د پاکستان له زندانونو ۲۸۷ تنه افغان مهاجرين خوشې او بېرته هېواد ته راستانه شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۳غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان له زندانونو څخه ۲۸۷ تنه افغان بندیان د غبرګولي میاشتې په اوله او ۲مه نېټه ازاد شول او بېرته هېواد ته راستانه شول.
د کندهار او ننګرهار ولایتونو د سرحدي امریتونو د معلوماتو له مخې، دغه افغانان که څه هم قانوني اسناد یې لرل، خو بیا هم د پاکستان د بېلابېلو سیمو پولیسو نیولي وو او د یوې ورځې څخه تر لسو ورځو پورې یې په زندانونو کې تېرې کړې دي.
د مهاجرينو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې تر ازادېدو وروسته، یادو کسانو لومړی نوم لیکنه وکړه او بشري مرستې ورکړل شوې، بیا هر یو خپل اصلي مېنو ته واستول شول.
د مسوولينو په وینا، دا ډول اقدامات د افغان مهاجرینو د اساسي حقونو خلاف دي، او له پاکستاني چارواکو غوښتنه شوې چې د افغانانو له قانوني اسنادو درناوی وکړي.



