زکات،سرسايه اوعشر

خپل تره ( کاکا ) ته زکات ورکول څه حکم لري ؟

فتوی شمېره (۲۲۰ )

پوښتنه :

په ما باندې زکات واجب دی ، زما د تره اقتصادي وضعیت ډېر کمزوری دی ، نو زه ده ته زکات ورکولی شم ؟ د ځواب په هیله .


الجواب وبالله التوفیق :
که تره (کاکا) غریب وي د نصاب مالک نه وي ، نو زکات ورکول سهي کیږي . تره یا نورو خپلوانو ته په زکات ورکولو کې ثواب هم زیات دی .
الدلیل علی ذلک :
والأفضل فی الزکوة والفطر والنذر الصرف اولا الی الاوخوة … ثم الاعمام والعمات ثم الی اولادهم …
الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۹۰ ، الباب السابع فی المصارف
والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close