مولوي عبدالکبیر: ایران د افغانستان سره مثبتې او دوستانه اړیکې غواړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶وری، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار محمد رضا بهرامي، په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیګدلي او مل پلاوي سره کتلي دي.

په دې ناسته کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو، افغان کډوالو وضعیت او د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو د اسانتیاوو پر برابرولو بحث کړی دی.

د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي مولوي عبدالکبیر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی زیاته کړې ده:« د ایران د لوړپوړو چارواکو تکراري سفرونه دا ښيي چې ایران د افغانستان سره مثبتې او دوستانه اړیکې غواړي».

نوموړي غوښتنه کړې چې ايران دې له افغان کډوالو سره په چلند کې له لا زیات زغم او نرمۍ څخه کار واخلي او هغوی ته وخت ورکړي چې په داوطلب ډول خپل هېواد ته راستانه شي.

ښاغلي مولوي عبدالکبیر ويلي، چې اسلامي امارت د کډوالو لپاره ۴۶ ښارګوټو طرحه جوړه کړي چې په ځینو یې عملاً کار روان دی زياتوي:« اسلامي امارت د هغو افغان کډوالو لپاره چې په ایران کې د اقامې قانوني موده یې پای ته رسېدلې، د قانوني اسنادو د برابرولو لپاره یو میکانیزم چمتو کوي، تر څو هغوی ته د پاتې کېدو قانوني زمینه برابره شي».

په دې ناسته کې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سلاکار، محمد رضا بهرامي، تهران ته د سفر لپاره مولوي عبدالکبیر ته بلنه ورکړه او ویې ویل، له سفر وړاندې که د کډوالو د بېرته راستنېدو د څرنګوالي په اړه یو ګډ تفاهم ته د رسېدو لپاره خپله طره له مخکې څخه شریکه شي دا به د کار له بهبود سره اساسي مرسته وکړي.

هغه له افغان کډوالو پر انساني چلند ټینګار وکړ او د اسلامي امارت له لوري د ۴۶ ښارګوټو د جوړولو اقدام وستایه، او دا یې د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره یو مهم پرمختګ وباله. محمد رضا بهرامي وویل، دا مهال په ایران کې ۸ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې له دې جملې څخه ۴ میلیونه یې قانوني اسناد نلري او یا یې قانوني موده پوره شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button