کابل ټکی کام (جمعه، ۹ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین پرون د ډلهییز امنیتي تړون سازمان د غونډې په څنډه کې ویلي، افغانستان د ثبات پر لور روان دی او روسیه هیله لري له دغه هېواد سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي. پوتین زیاته کړې، چې روسیې له سرپرست حکومت سره دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړې او دا اړیکې به نورې هم پراختیا ومومي. باید وویل شي چې روسیه، افغانستان د سیمهییز ثبات لپاره مهم ګڼي او په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او دیپلوماتیکې هڅې زیاتې شوې دي.