راټولونکی ریحان وردګ
لمړۍ برخه!
د عثماني خلافت یا عثماني دولت تأسیس د عثمان بن ارطغل لخوا هغه مهال رامنځته شو، کله چې منګولیا د هلاکو خان په مشرۍ د عباسي خلافت په پلازمینه بغداد یرغل وکړ.
د دې یرغل په پایله کې اسلامي امت له ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره مخ شو، تر دې چې د عثماني دولت بنسټګر عثمان پیدا شو.
عثمان بن ارطغل د ترکیانو له نسب سره تړاو لري او په ( ٦٢٥هـ / ١٢٥٨م ) کې یې د ارطغل په کور کې دې فاني دنیا ته سترګې وغړولې.
عثمان د اسلام د لارې یو نه ستړېدونکی مجاهد وو، نوموړي د خپل ژوند اکثریت موده د جهاد فی سبیل الله په لار کې تېره کړه. ده به د اسلام د علماء کرامو زیات قدر او احترام کاوه او د امپراتورۍ پر مهال یې ټول شرعي احکام نافذ وو.
کله چې وفات شو، نو د عثماني امپراتورۍ د ځمکې پراختیا ( ١٦،٠٠٠ ) مربع کیلو میتره وه، نوموړي د خپل سلطنت پر مهال دوه مهم ښارونه ازنیق او بورصه چې په بیزنطیني امپراتورۍ کې یې ډېر اهمیت درلود هم فتحه کړل.
د عثمان له مړینې وروسته د هغه زوی اورخان د عثماني دولت د سلطنت په تخت کښېناست.
اورخان په حکومتي سیستم او فتوحاتو کې د خپل پلار تګلاره غوره کړه، په ( ٧٢٧هـ / ١٣٢٧م ) کال یې د نیقومیدیا په نوم استبول ته نیږدې د کوچینۍ آسیا په لوېدیځ کې پروت ښار فتحه کړ او هلته یې لمړنی پوهنتون جوړ کړ.
د نوموړي د ژوند یوه بله ستره لاسته راوړنه دا وه چې د (یني چري) په نوم یې د مسلمانانو له هغو ځوانانو څخه یو ځانګړی ځواک جوړ کړ، کوم چې د امپراتورۍ د حدودو د پراخوالي له برکته له عثماني دولت سره یو ځای شوي وو.
د اورخان ټولې جګړې د رومیانو په وړاندې وې، ده د خپلې امپراتورۍ د ټینګښت لپاره د بیارغونې او سمونې کارونه هم په پرېمانه کچه سر ته ورسول او دغه راز یې ټول داخلي اختلافات ورک کړل.
د اورخان له مړینې وروسته لمړی سلطان مراد د عثماني دولت په تخت کښې ناست.
مراد د عثماني دولت میړنی، زړه سواند، مجاهد او دینداره پاچا وو. د نظم او ډسپلین یې پوره پوره خیال ساته او د خپل رعیت سره به یې له عدل او انصاف څخه کار اخیست.
د نوموړي د سلطنت پر مهال د اورپا ډېری شمېر هیوادونه مسلمانانو ونیول او بېل آخره د ( ٧٩٢هـ ) کال د شعبان په پنځلسمه د جګړې له ګټلو وروسته د یوې سرتېري لخوا په دوکه شهید کړل شو.
سلطان مراد تر دریو کلونو پورې په ډېر حکمت، پوهه او مهارت سره د عثماني دولت مشري وکړله، چې هم عصرو یې بلکل سیالي ورسره ونشوای کړای.
نوموړي ته له خپل پلار یوه لویه امپراتوري په میراث پاتې شوې وه چې حدود یې ( ٩٥,٠٠٠ ) کلیومتره مربع وو، خو کله چې مراد شهید شو خپل زوی بایزید ته یې ( ٥٠٠,٠٠٠ ) کیلو متره مربع په میراث پرېښوده.
د سلطان مراد له شهادت وروسته د نوموړي زوی بایزید د هغه ځایناستی وټاکل شو.
بایزید لوی میړنی، حوصلمند، عالم او اسلامي فتوحاتو په اړه ډېر احساساتي وو.
د نوموړي د سلطنت پر مهال د قسطنطنیې لوی ښار کلابند شو چې وروسته د ګوډ تیمور د ګواښونو او خنډونو له امله د یاد ښار کلا بندي بېرته ماته شوه او په دې ډول د بیزنطیني امپراتورۍ مرال د څه وخت لپاره یوځل بیا لوړ شو.
د بایزید د سلطنت پر مهال بلغاریه، بوسینا او ځینې نور ښارونه هم په بشپړ ډول د مسلمانانو تر تسلط لاندې راغلل.
بیل اخره نوموړی د ګوډ تیمور سره په سخته جګړه کې شهید شو، چې په مرګ سره یې عثماني دولت تیت او پرک شو، امپراتوري یې دړې وړې شوه او د مسلمانانو د عظمت یو روڼ ستوری د څه مودې لپاره ولوېد.
د عثماني دولت په تاریخ کې دا د ازمويښت لویه مرحله وه، تر دې چې د بایزید زوی لمړی سلطان محمد د عثماني دولت واګي په لاس کې واخیسته.
سلطان محمد په ( ٧٨١هـ / ١٣٧٩م ) کې زیږېدلی دی او د خپل حکومت په ٢٤ جګړو کې یې برخه اخیستې او څلوېښت ځله ټپي شوی دی.
نوموړي د احتیاط، پوهې او ژورې وړتیا په بنسټ کورنۍ جګړه چې د بایزید له شهادت وروسته رامنځ ته شوې وه، کابو کړه.
کوم څه چې سلطان محمد له نورو څخه جلا کاوه هغه د نوموړي احتیاط، زغم او صبر وو.
د لمړي سلطان محمد په دوره کې هم ډېرې جګړې وشوې او ډېر ښارونه د مسلمانانو لاسونو ته ولوېدل.
کله یې چې د خپلې امپراتورۍ ټولې را پیدا شوې فتنې له منځه یوړې، نو د داخلي نظام ټینګېدو ته یې ځانګړی پام واړاوه، تر څو په راتلونکي کې بیا داسې پېښې رامنځ ته نشي، چې عثماني دولت د امپراتورۍ د زوال سبب شي، نو په همدې وخت کې ورته د اجل داعي لبیک ووېل او مړ شو.
د نوموړي له مړینې وروسته د عثماني دولت مشر د سلطان محمد زوی دوهم مراد په کال ( ٨٢٤هـ ) کې وټاکل شو.
دوهم مراد د الله تعالیﷻ په لار کې له جهاد کولو سره ډېره مینه درلوده او اورپایي سیمو ته د اسلام رسول یې لوی ارمان وو.
مراد د هغو ټولو بغاوتونو په ختمولو بریالی شو، کوم چې مشري یې د نوموړي کاکا مصطفی کوله.
د مراد د سلطنت پر مهال د البانیا او هنګري ټولې سیمي د مسلمانانو لاس ته ورغلې او دغه راز یې له نصرانیانو څخه په لسلګونو نورې جګړې هم وګټلې.
د دوهم مراد د سلطنت پر مهال زیات شمېر مساجد، مدارس، پلونه او محلونه جوړ شول.
په پای کې مراد د ٤٧ کلونو په عمر وفات شو او پر ځای یې خپل زوی، د اسلام د لارې نه هېردونکی اتل، ستر فاتح او غازي محمد الفاتح د عثماني دولت خلیفه وټاکل شو.
نور په پاتې برخو کې.