تاثیر
مخکې له دې چې د لیکنې په عنوان بحث وکړو، د بریکس لنډه پېژنده لیکم:
بریکس یو اقتصادي سازمان دی، چې د نوم توري يې د پنځو غړو هیوادونو د نومونو له سر تورو څخه اخیستل شوي. دا هیوادونه برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا دي.
د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۶م کال کې د م م د سازمان د عمومي ناستې په څنډه کې د برازیل، هند، روسې او چین هیوادونو د بهرینو چارو وزیران په دې اړوند سره وکتل او د دې سازمان په اړه لومړۍ ناسته په ۲۰۰۹ م کال کې په روسیه کې جوړه شوه.
له هغه وروسته جنوبي افریقا هم ورسره یو ځای شوه او ناستو يې په غړو هیوادونو کې هر کال دوام پیدا کړ.
له دې وروسته اتوپیا متده عربي امارات، ایران، سعودي عربستان او مصر هم د دې سازمان غړي شول.
د دې ترڅنګ ۱۷ هیوادونو پکې رسمي د غړیتوب غوښتنه کړې، چې پکې الجزایر، اندونیزیا، بحرین، بلاروس، بنګلادیش، بولیوي، ټایلنډ او نورو هیوادونه شامل دي.
د افغانستان، پاکستان او مالزیا په شمول ۱۵ هیوادونه بیا هغه هیوادونه دي، چې احتمالي د غړیتوب لیوالتیا يې لري، خو دادی تازه یې افغانستان په راتلونکې کېدونکې ناسته کې د ګډون غوښتنه کړې ده.
مخکې له دې چې د افغانستان د ګډون پر ګټو او زیانونو بحث وکړو، لومړی د دې سازمان د بریالیتوب په فرصتونو بحث کوو، چې کوم فرصتونه څو یاد سازمان یو بریالی سازمان شي:
۱ـ یو سازمان هغه وخت بر یالی وي چې غړي قدرتمند هیوادونه وي، دې ته په کتو پدې سازمان کې د روسې او چین شتون د بریا یو فرصت بللی شو.
۲ـ پدغه سازمان کې د روسیه، چین، برازیل او هند هغه هیوادونه دې چې هم پراخه چغرفیه لري، ترڅنګ يې چین او هند د هغو هیوادونو په ډله کې راځي چې زیات نفوس هم لري، دا هم د قدرت په ابزارو کې مهم رول لري.
۳ـ چین په دې وروستیو کې د اقتصادي ودې لپاره هڅې کړندۍ کړې او پدې برخه کې یې ښه پرمختګونه هم ترلاسه کړي، نو داهم د سازمان په بریالیتوب بې اغېزې ندی.
۴ـ د دې سازمان د غړو هیوادونو جغرافیه ډېره پراخه ده، چې پکې ښې طبعې زیرمې شتون لري او همدرانګه د خامو موادو په تولید کې هم پدغو هیوادونو حساب کیدلی شي، نو دا هم دا سازمان په بریالیتوب کې رول لري، له دې اخوا پدغه هیوادونو کې ډېر د کار ځواک هم شتون لري چې موږ یې په بشري منابعو کې حسابولی شو نسبتا دا بشري منابع له غربي خلکو څخه ارزانه هم تمامېدی شي چې د هیوادونو په اقتصاد کې رول لري. ګڼ نور عوامل هم شته چې د دې سازمان لپاره فرصتونه دي، خو دا چې لیکنه ډېره اوږده نشي ترې تېرېږم.
ااا ګډون پکې ګټه او که تاوان ؟
پدغه سازمان کې زیاتره د سیمې هیوادونو، ترڅنګ چین او روسیه پکې لوی قدرتونه دي دا چې ااا پدې سازمان کې ګډون وکړي، له دغو هیوادونو سره يې اړیکې لا پراخیږي او کولی شي چې په اقتصادي او سیاسي برخو کې ترې ګټه واخلي.
بله دا چې بریکس اقتصادي سازمان دی، زموږ اقتصاد محوره سیاست ته په کتو موږ کولی شو د دې سازمان له لارې له دغو غړو هیوادونو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې او بعضې نوې هغه ورغوو.
خو تر ټولو لویه ګټه یې دا چې له فتحې وروسته د ااا له ګڼ شمېر بندیزونو سره مخ دی، چې په هغه د نړیوال بانک بندیزونه هم شامل دي، که چېرې ااا د دې سازمان په غړیتوب اخیستلو او غړو هیوادونو ته په قناعت ورکولو سره وکولی شي، د دې سازمان له بانک چې توسعه یي بانک دی، بانکي ګټه پورته کړي.
پدې سره به افغانستان ته په راکړه ورکړه کې له بندیزونو سره سره بیاهم ګڼ سهولتونه رامنځته شي.
پای.