نکاح ، طلاق او کورني مسائل

د میراث د تقسیم نه مخکې به د مېرمنې مهر ورکول کیږي !

د فتوی شمېره (۲۲۲)

پوښتنه :

یو سړی وفات شو ، وارثانو یې غوښتل میراث تقسیم کړي ، خو مېرمن يې وایي : زما مهر په خپل خاوند باندې پاتې دی ، اول ماته مهر راکړئ بیا میراث تقسیم کړئ ، نور وارثان یې نه ورکوي . په دې وخت کې مېرمنې ته حق شته چې لومړی خپل مهر واخلي او بیا میراث تقسیم کړي ؟ د ځواب په هیله .


الجواب وبالله التوفیق :

میراث د قرض , وصیت او د خلکو د حقوقو ادا کولو نه وروسته د وارثانو په منځ کې تقسیمیږي ، د مېرمنې مهر پر خاوند باندې قرض وي .

لهذا که مېرمنې ته یې خپل مهر نه وي ورکړی او مېرمنې ورته معاف کړی هم نه وي ، نو لومړی به له میراث څخه مېرمنې ته خپل مهر ورکوي بیا به میراث د مېرمنې ، ځامنو ، لوڼو او نورو وارثانو په منځ کې په شرعي طریقې سره تقسیمیږي .


الدلیل علی ذلک :

«لا مهر أقل من عشرة دراهم»…ويتأكد (عند وطء أو خلوة صحت) من الزوج (أو موت أحدهما)

الدرالمختار ، ټوک : ۳ ، مخ : ۱۰۲ ، باب المهر

يبْدَأ من تَرِكَة الْمَيِّت بتجهيزه وَدَفنه بِلَا إِسْرَاف وَلَا تقتير ثمَّ تقضى دُيُونه ثمَّ تنفذ وَصَايَاهُ

ملتقی الابحر ، کتاب الفرائض ، ټوک : ۱ ، مخ :۴۹۳

فقط والله تعالی اعلم .



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close