کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د سوریې د حکومت مخالفې “تحریر الشام” وسله والې ډلې ادعا کړې، چې ځواکونو یې حلب ښار ته څېرمه “اورم الصغره” ښار نیولی ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د تحریر الشام په ګډون ۷ حکومت مخالفو ډلو له نن سهار راهیسې د حلب او ادلب اړوندو سیمو کې د “ردع العدوان” په نوم پوځي عملیات پیل کړي او ځینې سیمې یې له حکومتي ځواکونو نیولې دي.