غورځنګ
امريکا د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال پتېيلې چې افغان جګړه له نظامي لارې حل نه لري، نو يې د سولې لپاره پلاوی وټاکه او سولې ته لاس پر کار شول، خو د سي ای اې او ځينې نظامي جګړه مار جنرالان يې له لومړي سره لا تر اوسه هم پر جګړه ټينګار کوي. او وايي چې پر افغانستان باندې د حملې په صورت کې مو بايد کړي مصارف بې ځايه په سوله لاړ نشي.
خو دا چې اوس مهال د ټرمپ په واکمنۍ کې زياتره هغه حکومتي چارواکي چې د ټرمپ د طرحې او تګلارې ملاتړي او هم نظري بلل کيږي؛ سولې ته معتقد دي او له طالبانو سره يې دا دی څو مياشتې وړاندې په دوحه کې د خپلو پوځونو د وتلو په تړاو تړون هم لاسليک کړ.
که څه هم امريکا او طالبان لا تر اوسه د تړون مطابق سم روان دي، امريکا له تړون څخه وروسته په دې څو مياشتو کې خپل نيمايي عسکر له افغانستان څخه وېستلي دي او طالبانو پر امريکايي ځواکونو باندې هيڅ نوع بريد نه دی کړی، خو دلته د کابل ادارې لوړپوړي ټول چارواکي دا هڅې کوي چې جګړه دې بېرته پيل او امريکايي ځواکونه دې بېرته په افغانستان کې د پاتې کېدو اعلان وکړي.
کابل اداره چې د بنديانو موضوع يې دومره طويله او اوږده کړه، د همدې لپاره چې دامريکا په راتلونکو انتخاباتو کې شايد د افغان جګړې په تړاو له ټرمپ پرته کوم بل جګړه خوښوونکی شخص واک ته ورسېږي او افغان جګړه بېرته پيل کړي، له طالبانو سره تر سره شوی تړون مات کړي او افغانستان ته بېرته خارجي ځواکونه راشي او يا هم لږ تر لږه دا پاتې ځواکونه په افغانستان کې دائمي حضور ومني.
د ټرمپ بل مخالف چې په راتلونکو انتخاباتو کې ښايي دامريکا جمهوري رياست ته کانديد واوسي؛ جوبايډن نومی شخص دی، دغه شخص د ټرمپ په هر ډول پاليسۍ او تګلاره نيوکې کوي او ان تر دې چې نوموړی جوبايډن پر افغان سوله هم بې باوره دی او جګړه خوښوي. جوبايډن وخت نا وخته د کابل ادراې سره دامريکا د مرستو يادونه هم کوي او وايي له ارګ سره بايد د دې لپاره امريکايي مرستې دوام وکړي چې جمهوريت او ډيموکراسي برحاله پاتې شي. چې په دې کې به د امريکا ګټې خوندي او امريکا به په افغانستان کې خپلې تېرې نولس کلنې لاسته راونې هم ومومي.
ارګ د سولې په لار کې دخنډونو اچولو نولس کلنه مخينه لري، خو دا چې په وروستيو کې د طالبانو باندينو کاميابو پاليسيو ارګ وارخطا کړی او ان چې له نړيوالې سيمه اييزې او داخلي انزوا سره يې مخ کړی نو اوس يې د هڅو او کوښښونو ټول تمرکز په دې دی چې څنګه افغان سوله امریکا تر انتخاباتو وځنډوي؟
ارګ په دې نظر دی چې په امريکا کې يوازې ټرمپ دی چې د سولې او مذاکراتو له لارې د افغان کړکېچ حل خوښوي، بل څو نشته. ځکه نو دوی د امريکا انتخاباتي منډيي ته د افغان سولې بولي وړاندې کوي او ورته ځنډوي يې.
تر څو که داسې يو شخص د امريکا د انتخاباتو په ترڅ کې کامياب شي چې افغان سوله رد او جګړه خوښه کړي. په دې سره به نو دارګ د سرخېل په خبره د واشنګټن امنيت او نيويارک امنيت خوندي شي، په برتانيا کې به د نشه يي توکو کاروبار هم ختم شي او امريکا به نوره څوک نشي ګواښلی…
اوس دا دی امريکا انتخابات هم رانږدې شوي خو يوه خبره دلته تر ټولو مهمه ده چې ښايي د ارګ خېلو سر هم په دې نه وي خلاص. هغه دا چې امريکا نوره له جنګه ستړې ده، په هر صورت او هر وګړی، واکن او نور نظاميان يې دافغان جګړې مخالف دي، ټول په دې اقرار کوي چې په افغان جګړه مو ماتې خوړلې ده او په هيڅ صورت نوره جګړه نشو کولای. نو ښايي دارګ د امريکايي جګړې تصور يو خيال او خوب ته ورته بې تعبيره او بې تعميله افسانه وګرځي.
خو دا به وخت ته انتظار وباسو چې د ارګ دغه خوب څومره رښتيا؟ کيږي؟
مګر که د ټرمپ دواکمنۍ لومړيو کلونو ته لاړ شو نو ټرمپ هم په لومړي سره کې پر جګړه ټينګار کاوه او داسې ترخه جګړه يې وکړه چې ښايي مثل يې په تېر لنډ تاريخ کې ونه ګورو. هر ډول کېمياوي وسلې يې وکارولې او هر ډول بمونه يې استعمال کړل خو کار يې ورنه کړ بلکې ان تر دې چې د طالبانو له لوري د جګړې شدت سولې ته اماده کړل.
نو ارګ دې خبر وي چې امريکا د سولې لار په عذر، منتونه او زاريو نه ده خپله کړې بلکې د جګړې پر اپشن يې نولس کاله کار وکړ، چې کله زور ورته معلوم شو نو يې سمدستي د جګړې د اپشن پر ځای د سولې اپشن غوره او د عمل جامه يې ورواغوستله.