د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وړمه ورځ د چورلکې په سقوط کې ووژل شو. له ولسمشر رئیسي سره په دغه چورلکه یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي لکه د تبریز د جمعې امام ایت الله محمدعلي الهاشم، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي هم ووژل شول.
دغه پېښه د قزقلعه بند د پرانیستې په مراسمو کې چې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف هم په کې ګډون کړی و، له ګډون کولو وروسته د ستنېدو پرمهال شوې ده.
په نورو قربانیانو کې د ولسمشر د امنیتي ډلې مشر تورنجنرال سید مهدي موسوي، د انصار المهدي قول اردو غړی، د چورلکې پیلوټ او همکار پیلوټ او یو تخنیکر هم شامل دي.
په هر حال، د چورلکي سقوط او په پېښه کې د ولسمشر وژل کېدل، که څه هم ظاهرا په چورلکه کې د تخنیکي ستونزې او د هوا خرابوالی ښودل کېږي، خو د پېښې څرنګوالي ته په کتو سره یو شمېر نړیوالې رسنۍ، شنونکي او کارپوهان دا یوه تصادفي پېښه نه، بلکې له مخکې مدیریت شوې یوه برنامه بولي. دوی احتمال ورکوي، چې د ایران نظام دننه هم د قدرت پر سر یو لړ رقابتونه موجود دي، چې په دې برخه کې ولسمشري څوکۍ ته د آیت الله خامنه یي زوی مجتبي خامنه یی لېوالتیا او تر شا یې قوي ملاتړ یوه بېلګه ده. همدارنګه د ایران او اسراییلو وروستي مخامخ ناندرۍ ته په پام سره، ځېنې شنونکي دا احتمال هم ورکوي، چې کېدای شي په دې پېښه کې د اسراییلو د استخباراتو لاس وي.
په هر صورت، دا چې د رئیسي په وژل کېدو سره، د ایران نظام او کورني او بهرني سیاست به د کومو بدلونونو شاهد وي، د زیاترو شنونکو دا باور دی، له هغه ځایه چې د ایران رسمي داخلي او بهرني پالیسۍ د دې هېواد د مذهبي مشر آیت الله خامنه یي له خوا اداره کېږي، نو د دې شونتیا ډېره محدوده ده، چې په دې برخو کې بدلونونو رامنځته شي. د ایران په سیاست کې بدلونونه د اړتیاوو او شرایطو پر بنسټ، رامنځته کېږي، نه د حکومتونو په بدلون سره. تر رئیسي مخکې هم، د ایران او اسراییلو او امریکا ترمنځ اړیکې له ناندرۍ ډکې او په منځني ختیځ کې د ایران نیابتي وسله والې فعالې وي، د رییسي په دوره کې هم همداسې وه.
د رئیسي په دوره کې چې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې یې رسما د ایران د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، نړۍ او سیمه د یو لړ مهمو پېښو او بدلونونو شاهد وو، چې طبعا د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه ییز او نړیوال سیاست کې د پام تحرک لامل هم شول. د بېلګې په توګه په نړۍ کې د کویډ ۱۹ وایروس خپرېدل او ورسره نړیواله مبارزه، له افغانستان څخه د امریکايي او غربي ځواکونو بشپړ وتل؛ او د غرب او امریکا له ملاتړ برخمن نظام ماتېدل او سقوط؛ د اوکراین د جګړې پیل، او تېر کال، پر غزې د اسراییلو وحشیانه برید او د حماس او اسراییلو د نابرابره جګړې دوام، همدارنګه ورسره جوخت په سوریه، لبنان، اردن، عراق او یمن کې د امریکايي ځواکونو پر اډو د ایران پلوه اسلامي ډلو جنګیاليو راکټي بریدونه. لکه څرنګه چې لیدل کېږي، په ټولو پورتنیو یادو پېښو او تحولاتو کې یو مهم لوبغاړی ایران دی. د اوکراین په جګړه کې د روسي ځواکونو له خوا د ایران د بې پيلوتو الوتکو کارونه، د ټولو نړیوالو پام ځان ته رااړولی دی.
د ایران او افغانستان د اړیکو راتلونکی
د رئیسي په ټاکنیزو شعارونو کې او همدارنګه هغه څه چې نوموړي په ټاکنو کې تر بریالیتوب وروسته د خپل سیاسي دریځ په توګه مطرح کړه، دا و، چې د سیمه ییزې اړیکې پیاوړتیا او پرمختیا او له ګاونډیانو سره د ایران د اړیکو ژورتیا د ایران د دیارلسم دولت، د بهرني سیاست بنسټ جوړوي.کله چې رئیسي د ایران د جمهور رئیس په توګه لوړه وکړه، نو له افغانستان څخه امریکايي او غربي ځواکونو د وتلو په درشل کې و او همدارنګه د امریکایانو له ملاتړ برخمن نظام چې اشرف غني یې مشري کوله، ډېره کاواکه شوی و، ناامني په افغانستان کې خپل وروستي حد ته رسېدلی و، نو د رئیسي تر مشري لاندې دولت سره دا اندېښنه مطرح وه، چې د امریکايانو په وتلو سره په افغانستان کې به بیا کورنۍ جګړه پیل شي او په دې توګه د ایران شرقي ګاونډی د ناامنیو په لومو کې راګیر شي، چې طبعا ایران هم د غربي ګاونډ په توګه له ناوړو پایلو او اثراتو څخه یې به زیانمن شي. خو کله چې اسلامي امارت کابل ونیوه، او په دېر کم وخت یې پر دې وتوانېدل، چې یو واحد او مقتدر نظام رامنځته او په افغانستان کې ثبات ټینګ کړي؛ نو د رئیسي په مشري د ایران دولت پرېکړه وکړه، چې د ایران د ملي ګټو د اړتیا په توګه، په افغانستان کې له حاکم نظام سره تعامل وکړي. د همدغه تعامل له مخې په تهران کې سفارت او اړوند قونسلګري اسلامي امارت دیپلوماټانو ته وسپارل شو؛ تجارتي راکړه ورکړه کچه کې د پام زیاتوالی راغی او په نورو ګډو اقتصادي پروژو لکه د خواف – هرات ریل پتلی او همدارنګه چابهار بندر باندې کار پیل شو. په مجموع کې د اسلامي امارت په تړاو، د رئیسي دولت دې پایلې ته رسېدلی و، چې اسلامي امارت د خپل ۳۰ کلن تاریخ کې دا په ښه توګه جوته کړې، چې دغه جریان په افغانستان کې یو بې هویته او بې رېښه جریان نه دی، بلکې داسې یو جریان دی، چې د افغانستان ټولنې په عمق کې ژورې رېښې لري؛ د افغانستان زیاتره خلک په دغه جریان کې حضور لري او یا له فکري او ایدلوژیک پلوه ورسره همغږي دي. نو له همدې امله د سیمې د یو مهم واقعیت په توګه، له اسلامي امارت سره د ایران د ملي ګټو غوښتنه وه او ده، چې تعامل ورسره وشي. دا باید په یاد ولرو، چې په ایران کې بهرنیو پورې تړلي یو شمېر استخباراتي کړیو پرته، د دغه هېواد ټول سیاسي او فکري ټولنې په دې باور دی، چې د اسلامي امارت تر مشري لاندې افغانستان سره د ایران اړیکې باید ډېر پیاوړی او د تعامل کچه لا پراخه وي. پر دې بنسټ، ویلی شو، د اسلامي امارت او افغانستان په وړاندې، تر رئیسي وروسته، د ایران په پالیسیو کې به کوم منفي بدلون رانه شي، د نورو مثبتو بدلونونو احتمال شته؛ دا ځکه چې له یوې خوا د ایران د ملي ګټې دیپلوماسي تر ډېره د سیمه ییزو طرحو او پروژو او تعامل پر محور راڅرخي، او باثباته افغانستان د دغو طرحو او پروژو یو اصلي لوری او محور دی. د واخان کریډور له لارې له چین سره د ایران اتصال، همدارنګه د هرات او مزارشریف او بیا حیرتان د وسپنې پتلی له لارې مرکزي اسیا هېوادونو ته د ایران لاسرسي هغه طرحې دي، چې د ایران او سیمې په اقتصاد او تجارت کې انقلاب راوستلی شي؛ خو دغه اقتصادي انقلاب او بدلون، د افغانستان په ثبات پورې تړلی دی؛ په داسې حال کې چې هېڅوک هم له دې نه شي منکرېدای، چې د افغانستان ثبات او ډادمن امنیت یوازې د داسې یو مقتدر او یو موټی جریان لکه اسلامي امارت په حاکمیت کې، فعلیت او واقعیت پیدا کولی شي او بس. سربېره پر دې ایراني دیپلوماتیکه دستګاه او د دغه هېواد ټول سیاسي مجامع دې پایلې ته رسېدلی، که اسلامي امارت د یو جریان په توګه یو بې هویته او بې رېښه جریان وای، په داسې حال کې چې له عمر څخه یې درې لسیزه تېرېږي، نو حتما به له منځه تللی وای او د افغانستان د نورو بې بنسټو او بې هویته وو ډلو تپلو په برخلیک اخته کېدل. د ایران دیپلوماتیکې ټولنې په دې اند دی، چې د اسلامي امارت یو تړلی رادیکال جریان نه دی، بلکه د خبرو اترو، تفاهم، دیپلوماسۍ جریان دی، او ان د خپلو دښمنانو لکه امریکا سره د خبرو اترو دروازه نه دې تړلې. همدا اوس له اسلامي امارت د سیمې ټول مهم قدرتونه لکه روسیې، چین، هند، پاکستان، ترکیه او نړیوال مهم اړخونه اروپايي ټولنې او امریکا عملا په تعامل کې دی، نو د ابراهیم رئیسي په شتون او نه شتون دواړو کې د ایران د ملي ګټو تقاضا له اسلامي امارت سره، د اړیکو او تعامل د کچې پراختیا ده او بس.