کابل ټکی کام (جمعه، ۲۴ زمری، ۱۳۹۹ل)
د لویې جرګې له پرېکړې وروسته حکومت د ۴۰۰ مهمو طالب بندیانو دخلاصون بهیر پیل، او اتیا تنه زندانیان یې خوشې کړي دي.
د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې یاد زندانیان پرون د څرخي پله له زندانه ازاد شوي دي.
د سرچینې په خبره دا کسان د هغه څلور سوه بندیانو له ډلې دي چې ولسمشر یې د مشورتي لویې جرګې په غوښتنه د خوشي کولو فرمان صادر کړی دی.
ملي امنیت شورا وایي خوشي شوو طالب بندیانو لوړه کړې چې د افغان حکومت پر وړاندې به جګړه نه کوي او په نظامي فعالیتونو کې به برخه نه اخلي.
بلې خوا طالبان وایي چې دوی له امریکا سره منلې چې خلاصېدونکي طالب زندانیان به بیا جنګي لیکو ته نه ځي، او تر امر ثاني پورې به خپل عادي ژوند ته ادامه ورکوي.