متفرق مسا‌‌ئل

په یو موبایل کې د قران کریم اپلکشن او فیسبوک دواړه کارول !

د فتوې شمېره (۲۲۵)

پوښتنه :

یو سوال هغه دا چی که د چاسره په موبایل کې د قرانکریم اپلکشن موجود وي ،ایا په دې موبایل کې فیسبوک کارولی شي که نه ؟ د جواب په هیله ځکه ما د یو عالم نه اوریدلي چې که چا سره په تلفون کې قرانکریم موجود وي ، هغه ته په همدغه موبایل کې فیسبوک کارول ندی جایز ځکه چې په فیسبوک کې هر ډول شیان راتلی شي .

پوښتنونکی : غفور حقیار


الجواب وبالله التوقیق :

په یو موبایل کې د قران کریم اپلکشن او فسبوک دواړه کارول څه باک نه لري .

البته په موبایل کې غلط انځورونه ، ویډیوګانې او یا په فیسبوک کې غلط شیان کتل ځان ته (مستقله ) سخته ګناه ده ، باید هر مسلمان ځان ترې وساتي .


واستماع ضرب الدف والمزمار وغیر ذٰلک حرام۔ وإن سمع بغتۃً یکون معذورًا، ویجب أن یجتہد أن لا یسمع۔ (الدر المختار مع الشامي، کتاب الحظر والإباحۃ ، فصل في البیع ټوک ۶ ،مخ :۳۹۵

فإن خاف الشہوۃ أو شک امتنع نظرہ إلیٰ وجہہا، فحل النظر مقیدٌ بعدم الشہوۃ وإلا فحرام۔ (الدر المختار مع الشامي، کتاب الحظر والإباحۃ / فصل في النظر والمسّ ټوک : ۹، مخ :۵۳۲ ) فقط واللہ تعالیٰ اعلم



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close