م. احمد طلحه
داسې مهال چې د قطر په پلازمينه دوحه کې بين الافغاني مذاکرات روان دي، طالبانو څو ځله په خورا صراحت سره خپل ثابت دريځ له خلکو سره شريک کړی دی او مذاکراتو ته هم د افغانانو له غوښتنو سره حاضر شوي دي، تېره شپه طالب وياند ذبيح الله مجاهد له پيام افغان نړيوالې تلويزونې شبکې سره په خپله مرکه کې يو ځل بيا په ډېر څرګند ډول د طالبانو دريځ ښکاره کړی دی.
له لومړۍ ورځې د طالبانو دريځ دادی چې د کابل اداره د يو مشروع نظام په توګه په رسميت نه پېژني او نه د نظام په توګه ورسره خبرو ته کيني، بلکې ددې لپاره چې هيواد کې د څلوېښت کلنې جګړې ټغر ټول شي، د افغانانو په حيث له ټولو مطرح افغان سياسي جهتونو سره خبرو ته چمتوالی لري، چې د کابل ادارې چارواکي هم د افغانانو په حيث په خبرو کې برخه اخيستی شي.
طالبانو څو ځله په ډېر ټينګار سره ويلي دي، چې بين الافغاني مذاکراتو ته متعهد دي او هڅه يې داده چې روانې جګړې ته په ډيپلوماتيکه توګه حل لاره پيدا کړي او دغه راز طالبان د واک انحصار نه غواړي، بلکې د يو ټولشموله ځواکمن اسلامي نظام جوړېدو ته ژمن دي.
که څه هم طالبان د خبرو له لارې د شته شخړې هواري ته ترجيح ورکوي او نه غواړي چې نور مو هيوادوال له جګړو څخه رنځ يوسي؛ خو که خدای مه کړه بين الافغاني مذاکرات ناکام شي، داسې چې مقابل جهت د اسلامي او افغاني سره سم اسلامي نظام ته غاړه نه ږدي، طالبان نظامي انتخاب هم لري.
طالبانو په خورا وضاحت سره ويلي دي، چې بين الافغاني مذاکرات به يوازې د افغانانو ترمنځ وي، او په دې افغاني پروسه کې هيڅ بهرني هيواد، جهت او سازمان ته د مداخلې حق نه ورکوي. او په راتلونکي نظام کې به په ټوله معنا د هيواد بيا رغونې او اقتصاد ته پاملرنه کيږي.
د راتلونکي نظام لپاره به د حنفي فقهې له مخې دستور او قانون جوړيږي او ټول اجرات به د همدې پراخې فقهې له مخې ترسره کيږي. دغه راز طالبانو افغان ملت ته ډاډ ورکړی، چې په هيڅ صورت کې به د جهاد په ثمراتو معامله ونه کړي او نه به هم د ازادۍ او اسلامي نظام د استحکام په لاره کې د سرښندونکو مبارزينو له هيلو او ارزوګانو سره جفا وکړي.