لیکوال: محمد یحیی شهیدزوی
یقینا، چې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد ـ رحمه الله ـ رحلت یوازې د اسلامي امارت او افغانستان لپاره نه، بلکې د ټول اسلامي امت لپاره وړه خبره نه وه، له نړۍ وال صلیبي ائتلاف سره مطلوبه مبارزه، د کورنیو او بهرنیو منافقینو دسیسې؛ دا ټول هغه څه وو، چې د حکیمانه مهارولولپاره یې د هغه ـ رحمه الله ـ په شان مدبر رهبرته اړتیاوه؛ خو کله، چې ملا اختر محمد منصور د امیرالؤمنین په توګه وټاکل شو موجوده تشه پې ډکه شوه.
زما په نظر منصور ـ تقبله الله ـ لومړنی بارز کاریې، چې و کړ هغه د چا د خوښۍ او یا خفګان په نظرکې نیولوپرته له ده سره د امت د مجاهدینو بیعتونه منل وو او دا کاریې ځکه وکړ، چې د ستر ملاعمر ـ رحمه الله ـ هیله وه.
په جهادي چارو او په دښمن د مرګوني ګوذارونو لپاره خپله عملاً لاس په کار وو. که څه هم هغه زعیم وو؛ خو د جهاد او د امت د مجاهدینو تر یو قیادت لاندې راوستلو لپاره دومره حریص وو، چې هرې چارې ته به خپله چمتو وو.
د شهادت جام پسې داسې تږي تږي ګرځي
چې د دې تندې ماتېدوپسې تندي ماتوي.
هغه مشران، چې له نږدې ورسره پاتې شوي وایي، ډېر وخت به یې په سفر او د جهادي جبهاتو په څار او کتنه بوخت وو. جهادي قومندانان او خصوصا د استشهاد د ډګر رهبران به یې تل او په هر حالت کې خپله خپل حضورته منل او هدایات به یې بلا واسطه ورته کول.
هو، د منصوري ولولو خاوند، منصور تقبله الله ـ خپل امت شموله مسؤلیت په داسې حال کې فاتحانه سرته ورساوو، چې کورنیو او بهرنیو دښمنانوته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې؛ نوځکه خو نړۍ خور صلیبي دښمن د سیمي ډېر منافقین او ایمان پلوروونکي ګومارلي تر دې، چې اته کاله وړاندې په همدې ورځ اسلامي امت له دې سترې هستۍ څخه په داسې حال کې محروم شو، چې د عشق لمبې پرې بلې وې او منصوري منصور د ځان په سکور ګرځولوسره خپلې تر ټولو خوږې هیلې (لقاءالله) ته وصل شو.
د پتنګ مینه هم تاته شوه حیرانه
سَوَی سکورشوې او لمبه منصورجانانه