال قوت دي چې انساني ټولنې په مختلفو افکارو، نظریاتو او فرهنګونو یو بل سره د بدلون، قناعت او په اخر کې اطاعت په رسۍ تړی.
هغه سمعي او بصري سیلاب چې نن ورځ یې موږ د رسنیو لخوا وینو دا د رسنیو خطر او اهمیت هرې ډلې یا دولت ته چې د سیاسي، نظامي او جغرافیاوي پرمختګ په تکل کې وي روښانه کوي.
د دغه رسنيز انقلاب له مثبتو اړخونو سره سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په مختلفو ټولنو او هیوادنو ډېرو منفي اغیزو لامل شو، ډېر نشراتي سټیشنونه او چاپي خپرندویه ادارې هغه ناوړه څه نشر او چاپ کړل چې په ټولنو کې د فکر، فرهنګ، اخلاقو او کلتور بدلون لامل شول او د ځوانانو په ذهنونو کې یې یوه سخته طوفاني فکري جګړه په خوځښت را وسته.
اوس که چېرې موږ رسنۍ استعمال کړو او کنه خو دښمن يې په ښه مؤثره او مسلکي توګه استعمالوي، د زموږ ټولنه یې هم تعقیب ته د زموږ رسنیز فعالیت په نه شتون کې اړ کېږي چې پایلې به یې دومره سختې، ژورې او منفي وي چې حل لاره به یې لسګونه کلونه مبارزه غواړي.
دا چې په شل کلن اشغال کې افغان ولس د مجاهدینو ځاني او مالي ملاتړ وکړ، مجاهدینو ته یې خپل کور کې په داسې حال کې پناه ورکوله چې د کور بمبارولو ډېر امکان شتون درلود همدارنګه د ډېرو هېوادوالو کورنه بمبار هم شول.
البته دغه ميړني ولس د خپلې قوي اسلامي عقیدې پر اساس ټول کړاوونه پر ځان ومنل او د مجاهدینو هر اړخیز ملاتړ وکړ.
کله چې افغانستان فتح شو، د کابل هوایي میدان کې ځینې افغانان د طیارو پسې ځانونه تړل، د چا مېرمن به لاړه او دی به تش پاتې شو، د چا به اولاد پاتې شو خپله به اورپا او امریکا ته لاړ.
دا ولې؟
آیا دغه خلک افغانان نه وه؟
دا د هغه پلرونو اولاده نه وه چې انګرېز او روس ته یې ماته ورکړې وه؟
دا ځکه چې افغانستان بهرنیو اشغالګرو نظامي اشغال کړ همدارنګه د رسنیو پر مټ فکري هم اشغال کړ او د زموو اکثره ښار مېشته هېوادولو ذهنونه په خپلو افکارو او عقایدو اشغال کړل.
مګر موږ کمونستان مات کړل او کمونیزم لا شته، ډموکراټان مو مات کړل خو ډیموکراټیک فکر لا شته او دېته ورته نور هغه غیر اسلامي افکار چې زموږ ټولنه کې وجود لري.
د انسان بدن هر غړۍ د کوم کار او اقدام کولو لپاره په حرکت راځي ددغه حرکت نه وړاندې د هغه کار او اقدام فکر یې ذهن ته ورغورځېږي بیا حرکت او اقدام منځته راځي.
په معاصره نړۍ کې رسنۍ انسانانو ته د فکر ورکولو د تر ټولو ستره او پرمختللې وسیله ده یعنې رسنۍ کولای شي چې په خلکو او ټولنو کې ژور هر اړخیز بدلون را ولي.
که چېرې د نړۍ هره فکري او دیني ټولنه د بلې ټولنې په خلاف خپل رسنیز ډګر نه ښه استفاده وکړي نو کولای شي پر خپل مخالف لوري په ډېره اسانه توګه بر لاسې شي چې مالي او ځاني لکښت به یې هم ډېر کم وي.
دا چې پخوا حکومتونو پر یو بل د غلبې حاصلولو لپاره له نظامي قوت نه کار اخیسته، چې مالي او ځاني لکښت په یې خواره ستر وه، په اوسنۍ نړۍ د نظامي قوت پر ځای رسنیز او تبلیغاتي قوت نه استفاده کېږي دا ځکه چې ددغه قوت لکښت ډېر کم دي او اغیزه یې ډېره ځواکمنه او همېشنۍ ده.
اسلامي رسنیو ته څه اړتیا ده؟
رسنیز فعالیت یوه اسلامي دنده ده چې پر مټ یې دعوت کېږي، د الله ﷻ احکام خلکو ته ورسېږي او د هر هغه فکر، معصیت او بدعت سره مبارزه ورسره کېږي چې د مسلمانانو عقیدوي انحراف لامل ګرځي
الله تعالی فرمایي: {ولتكن منكم أمة يدعون إلى الخير ويأمرون بالمعروف وينهون عن المنكر و أولئك هم المفلحون} [آل عمران: 104].
ژباړه: باید دستاسو په منځ کې یوه داسې ډله وي چې خلک خیر ته را وبلي، په نیکۍ امر وکړي او له بدۍ خلک منع کړي، بې له شکه چې دغه ډله کامیابه ده.
رسول الله ﷺ په حدیث شریف کې د دې قول تصدیق کړی دی:
والذي نفسي بيده لتأمرن بالمعروف ولتنهون عن المنكر، أو ليوشكن الله أن يبعث عليكم عقابا منه، ثم تدعونه؛ فلا يستجاب لكم(رواه الترمذي وحسنه)..
ژباړه: قسم په هغه ستر ذات چې زما روح یې په لاس کې دی،تاسو به خامخا په نېکویو امر کوی او له بدیو به خلک منع کوي، که چېرې دا کار تاسو ونکړ نو لرې نده چې الله ﷻ پر تاسو عذاب نازل کړي، بیا به تاسو الله ﷻ ته دعا کوي او دعا به مو نه قبلېږي.
د یوه امت لپاره دا ناشونې ده چې پرته له اغیزمنو وسیلو څخه د دفاع او استقامت وړتیا ولري، پر غیر مسلمانانو د لوړتیا، اغېزې او د هغوئ هدایت لپاره باید مسلمه امت، اسلامي هېوادونه او ټولنې رسنیو ته تر ټولو زیاته پاملرنې وکړي او په رسنیز ډګر کې خپل قوت په ډېر مهارانه او مؤثره طریقه وکاروي، ځکه چې په اوسنۍ نړۍ د ابلاغ او دعوت لپاره ترټولو مؤثره، اسانه او ګټوره وسیله رسنۍ دي.
کله چې د مسلمه امت پر وړاندې د کفر او طاغوتي ټولنو رسنیز فعالیت بر لاسی وي، نو پر اسلامي ټولنه به خامخا هر اړخیزې اغېزې کوي او د هغه کفري ټولنو پر رنګ به رنګین کېږي، لکه څنګه چې د اسلامي نړۍ اوسنۍ حال دی.
په اسلامي امت باندې د خالق له نعمتونو څخه یو دا دی چې یو هدایت کوونکی دین او یو مرشد رسول ورته را لېږلی، داسې یو دین دی چې د انساني ژوند له مختلفو اړخونو او حالاتو سره سمون خوري.
که چېرې مسلمان د اسلام په مقدس دين منګولې ولګوي، د زده کړې لپاره یې ښې هلې ځلې وکړي، د ابلاغ تر ټولو پرمختللې وسیلې وکاروي نو پرته له شکه په د کفر هرې نیوکې ته معقول ځواب وویلای شي او کفار د اسلام پر حقانیت قانع کړي دا ځکه چې په دغه مبارک دين کې هر معاصر کفر او هرې ګمراه کوونکې عقېدې ته قناعت کوونکی ځواب لري او د اسلام مبارک دین ټول احکام او اصول د سالم عقل سره موافق دي.
د نولسمې ۱۹ پېړۍ له پرمختګونو او اختراعاتو نه وروسته د لوېديځ فکري يرغل په اسلامي نړۍ په پراخه پيمانه د سمعي او بصري رسنیو له لارې زیات شو، چې په اسلامي نړۍ او ټولنه یې ډېرې منفي اغېزې وکړې او مسلمه امت هلته غرب ته تسلیم شو کله چې په ابلاغ او رسنیز ډګر کې ماته و خوړه، نو راځئ رسنیو ته اهمیت ورکړو اوترېنه مؤثره استفاده وکړو.
د اسلامي رسنیو حکم:
رسنیز فعالیت د یو تخصصي سیستم په توګه فرض کفایي دی، کله چې د ځینو خلک لخوا ترسره شي د نورو غاړې ددغه مکلفیت څخه خلاصېږي.
خو دا مکلفیت هغه مسلمان ته متوجه کېږي چې په رسنیو کې د کار مسؤلیت په غاړه اخلي، همدارنګه هغه چاته چې په کالج یا انسټیټیوټ کې یې د رسنیو زده کړې بشپړې کړې وي او یا یې هم د رسنیو کورسونه ویلي وي۳.
د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي نړۍ په کچه داسې یو نظام دی چې شریعت نافذ کړی، قرآن او سنت یې خپل اساسي قانون بللی، په ټولو حکومتي اداراتو کې د اسلام انفاذ غواړي.
البته اوس رسنیز دعوت د اسلامي امارت وجیبه ده چې باید په ښه معیاري توګه یې سرته ورسوي، د ټولو رسنیزو وسائل نه په سمه توګه استفاده وکړي او د محمدي رسالت په رسولو کې ورنه ګټه واخلي.
د اسلامي رسنیو دندې:
– تبلیغاتي دنده: اسلامي رسنۍ د توحید عقیدې خپرول، د الله ﷻ خالصې بنده ګۍ ته د خلکو را بلل، د هر ډول شرک او بدعتونه نه پرده پورته کول، د ظالمانو ظلم افشا کول، باطلو او ګمراه کوونکو عقائدو افشا کول د اسلامي رسنیو غږ دی.
– خبري فعالیت: خبرونه، معلومات، پیښې او حقایق خپرول، د مسلمانانو قضیو روښانه کول، تحلیلول او د اسلامي لیدلوري له مخې ورته مناسب حل لارې وړاندې کول.
– علمي او تربیوي دنده: د خلکو د فکر، وجدان او چلند عالي کول، د شرعي علومو او نورو ګټورو علومو تعلیم ته خلک هڅول، اسلامي مفاهیم په خپلو عالي اصولو او ارزښتونو سره خپرول، د تربیوي او اخلاقي معنویتونو ایجادول او د اسلامي شريعت له مخې داسې یو ایماني نسل روزل چې د اسلامي رسالت مسؤلیت په غاړه اخستلو توان ولري.
– ټولنیز فعالیت: د یو متوازن، فکري، اخلاقي، او قوي اسلامي شخصیت جوړول، د یوې همغږي او منسجمې ټولنې جوړول، او نورو ته د انساني احساس تعمیق لپاره کار کول، د مینې، محبت، هماهنګۍ او همغږي روحیې خپرولو سره.
د ټولو مسلمانانو تر منځ د ټولنيزو وحدت او اړيکو ټينګول، د مظلومانو ملاتړ کول او د هغوی سره د انصاف کولو لپاره کار کول، اسلامي ټولنه د غربي ټولنو له رازونو، تمدن او د هغو مفاهيمو څخه خبرول چې د انسانيت سره په ټکر کې دي.
ـ د غربي رسنیو سره د مقابلې اړتیا:
رسنۍ یواځې د مقابلې او تبلیغاتو وسیله نه ده بلکې اسلامي رسنۍ د دعاتو، علماء او مرشدینو لپاره یو ښه وسیله ده چې پر مټ یې کولای شي چې د الله ﷻ او د هغه رسول ﷺ پیغام خلکو ته ورسوي، مسلمانان نیکویو ته دعوت کړي او د بدیو څخه یې د ژغورنې هڅه وکړي، کفارو ته د اسلام مقدس دین بلنه ورکړي، د اسلام محاسن، د کفر او الحاد اضرار ورته په ګوته کړي ترڅو ددې لارې نه اعلاء کلمة الله وشي.
الله ﷻ فرمایي: {فلولا نفر من كل فرقة منهم طائفة ليتفقهوا في الدين ولينذروا قومهم إذا رجعوا إليهم لعلهم يحذرون} [التوبة: 122].
لکه څنګه چې پاس آیت شریف کې الله ﷻ د علماوو ډلې ته اشاره کړې دوئ به لمړۍ ددین زده کړه کوي او وروسته به د پیغمبرانو علیهم السلام په شان د خلکو پر وړاندې د بشارت او انذار دنده مخته وړي.
علماء کولای شي چې د اسلامي رسنیو لخوا د غربی رسنیو هغه نیوکې رد کړي چې په اسلام، اسلامي ټولنه او ارزښتونو کېږي.
دعلماوو لپاره تر ټولو غوره وسیله د دعوت په مجال کې په اوسني عصر کې رسنۍ دي، ځکه ددوئ دعوت میلیونونو خلکو ته په ډېر اسانه او چټګه توګه رسېږي.
خلاصه: رسنیز اسلامي فعالیت لساني جهاد دی، رسنۍ د دعوت لپاره یوه تر ټولو غوره وسیله ده، رسنیز فعالیت په اسلام کې ډېر لوړ مقام او اهمیت لري، رسنۍ د یو حکومت څلورم قوت دی او رسنۍ د یو حکومت لپاره د ژبې حیثیت لري.
ـــــــــــــــــــــ
مراجع:
۱ـ
• مشكاة المصابيح، محمد بن عبد الله التبريزي، الناشر: المكتب الإسلامي، بيروت، الطبعة: الثالثة، 1985.
• بلوغ المرام من أدلة الأحكام، أحمد بن علي بن حجر العسقلاني، تحقيق وتخريج وتعليق: سمير بن أمين الزهيري، الناشر: دار الفلق، الرياض، الطبعة: السابعة، 1424 هـ.
۲ـ
• فتح الباري ج/6 ص/ 38
۳ـ
• الإعلام الإسلامي الواقع والطموح: عدة
مولفين ص 21.
• أصول الإعلام د. إبراهيم الإمام ص 15.
• الاتصال وتکنولوجيا التعلم: د. ربحي عليان ود. محمد الدبس ص 40.
۴ـ
• صفوة التفاسیر ج/ ۱ تفسیر سورة الأنفال
• په لسګونه اسلامي مجلې او ویبسایټونه..