د امریکا ولسمشر جوبایدن تېره ورځ له خپل کینايي سیال سره د خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې دا یو حقیقیت دی، چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده، هغه د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه، چې هېڅوک پر دې نه دي توانېدلي، چې افغانان سره متحد او یوموټي کړي.
دا یو واقعیت دی، چې افغانستان له لرغونو زمانو راهیسې د امپراتوریو، نیواکګرو او نړیوالو زورواکو د تېریو، نارواوو او زورغوښتنو پالیسیو ښکار شوی دی. هر ځواک چې په نړۍ کې زبرځواک شوی، د فرعونیت دعوه یې کړې، نو طبیعي ده، چې نوره ولسونه ورته رام شوی دی، خو یوازې افغانان ترې بغاوت کړی او ورسره سر جنګولي، او په پای کې د هرې زمانې فرعون او استعمارګر ځواک لپاره خدای تعالی ج همدلته موسی پیدا کړي او غرق کړی یې دی.
د لرغوني یونان امپراتور سکندر، له زرهاوو کیلومتر نه ها خوا، اسیايي هېوادونو، بین النهرین او فارس ته مخه کړه، په لاره پراته ملکونه او ولسونه یې په ډېر کم وخت کې لاندې کړل، خو کله چې افغانستان ته ورسېده، کېسه بدله شوه. اسکندر دلته له سخت مقاومت سره مخ او ان دوه ځلې تپي او بالاخره خپل ټاټوپي یونان ته د بېرته ستنېدو پر لاره ساه ورکړه. په اسلامي دوره کې د لوی امپراتور تیمور، چې په قلمرو کې یې لمر غروب نه کاوه، پښه په نیمروز کې تپي او له هماغه مهاله پر «ګوډ تیمور» یا «تیمور لنګ» شهرت وموند. په تېرو سلو کلونو د افغانستان معاصر کې، درې سترې او زبرځواک امپراتورۍ: انګلیس، شوروي او امریکا دلته دړې وړې او د اور خوراک شول؛ او اوس هر یوه پر دې اعتراف کوي، چې افغانستان په هېڅ صورت د امپراتوریو پر جنت نه شي بدلېدای، بلکه دغه هېواد د زبرځواکو لپاره جهنم او هدیره ده.
د بایدن وروستۍ څرګندونې، په افغانستان کې پر خپلې ماتې او ناکامۍ د زبرځواکو قدرتونو د اعتراف په لړ کې، یو نوې او پر واقعیتونو بنا څرګندونه ده. دا لومړی ځل دی، چې یو امریکايي لوړپوړی چارواکی، په تلویحي نه بلکې په ښکاره ډول په افغانستان کې پر خپلې ماتې اعتراف کوي او دغه تریخ واقعیت مني. تر دې مخکې، په غرب کې داسې ذهنیت و، چې ګواکې امریکایانو له افغانستانه په خپله خوښه وتلي او هلته لاسته راوړنې لري. خو لکه څرنګه چې د امریکا ولسمشر په خپله پرې اعتراف کوي، واقعیت دا دی، چې امریکایان نور په افغانستان کې یوې دقیقې د جګړې د دوام توان یې نه درلود، په میلیاردونو ډالرو یې په اوبو کې لاهو شو، زرګونه سرتیري یې ووژل شول، ټپیان او یا هم عمري معیوب او له بېلابېلو رواني ناروغیو سره مخ شول. د امریکایانو لپاره تر ټولو ښه فرصت دا و، چې د منځني ختیځ اسلامي هېوادونو ته اسرې وکړي او په دې توګه له افغانستانه د وتلو ابرومندانه لاره ومومي؛ همدا و، چې قطر په دې برخه کې رادمخه او له اسلامي امارت سره مذاکرات پیل شو، او په پایله کې امریکایان په پوره بې شرمۍ او سرټیټي سره له افغانستانه د یو فاتح زبرځواک نه بلکې په افغانستان کې د مات شوی قدرت په توګه ووتل. دا هغه واقعیت دی، چې ټولو ته لکه لمر غوندې روښانه ده. باور لرو، چې په نژدې پیړۍ کې په افغانستان کې د درېیو لویو او زبرځواکو قدرتونو ماتېدل، د بایدن دا خبرې چې ګواکې د افغانستان د خلکو اتحاد ناشونی دی، په خپله نفی کوي. دا ټولو ته څرګند دی، چې زبرځواک قدرتونه دلته په زارۍ نه بلکې په زور مات شوی، دغه زور هغه الهي نصرت دی، چې له دغه با دیانته او یوموټی ولس سره مل و، هغه ضرب المثل دی، چې وايي «نصرت الهی با جمع است»، نو دا واضحه ده، چې دلته افغانان د یرغلګرو په مقابل کې یو موټي د جهاد، مبارزې او سرښندنې صفونو کې ولاړ و او الهي نصرت له دوی سره وو، چې په پایله کې دلته هر زبرځواک د اور خوراک او له ماتې او ذلت سره مخ شول.
پر دې بنسټ، افغانان الحمدلله سره یو موټی او متحد دی، لکه څرنګه چې هېڅ زبرځواک دلته خپلو موخو ته نه دي رسېدلی او مات شوی او افغانستان ورته په هدیره بدله شوې، هېڅکله پر دې هم به بریالي نه شي، چې په افغانانو کې نفاق واچوي او دلته پراته درانه او غیرتمن قومونه سره بېل کړي او ان شاءالله خپل دغه ارمان به هم ګور ته یوسي.