کابل ټکی کام (جمعه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۹ل)
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر اکبر حسین یو ځل بیا په هند تور پورې کړی چې په پرلپسې توګه هڅه کوي د افغان سولې پروسې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
د نوموړي په خبره، اسلام اباد تل هڅه کړې چې د دې پروسې په بریالي کېدو سره په دغه هېواد کې روانه اوږده جګړه پایته ورسوي.
هغه هند د همدې پروسې د سبوتاژ لپاره په اصطلاح؛ د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی او ویلي یې دي چې هند په وار وار حتی په پاکستان کې د دې پروسې د سبوتاژ هڅه کړې ده.
حسین دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې هند بیا ویلي وو، دوی د پاکستان تر نفوذ لاندې واک ته د طالبانو له بېرته راګرځېدو اندېښمن دي.
طالبانو بیا په مکرر ډول ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړیکو یادونه کړې، او ډاډ یې ورکړه چې دوی به هر چا سره په متقابلو ګټو بناء اړیکې وپالي، او هیڅکله به چاته اجازه ورنکړي چې له خاورې یې څوک تهدید کړي.