کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې په “رفح” ښارګوټي کې ۴ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو رسنیو ته ویلي، چې ځواکونو یې په رفح ښارګوټي کې د صهیونیستي پوځ دوه زغروال ټانکونه ویشتلي، چې په پایله کې یې ۴ اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي ريژیم تر اوسه غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیلو ۱۲ خبري آژانس خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې بېلا بېلو برخو کې یې فلسطیني مقاومتي ډلو سره په نښتو کې ۱ سرتیری وژل شوی او ګڼ نور ټپیان شوي، چې له ډلې یې د یو شمېر ټپیان حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.