کابل تکی کام (سه شنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، چې په تېرو دوه اوونيو کې يې د لسګونو زره کيلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د وارديدلو مخه نيولې ده.
د ماليي وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوه اوونیو کې د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي زياتوي قاچاق کوونکو غوښتل دغه توکي له ګمرکي محصول پرته په نا قانونه ډول افغانستان ته راوارد کړي.
هېواد ته د قاچاق کېدونکو توکو له جملی څخه چاکليټ، درمل، ګوړه، لوبيا، اچار، مخ کريم او نور ډول ډول توکي شامل دي، چې ټوټل د ۷۱ زره ۷۶۶ کیلوګرامه وزن لري.
نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.
















