یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

له فساد څخه پاک افغانستان لپاره د اسلامي امارت تګلاره

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مې 5, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
18
ځلې شریک شوی
228
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه: ح.ن

فساد د بشري ټولنې لپاره یوه ستره ننګونه ده، چې د یوه هېواد اقتصادي وده، ټولنیز عدالت او سیاسي ثبات کمزوری کوي. له بده مرغه، د تېر شل کلن اشغال په دوره کې، د فساد لمنه په خورا چټکۍ د افغانستان د تېرو نظامونو په ساختارونو کې خوره شوه، ان تر دې، چې له وړو بډو څخه نیولې تر لوړې کچې اختلاس پورې، د یو شمېر هېوادوالو په ورځني ژوند کې یې ځای ونیو.
فساد سره مبارزه او د دې پدیدې له منځه وړل اسانه کار ندی، دا کار له یوې خوا د حکومتونو قاطع عزم او پرېکړو ته اړتیا لري او له بل پلوه، د حکومتوالۍ، شفافیت او حساب ورکونې ټولې برخې باید په اساسي توګه اصلاح او بېرته ورغول شي. اسلامي امارت د فساد د ناوړه اغېزو په درک کولو سره ژمن دی، چې د دې پدیدې سره د مبارزې او د لمنځه وړلو او د یوه شفاف او حساب ورکونکی نظام د رامنځته کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره، د حکومتوالۍ په ټولو چارو کې د شفافیت او حساب ورکونې تامینول، د نظام په ملکي او نظامي ساختارونو کې له هر ډول فساد سره مبارزه، او د دغې پدیدې ختمول، هغه څه ول چې، د حاکم نظام مسئولینو ورته لومړیتوب ورکړ او په پوره قاطعت او قوي ارادې سره یې د فساد د مخنیوي لپاره جدي او اساسي ګامونه پورته کړل.
اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې، له هر ډول فساد سره مبارزه پیل کړه او هڅه یې وکړه ترڅو په عامه او خصوصي سکټور کې، شفافیت او حساب ورکونه په پوره توګه تامین او د هېواد په کچه چارې په پوره روڼتیا ترسره شي.
اسلامي امارت د یو جامع حقوقي چوکاټ په رامنځته کولو سره هڅه کړې ترڅو د هېواد په کچه د فساد مخه ونیول شي، مفسدین او سرغړونکي دې د قانون منګلو ته وسپارل شي، او ورته قضایاو ته په چټکۍ او په بې پرې توګه رسېدنه وشي.
شفافیت او روڼتیا، د اسلامي امارت د فساد ضد ستراتیژۍ اساسي کرخه ده، ځکه چې شفافیت د حکومتوالۍ د چارو په تنظیم کې رغنده رول لري، د اختلاس، بې ځایه لګښتونو او د ملي شتمنیو د ضایع کېدو مخه نیسي. دې موخې ته د رسېدو لپاره، اسلامي امارت ژمن دی چې د بودیجې په تخصیص، مالي راکړه ورکړه او د تدارکاتو په ټولو چارو کې شفافیت رامنځته شي ترڅو له دې لارې د فساد مخه ونیول شي او شته منابع د عامو خلکو د ګټو او هوساینې لپاره پکار واچول شي.
د دې لپاره چې یوه سالمه ټولنه رامنځته او هېوادوال د فساد د ناوړه اغېزو په اړه خبر شي، اسلامي امارت له فساد سره د مبارزې په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه ته مخه کړې. اوسنی نظام د هېواد په کچه د ورته پروګرامونو په تنظیم او جوړولو، هڅه پیل کړې ترڅو هېوادوالو ته د فساد د ناوړه اغېزو او د دوی پر ژوند باندې یې د منفي اثراتو په اړه عامه پوهاوی ورکوي، او خلک دې ته وهڅوي ترڅو د فاسدو کړنو مخنیوی وکړي او د دغه ناوړه پدیدې په لمنځه وړلو کې له حکومت سره همکار پاتې شي.
اسلامي امارت د اسلامي اصولو او د شته قوانینو په رڼا کې هڅه پیل کړې ترڅو د نظام هغه بنسټونه، چې فساد سره د مبارزې په برخه کې کار کوي د ساختار او کاري ظرفیت له اړخه لا پیاوړې او اغېزناکه کړي. په ځانګړې توګه، د اوسني نظام په تشکیلاتي جوړښت کې د پلټنې عالي اداره شتون لري او د دغې ادارې له لوري هڅه روانه ده ترڅو په دوامداره توګه د امارتي ادارو د کړنو هر اړخیزه څارنه او پلټنه ترسره شي.
اسلامي امارت، ملي شتمنیو خوندیتوب او ملي خزانې لا غنامندۍ ته پوره پاملرنه کړې او د یو شمېر میکانیزمونو په پلې کېدا سره هڅه ترسره شوې ترڅو د ملي شتمنیو د غلا، ضایع کېدو او حیف و میل مخه ونیول شي.
اسلامي امارت په ټولو امارتي ادارو کې د مسلکي اشخاصو جذبولو ته لومړیتوب ورکړی او د یوې شفافې پروسې له لارې د اهلیت او لیاقت پر بنسټ د کارکوونکو ګمارنه پیل کړې. همداراز، هڅه روانه ده چې په کور دننه او بهر د یو شمېر روزنیزو او ښوونیزو پروګرامونو په ترسره کولو سره کادرونه وروزل شي ترڅو هېواد د پرمختګ پرلور ګام پورته کړي او هېوادوالو ته د اړتیا وړ خدمات وړاندې شي.
د حکومت سربېره، غیر دولتي بنسټونه هم فساد سره د مبارزې، د روڼتیا په تامین او حساب ورکونې د فرهنګ د ودې په برخه کې مسئولیت او رسالت لري. اسلامي امارت د غیر دولتي بنسټونو او سازمانونو سره ګډه هڅه پیل کړې ترڅو د دغو بنسټونو چارې په شفافیت ترسره او هېوادوالو ته خدمات په پوره امانتدارۍ وړاندې شي.
ټکنالوجي د حکومتوالۍ په چارو کې د موثریت او روڼتیا کچه لوړوي، د فساد مخه نیسي او د خدماتو د وړاندې کولو بهیر چټک او اغېزناکه کوي. اسلامي امارت دغه اصل ته په کتو، هڅه پیل کړې ترڅو د برېښنايي حکومتوالۍ، او همدارنګه، د تدارکاتو، ګمرکونو او مالي چارو د مدیریت په برخه کې په برېښنايي (ډیجیټلي) پلټ فارمونو پانګونه وکړې ترڅو له دې لارې، د نظام اداري او مالي چارې تنظیم او په دغو پروسو کې د شته فساد لمنه په پوره توګه راټوله کړي.
اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې، له دیني عالمانو، قومي مشرانو او یو شمېر ټولنیزو بنسټونو سره ګډه هڅه پیل کړې ترڅو په افغاني ټولنو کې د یو شمېر اسلامي او اخلاقي تعلیماتي پروګرامونو د تنظیم له لارې، فساد یو ناوړه او خلاف عمل وګڼل شي. د دې سربېره، حاکم نظام د فساد ضد پیغامونه په خطبو، دیني او تعلیمي نصابونو او د ټولنې د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې ځای پر ځای کړي ترڅو خلک د فساد له زیانونو خبر شي او د دغې پدیدې په لمنځه وړلو کې له حکومت سره کار وکړي.
اسلامي امارت د هر ډول فساد د لمنځه وړلو، د ټولنیز عدالت د تامین، د شفافیت او حساب ورکونې د فرهنګ د دودولو او د یوې سالمې اسلامي ټولنې د جوړېدو په برخه کې په خپلو ژمنو کلک ولاړ دی. اسلامي امارت د حقوقي او اداري ساختارونو په اصلاح کولو، د فساد ضد اقداماتو د ترسره کولو، عامه ښکیلتیا او په کلک عزم او ارادې سره په ټولو برخو کې د فساد جرړې له منځه وړي او له فساد څخه د یوه پاک افغانستان بنسټ یې ایښی دی. اسلامي امارت د اسلامي اصولو او ارزښتونو په رڼا کې د داسې یو نظام د جوړېدو هڅه پیل کړې، چې رېښتنوالي او امانتداري په کې حاکم وي، د نظام په ساختار کې د هر ډول فساد ټغر راټول وي، دولتي چارې په پوره روڼتیا ترسره شي، د ټولو قومونو او جهتونو ترمنځ ټولنیز عدالت تامین وي، او پر نظام باندې د خلکو باور او اعتماد بېرته احیا، ټینګ او پیاوړی شي.

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لوی ټکي: اسلاميے امارت، فساد، ضد مبارزه،
مخکینې مطلب

جنرال یحیی سریع: د اشغال شوي فلسطين بندرونو ته تلونکې ټولې بيړۍ يې نظامي هدف دی

بل مطلب

اسراییلو سره خبرې؛ د حماس یو لوړ پوړ پلاوی قاهرې ته رسیدلی

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com