متفرق مسا‌‌ئل

په کوم موبایل کې قرآن کریم وي هغه ځان سره تشناب ته وړل څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۲۲۴)

پوښتنه:

که له چا سره په موبایل کې قرآن کریم وي، نو له دې موبایل سره حمام یا بیت الخلاء ته تلل څنګه دي؟


الجواب وبالله التوفیق :

که د موبایل په سکرین (مخپاڼه) باندې مقدسې کلمې، لکه د الله تعالی یا نبي علیه السلام نوم، کلمه طیبه، آیت شریف یا حدیث شریف نه وي، نو حمام ته یې له ځان سره په وړلو کې کومه خبره نشته؛ ځکه په موبایل کې چې کوم قرآن کریم د اپلېکېشن په ډول دی، هغه د قرآن شریف په حکم کې نه دی.

خو که چیرې په سکرین باندې د الله تعالی یا نبي علیه السلام نوم، کلمه طیبه، آیت شریف، حدیث شریف او یا کوم بله سپېڅلې کلمه وي، نو په دې صورت کې موبایل حمام / بیت الخلاء ته وړل د قرآن کریم اهانت او سپکاوی دی، او د ادب خلاف کار دی، خو که موبایل بند وي نو بیا پروا نه لري.


الدلیل علی ذلک:

کما قال صاحب منار متن نورالأنوار: فالقرآن المنزل علی الرسول علیه السلام، المکتوب في المصاحف المنقول عنه نقلا متواترا بلا شبهة. (منار، متن نورالأنوار، ص۴۲. نورالأنوار، ص۷)

کما قال صاحب شامي (ردالمحتار): فلو نقش اسمه تعالی او اسم نبیه صلی اللہ علیه وسلم، استحب أن یجعل الفص في کم اﺫا دخل الخلاء. (شامي، ج۵، ص۵۱۹)

فقط والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close