وړمه ورځ د افغانستان اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله (حفظه الله) دکابينې له تصويب وروسته د روان۱۴۰۳ل کال لپاره بوديجه له هر اړخير غور او دقت وروسته تو شېح کړه. په تېرو دوه لسيزو کې دا دوهم ځل دی، چې د افغانستان د حکومت له لوري داسې بوديجه توشيح کېږي، چې هېڅ بهرنی ملاتړ نه لري، بلکې په بشپړه توګه له کورنيو عوايدو تمويلېږي.
په تېرو دوه لسيزو کې، چې افغانستان د امريکا او ناټو له لوري اشغال و، د هر کال بوديجه به تر ډېره په بهرنيو مرستو تکيه وه او همدا لامل و، چې د لګښت د ځای او ترتيب په هکله تصميم يې هم د بهرنيانو له خوښې پرته د هغه مهال کابل ادارې په خپل سر نشو نيولی، بلکې دا هر څه د بهرنيانو په خوښه کېدل.
هغه مهال د بوديجې نميايي هغه يې په پردۍ او د امريکا او اروپا د امنيت ساتلو په جګړه مصرفېده او د پاتې نورې ډېره برخه د فساد له امله ضايع کېده؛ خو اوس چې الحمد لله اسلامي او خپلواک نظام حاکم دی، جګړه او د بهرنيانو فشار نشته؛ نو د لګښت د ځای او ترتيب په اړه تصميم يې هم د افغانانو په لاس کې دی.
هغه مهال د بوديجې يو بله لويه ستونزه دا وه، چې د اشغال په سيوري کې راغلي نظام له لوري جوړ شوي دولتي ترکيب کې ځينې لوړپوړو، بهرنيانو ته مطرح او د هغوی د ګټو پالونکو ته ډېر لوړ معاشونه او له کچې زيات امتيازات ورکول کېدل، خو د افغانستان اسلامي امارت له واکمنۍ او د نظام له بدلون وروسته، د هېواد د ژغورنې او پر ځان بسياينې په موخه د ټولو دولتي کارکوونکو معاشونه او نور امتيازات وڅېړل، چې د هغه له مخې د لوړ پوړو چارواکو، قراردادي کارکوونکو (NTA) ) او سوپر سکيل معاشونه او امتيازات، چې پخوا ډېر لوړ وو، کم شول او د ټيټ رتبه مامورينو معاشونه په خپل حال پرېښودل شول.
په بهرنيو مرسته ولاړې بوديجې افغانانو کې د خپلواکۍ حس کمزوری کړی و او پر ځای يې دا احساس غښتلي کړی و، چې که امريکا او متحدين يې له افغانستان څخه ووځي، افغانان په يوازې سر او مستقل ډول نشي کولی، خپل هيواد وساتي؛ خو د اسلامي امارت دا ټولې فرضيې باطلې کړې او اصيلو افغانانو نړۍ ته وښوده، چې دوی په هره برخه کې د خودکفايي او ځان بسياينې توان او هوډ لري.
په هر حال څومره چې افغانستان د بهرنيانو له سياسي، اقتصادي او نظامي نفوذ نه لرې کېږي، په هماغه کچه د ځان بسياينې، خودکفايي او خپلواکي پر لور ګامونه اخلي، د نړۍ هېڅ ملت هم له سختيو او کړاوونو ګاللو پرته سود او سوکالي نه ده ليدلې. د نړۍ ستر ځواکونه او په ځانګړې توګه امريکا او لوديځه نړۍ کوښښ کوي، چې د اقتصادي مرستو په نامه هيوادونه او ملتونه مستعمره وګرځوي او تر ډېره په خپله دې هڅه کې بريالي هم ښکاري.
که موږ غواړو چې د تل لپاره په ټوله معنا ازاد او په خپلو پښو ولاړ پاتې شو، بايد د خپل نظام د خپلواکه اقتصادي او سياسي تګلارو کلک ملاتړ وکړو، د امنيت په تامين او د قوانينو په تنفيذ کې له حکومتي ادارو سره مرسته وکړو او په ګډه خپل هيواد اباد او پر ځان بسيا کړو.