کابل تکی کام (سه شنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رئيس احمدالله وثيق نن د هېواد د ټولو ورزشي فدراسیونونو د ملي لوبډلو ورزشکارانو ته د عصریې د وېش پروګرام د پيل خبر ورکړ.
د افغانستان د المپيک، بدني روزنې او سپورټ لوی رئيس احمدالله وثيق وايي، موږ هڅه کوو، چې ورزشکارانو ته تر خپلې وسې لازم امکانات او اسانتیاوې برابرې کړو، له هغو څخه مهمه یې عصریه وه، چې ۵۰ میلیونه افغانۍ دي او شاوخوا ۳۷۶۷ ورزشکارانو ته به ورکړل شي.
ښاغلي وثيق ويلي، چې د ا.ا.ا مشرتابه د ورزش هر ډول ملاتړ کړی، همدا ملاتړ دی، چې زموږ ورزشکاران د بل هر وخت په پرتله ښه وځلیدل او بریاوې یې راوړې زياتوي:«موږ د خپل مشفق مشرتابه ډېره مننه کوو، چې تل یې زموږ ورزشکاران هڅولي دي».
نوموړي ويلي، د عصریې د ویش دغه پروسه به د بل هر وخت په پرتله شفافه وي او مستحقو کسانو ته به په مستقیم ډول وویشل شي:«پخوا یې د ویش په برخه کې مشکلات موجود ول، خو اوس به دغه ټول مشکلات حل وي».
ښاغلی وثيق وايي، دا لړۍ به روانه وي او هر ورزشکار ته به د یو کال عصریه ورکول شي.