زکات،سرسايه اوعشر
په معاش ( تنخوا ) باندې زکات شته او کنه ؟
د فتوی شمېره ( ۲۲۱)
پوښتنه :
سلامونه مې ومنئ زما پوښتنه د زکات په اړه ده ، زه د خپلې سرمايي نه پرته دفتر کې کار کوم د د فتر په مالک مې تنخوا اوښتې ایا د دې تنخوا زکات ورکولی شم ؟؟
پوښتونکی : حیات الله
الجواب وبالله التوفیق :
ترڅو چې څوک معاش ( تنخوا ) وانخلي مالک یې نه ګرځیږي ، بلکې د اخیستلو نه وروسته یې مالک ګرځیږي . له دې امله د تنخوا اخیستلو نه مخکې پرې زکات هم نه واجبیږي .
کله چې تنخوا واخلي بیا دوه صورتونه لري :
۱ : د تنخوا اخیستلو نه مخکې د نصاب مالک وي ، کله چې کال پوره شي نو څومره تنخوا یې چې اخیستې وي د هغې به هم زکات ورکوي .
۲: که څوک د تنخوا اخیستلو نه مخکې د نصاب مالک نه وي او دومره تنخوا واخلي چې د زکات نصاب ته رسیږي ، نو له دې نه وروسته د کال په پوره کېدو سره زکات هم پرې واجبیږي .
الدلیل علی ذلک :
ومن کان له نصاب فاستفاد فی اثناء الحول مالا من جنسه ضمه الی ماله وزکاه سواء کان المستفاد من نمائه او لا ، و بای وجه استفاد ضمه سواء کان بمیراث او هبة او غیر ذلک .
الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۷۵ ، کتاب الزکاة ، الباب الاول
وشرط وجوب ادائها حولان الحول علی النصاب الاصلي .
مراقی الفلاح ، مخ : ۷۱۴ ، کتاب الزکاة