کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې تېره یوه میاشت کې د غزې تړانګې په بېلا بېلو سیمو کې د حماس غورځنګ ځواکونو لسګونه اسرائیلي ټانکونه ویجاړ کړي دي.
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا ویاند “ابوعبیده” د لبنان د حزب الله اسلامي غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې ته په یوې لېږل شوې خبر پاڼه کې ادعا کړې، چې ځواکونو یې په تېره یوه میاشت کې د غاصب، ترهګر او وحشي صهیونیستي پوځ ۲۴ پرمختللي ټانکونه، ۱۲ پوځي موټر او ۱۱ پوځي بلدوزرونه په بشپره توګه تخریب کړي دي.
ابو عبیده دغه راز ادعا کړې، چې په یادو عملیاتو کې یې ۷۰ تنو صهیونیستي ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.