کابل ټکی کام (جمعه، ۹ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
اسرائیلي ترهګر پوځ نن سهار وختي یوځل بیا د لبنان پر جنوب خونړي هوایي بریدونه کړي دي.
د اسرائیلو د پوځ ویاند ادرعی، د ټولنیزې رسنۍ “ایکس” له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چی د اسرائیلو جنګي الوتکو د لبنان په جنوب هوایي بریدونه کړي دي.
نوموړي ادعا کړې، چې په دې بریدونو کې یې د حزب الله غورځنګ یو لوړ پوړی قوماندان او ګڼ جنګیالي وژلي دي.
د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي ریژیم داسې مهال په جنوبي لبنان بریدونه کوي، چې ۷۲ ساعتونه وړاندې د اسرائیلو او حزب الله غورځنګ ترمنځ په یو درې میاشتیني اوربند هوکړه شوې وه.