م. احمد طلحه
نن په ټولنيزو رسنيو يوه زړه بوږنونکې او دردونکې ويډیو لاس په لاس کيږی، ويډيو کې ښودل کيږي، چې د کابل ادارې ځواکونه د څو تنو طالبانو له جسدونو سره سخت وحشت کوي، اندامونه يې پرې کوي، په ډېره بې دردۍ يې پر مخونو، سرونو او نورو اندامونو د تبرونو ګزارونه کوي، په سپکې سپورې ورته وايي او انځورونه ورسره اخلي.
داسې جنايت چې قلم او ګوتې يې له انځورنې او سترګې يې له ليدلو بې وسه دي. که څه هم تاريخ کې د ظلمونو داسې داستانونه شته؛ چې له امله يې غوني زيږه کيږي، خو په معاصر تاريخ کې تر دې ډېره شرمونکې او بوږنونکې پېښه نه ترسترګو کيږي.
اوس مهال چې انسان د تمدن، ترقي او انساني کرامت ته د احترام دعوه لري او په ځانګړې توګه هغه څوک چې د اسلاميت دعوه هم لري، څنګه به دا ډول ناځوانمردانه عمل کوي؟ خپل ضمير يې ولې نه ګرموي؟ ايا هغه څوک چې ستا د دين، ناموس او هيواد د ساتنې لپاره يې د نړۍ له ستر طاغوتي طاقت سره د تن په وينو مبارزه وکړه، ددې وړ دی چې له جسد سره يې داسې چلند وشي؟
هغه څوک چې هره ورځ درته د ورورۍ لاس اوږدوي او له جګړې څخه د لاس اخيستنې په صورت کې د بښنې ترڅنګ درته په غاړه کې ګلان هم اچوي، ددغه ډول ناوړه چلند لايق دی؟ ايا د غرب دوستۍ او يو څو زره تنخوا انسانيت هم درڅخه واخيست او دداسې اعمالو کولو ته يې وهڅولې چې داړونکي او ماتوونکي ځناور هم پرې شرميږي؟
زما په باور په داسې حساس وخت کې، چې د څلوېښت کلنې غميزې ختمېدو او د تلپاتې سولې راتګ ته هيلې زياتې شوي، دغه ډول عمل ددې لپاره شوی چې په لوی لاس دغه طلايي موکه له لاسه ووځي او د افغانانو تر ټولو ستر ارمان پوره نشي. طالبان، سولې ته مخلص سياسيون او د سولې فعالان بايد پرېنږدي، چې دغه ډول کړنې د سولې او يو ځواکمن اسلامي نظام د راتګ مخه ونيسي؛ ځکه چې که – خدای مه کړه- جګړه دوام پيدا کوي، دغه ډول جنايات به بيا هم تکراريږي.