کابل ټکی کام (جمعه، ۲۴ زمری، ۱۳۹۹ل)
طالبانو سره د دولتي ځواکونو د یوځای کېدولو د لړۍ پر دوام دا ځل بغلان ولایت کې ګڼ شمېر دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي.
د طالبانو ویاند (ذبیح الله مجاهد) وايي دغو عسکرو او پولیسو د بغلان ولایت اړوند پلخمري ولسوالۍ کې دندې ترسره کولې چې د دوی د “دعوت او ارشاد” کمېسیون په هڅو یې خپلې دندې خوشې او طالبانو سره یو ځای شول.
مجاهد زیاته کړې: “د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۲۴ تنه عسکر او پولیس د حقائقو په درک کولوسره له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شول. د دعوت او ارشاد مسؤلینو یې هرکلی وکړ.”
باید وویل شي چې د روان کال د فبروري میاشتې په ۲۹ مه نيټه د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون تر لاسلیک او د طالب مشر شیخ هبة الله اخنذاده لخوا د دندو د پریښودو په صورت کې د عامې بښنې تر اعلان وروسته طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمیدو لړۍ چټکه شوې ده.