هرات کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۳غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په هرات کې د یو ۴۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.
د عامې روغتيا وزارت وايي، دغه روغتون د افغان سوداګر حاجي عبدالظاهر بشري په مالي مرسته جوړيږي، چې یوازې ماشومانو ته ځانګړی شوی دی.
د دې نوې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار، قومي مشرانو، دولتي چارواکي او ګڼ شمېر سیمهییز اوسېدونکو هم ګډون کړی و او د ياد روغتون پر جوړيدو يې خوښي وښوده.
د عامې روغتیا وزیر وویل، چې دا ډول سترې پروژې د هېواد روغتیایي سیستم پیاوړی کوي.
هغه د حاجي عبدالظاهر بشري دا اقدام وستایه او زیاته یې کړه چې دولت به له داسې خصوصي نوښتونو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي، تر څو ولس له معیاري خدماتو برخمن شي.



